د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د يوه په زړه پورې وېزېټ کارټ جوړولو مهم ټکي

ضیاالرحمن ضیا 23.05.2011 13:15

که هر څوک يا کوم شرکت وغواړي چې د کاروبار په بازار کې ځان معرفي کړي، نو لومړني چاپي مواد چې ټاکي يې هغه به وېزېټ کارت وي. وېزېټ کارت يو کم لګښته چاپي اعلان دى چې هر شرکت يا شخص کولاى شي په ډېر کم مصرف سره هغه ډيزاين او چاپ کړي، خو دا کم مصرفه وېزېټ کارت کېدى شي د ځينو لويو او ډېر لګښتو چاپي اعلانونو په شان کار وکړي.
د وېزېټ کارت د ډيزاين په برخه کې بايد له ډېر دقت څخه کار واخلو، داسې يو ډيزاين غوره کړو چې د ټولو لپاره په زړه پورې وي. د بېلګې په ډول که د يو مېز پر سر همدغه وېزېټ کارت کېښودل شي بايد د ټولو ليدونکو پام ځانته راواړوي.
په وېزېټ کارت کې لوګو، نوم، دنده، فکس، وېبپاڼه، پته، ټلېفون شمېرې، برېښليک... او که د وېزېټ کارت په بل مخ د خپلو محصولاتو او خدماتو يادونه په لنډ ډول راوړل شي، نو په دې سره به پېرودونکي ستاسې شرکت په ښه توګه وپېژني. د يو وېزېټ کارت په لرلو سره ستاسې پېرودونکي کولاى شي په ډېرې اسانۍ سره ستاسې محصولاتو او خدماتو ته لاسرسى پيداکړي.
دلته به د يو په زړه پورې وېزېټ کارت جوړولو لپاره يو څو مهمو ټکو ته اشاره وکړو:

• په وېزېټ کارت کې له داسې تصوير څخه کار واخلئ، چې ستاسې د کمپنۍ، کار او محصول ښکارندويي وکړي.
• په داسې يوه بڼه وېزېټ کارت ډيزاين کړئ، چې پېرودونکي د هغې په ليدلو سره ستاسې د کمپنۍ د پېژندنې په لټه کې شي.
• د وېزېټ کارت په ډيزاين کې له بېلابېلو رنګونو څخه ګټه واخلئ.
• د وېزېټ کار په جوړولو کې له داسې مناسبو تصويرونو څخه کار واخلئ، چې د خلکو احساسات راوپاروي.
• له هغو کارتونو څخه چې په هغې کې پلاستيکي مواد کارول کېږي، استفاده مه کوئ، له رنګه او په زړه پورې کارتونو څخه ګټه واخلئ، ځکه چې دا ډول کارتونه د ليدونکو په ذهن کې د ډېر وخت لپاره پاتې کېږي او په اسانۍ سره يې له ياده نه باسي.
• خپل وېزېټ کارتونه په بېلابېلو سايزونو برابر کړئ، کولاى شئ هغه ډول کارت هم جوړکړئ چې يوازې يو محصول چې تاسې يې خرڅلاو غواړئ په کې راوړئ.
• کارت په عمودي ډول ډيزاين کړئ، چې دا ډول کارت ډېر د پاملرنې وړ ګرځئ.
• وېزېټ کارت په مختلفو بڼو جوړ کړئ، په دې سره کېدى شي هغه څوک چې د وېزېټ کارتونو کليکسيون جوړول غواړي، ستاسې کارتونه به پکې ډېر ځاى پر ځاى شي.
• دا هم له ياده ونه باسئ، په کومه اندازه چې د يوې کمپنۍ نوم په وېزېټ کارت کې مهم دى، په همدومره کچه ستاسې نوم هم اړين دى.
• د وېزېټ کارت د چاپ د لګښت په اړه اندېښنه مه کوئ، که ډېر لګښت پرې راشي، نو کولاى شئ چې وروسته بيا ډېر عايدات ولرئ.
• پر بېلابېلو بڼو دوه وېزېټ کارتونو په لرلو سره کېدى شي ستاسې د محصولات خرڅلاو ډېر زيات لوړ شي.
• کوښښ وکړئ چې په وېزېټ کارت کې زيات متن ونه ليکئ، ځکه چې وېزېټ کارت له برورشور سره توپير لري، څومره چې لنډې جملې وي د ليدونکو لپاره اسانه وي.
• له داسې ليک يا فونټ څخه کار مه اخلئ چې په اسانۍ سره نه لوستل کېږي او پېرودونکي له ستونزو سره مخامخ کوي، ځکه چې په دې کار سره کېدى شي ځينې پېرودونکي له لاسه ورکړئ.
• که پوهېږئ چې د يو کال په اوږدو کې مو له يوزر وېزېټ کارتونو څخه استفاده نه وي کړي، نو کېدى شي په کاروبار کې له ماتې سره مخامخ شئ، نو پر دې اساس خپل ميتود ته بدلون ورکړئ او داسې کار وکړئ چې وېزېټ کارت درته ډېره ګټه ورسوي.
• که غواړئ د خپل وېزېټ کارت ډيزاين معلوم کړئ، چې ښه ډيزاين دى که نه، ددې کار لپاره ډېر شمېر وېزېټ کارتونه راواخلئ او د مېز پر سر يې کېږدئ، خپل وېزېټ کارت هم په دې کارتونو کې کېږدئ او ښه په ځير سره ټولو کارتونو ته وګورئ، که چېرې ستاسې وېزېټ کارت ستاسې توجه ځانته واړوله، نو پوه شئ چې وېزېټ کارت مو په ښه بڼه ډيزاين شوى دى او که داسې ونه شول، نو د وېزېټ کارت په ډيزاين او جوړولو کې حتماً کومه تېروتنه شوې ده.
• که چېرې مو خپل کارت يو پېرودونکي ته ورکړ او په ليدلو سره يې څه ونه ويل يانې ويې نه ويل چې څومره ښکلى کارت دى او يا يې هېڅ د کارت په اړه ونه ويل، نو دا ددې ښکارندويي کوي چې ستاسې کارت له WOW فکتور لرونکى نه دى.