د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اوسني خرڅلاو کې د اړيکو اغېزمن تاکتيکونه

ضیاالرحمن ضیا 23.10.2012 19:53

ژباړن: ضیاالرحمن ضیا

زموږ سروکار له اړيکو سره دى او موږ ټول کوښښ کوو، چې په يو نه يو لاره په نورو کې نفوذ وکړو. څېړنو ښودلې، چې ٧٠ تر ٨٠ سلنه وخت بايد په اړيکو ټينګولو تېر شي. ښې او ډېرې خبرې ددې سبب نه ګرځي، چې اغېزمنې اړيکي دې ټينګ شي، بلکې خپلو حرکاتو ته پاملرنه او له خپلو حرکاتو څخه ګټه اخيستنه، د نورو خبرو ته غوږ نيونه د اغېزمنو اړيکو سبب ګرځي.
لومړى تاکتيک- د مشتري خبرې تشريح کړئ:
د خپلو لغتونو له زېرمې څخه په ګټې اخيستنې سره د مشتري له خبرو خپل استنباط بيان کړئ او له دې لارې هغې ته ډاډ ورکړئ چې ستاسو په غوښتنو سم پوه شوى يم.
دويم تاکتيک- روښانه او واضحه پوښتنې وکړئ:
د ځينو خلکو لپاره ډېره ستونزمنه وي، چې د يو چا پر ډېرو خبرو تمرکز وکړي، نو بايد د خرڅلاو خبرې لنډې او پر حقايقو ولاړې وي، يوازې د خپلو توکو ګټې او ځانګړنې ورته بيان کړئ، ځکه چې د خبرو اوږدېدل د مشتري د انحراف لامل ګرځي. کولاى شئ دا ستونزه د مناسبو پوښتنو له لارې حل کړئ.
درېيم تاکتيک- طلايي چوپتيا:
له پوښتنو او د مشتري له خبرو اورېدو وروسته، چې د هغې د لېوالتيا، غوښتنو او اړتياوو سبب ګرځي، په ډېره مينه څو شېبې چوپتيا غوره کړئ، تر څو مشتري د هغې په اړه فکر وکړي.
څلورم تاکتيک- لومړنۍ اغېزه
له سوداګريزو مرکزونو څخه د شويو څېړنو پر اساس، په لومړيو درې دقيقو کې مشتري ته هر څه روښانه کېږي. مشتري په خپل ذهن کې ستاسو تصوير په همدې درې دقيقو کې جوړوي. ښې تجربې د مشتري په ذهن کې ښه تصوير او بدې تجربې د مشتري په ذهن کې بد تصوير جوړوي. دا ډول ذهنيت په ډېرې سختۍ سره بدلېږي.
همدارنګه څېړنو ښودلې ده، چې له دې وروسته که يو څوک کومې پايلې ته رسېږي او پام يې را اوړي چې يو څوک او يا يو شى يې خوښېږي که نه، که چېرې يې ذهنيت منفي وي هغه ستاسو نويو معلوماتو ته پاملرنه نه کوي، بلکې هغه په داسې ډول بدلوي چې لومړنى تصوير يې ومني.
يو انګرېزي متل دى چې وايي (First impression most impression) يانې ((لومړى اغېز، غوره اغېز))، نو له مشتري سره په لومړۍ ليدنه کې بايد خپل کړه وړه ثانيه په ثانيه کنټرول کړئ، که چېرې تېروتنه درڅخه وشي، نو نه جبرانېدونکې ده.
دې ته اندېښنه مه کوئ، چې په لومړۍ ليدنه کې مشتري ته څه شى ووايئ، بلکې کوښښ وکړئ چې په سمه توګه د هغې خبرې واورئ او خپل ظاهري منفي عامل مو له ځانه لرې کړئ.
پينځم تاکتيک- د خندا توان:
بريالى خرڅوونکى هغه دى، چې تل يې پر شونډو موسکا وي، خو رښتينې موسکا. (( هغه څوک چې جذابه او ښايسته څېره نه لري، مغازه يا دوکان بايد خلاص نه کړي)). هېڅ شى، پرته له توندۍ او بد اخلاقۍ څخه مشتري نه شي زړه تورى کولى.
شپږم تاکتيک- د لاس ورکولو توان:
کوښښ وکړئ چې په سوداګريزو اړيکو کې:
الف) د لاس ورکولو پر وخت مو لاس بايد وچ وي.
ب) د لاس د کېکاږلو پر وخت نرمښت له ياده وباسئ.
ج) د مقابل لوري لاس د شپږو ثانيو لپاره په خپل لاس کې ونيسئ.
د) د اغېزمنتوب لپاره د ((يوه لوى سړي له پنجې)) څخه ګټه پورته کړئ، يانې د مقابل لوري لاس ته تر معمول ډېر فشار ورکړئ او د ډېر وخت لپاره يې په خپل لاس کې ونيسئ.
هـ) د دوستۍ او همکارۍ د ښکاره کولو لپاره له ((همايشى پنجې څخه ګټه پورته کړئ، يانې د هغه لاس ته په زور ورکولو سره اعتدال په نظر کې ونيسئ، تر ډېره يې لاس په خپل لاس کې ونيسئ، خپله څېره مو خندا داره او ارامه کړئ، د سترګو اړيکي ورسره ټينګې کړئ او يو څه ورته متوجه شئ.
و) د عاجزۍ د ښکاره کولو لپاره، پر وخت لاس ورکړئ، په لومړي ځل ليدلو سره لاس لږ څه پورته او غاړه لږ څه کږه کړئ.