د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خاطره:

سيدنظيم سيدي 05.10.2012 21:38
د ليكوالۍ په ډګر كې خاطره تر ټولو خورا عامه او زړه راښكونكې ليكنه ده، چې كه هرڅوك ورسره مينه ولري؛ نو په اسانۍ يې ليكلاى شي. په دې معنا په خاطره ليكنه كې كوم قيد يا محدوديت نه شته او انسان كولاى شي، چې د خپل ژوند خوږې، په زړه پورې او نه هيرېدونكې شېبې په كې رايادې كړي.
په دې كې شك نشته، چې هر انسان په ژوند كې هم ښې شېبې لري او هم بدې، ښايي يو مهال پرې داسې وخت راغلى وي، چې له ډېرې خوشحالۍ نه په جامو كې نه وي ځاى شوى او ښايي داسې پېښو سره هم مخ شوى وي، چې خداىﷻ ته يې د خپل مرګ سوالونه كړې وي؛ يعنې د نړۍ پر مخ ډېرې خبرې شونې او كېدونې دي، چې انسان ورسره په خپل ژوند كې لاس و ګرېوان دى، ځينې وخت كېداى شي داسې ليكنې هم ولولو، چې زموږ پر ذهن ژور اغېز وښندي او موږ ځينو داسې كارونو ته ځير كړي، چې موږ په خپل ورځني ژوند كې هغې ته په عادي نظر كتلي وي؛ نو داسې خبرې موږ ته د دې وخت راكوي، چې خپلو كارونو ته ځير شو او د ژوند له هر نعمت او هرې شېبې څخه اعظمي ګټنه وكړو.
د دې ټولو خبرو په پام كې نيولو سره د انسان په ژوند كې ځينې تجربې داسې هم وي، چې ښايي بيا تكرار نه شي او يا داسې پېښې يې په ژوند كې پېښې شي، چې ښايي هېڅكله يې اټكل ونه كړي، د ساري په ډول د يو چا پلار، مور، ورور، خور، ورورڼه، اولادونه او آن مېرمن مړه شي، چې دا خاطرې د انسان په ژوند كې تر ټولو بدې او ناوړه خاطرې دي او هېڅكله يې نه هېرېږي يا پرعكس، كله چې غواړئ كور ته لاړ شئ، ناڅاپه وينئ، چې په كور كې درته بشپړ چمتوالى نيول شوى دى او د كور كوم غړي د دې لپاره، چې تاسې د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالي شوي ياست د څه خوښۍ پروګرام جوړ كړى او په دې توګه غواړي هم تاسې او هم ستاسې د كور نور غړي او ملګري پرې خوشحاله كړي، يا هم په كوم دفتر كې كار كوئ او له يوې داسې نا اشنا خبرې سره مخ كېږئ، چې ښايي يا مو ټول عمر وخندوي او يا مو وژړوي. پر دې بنسټ دا او دې ته ورته نورې خوږې او نه هېرېدونكي خاطرې، چې دا ټولې ستاسې پر ژوند اغېز ښندي او څو چې ژوندي ياست خوند به ترې اخلئ؛ نو په كار ده، چې د ژوند همداسې خوږې او نه هيرېدونكي خاطرې مو وليكئ او جرئت وكړئ، چې ټولنې ته يې هم وړاندې كړئ او په دې توګه خپلې خاطرې له نورو خلكو سره هم ګډې كړئ.
البته پورته خبرې خو عمومي وې كه چېرې موږ او تاسې د ليكوالۍ او ليكوالو لوى سمندر ته ځير شو؛ نو ډېر داسې ليكوال او استادان وو، چې اوس زموږ په منځ كې نه شته او يوازې يې د ژوند څو محدودې خوږې خاطرې زموږ په زړونو او ذهنونو كې خوندي پاتې دي، په كار ده، چې د دوى دغه خاطرې په ادبي كتابونو كې خوندي شي؛ ترڅو هغه لوستونكي يا مينه وال، چې تر دې دمه يې په اړه معلومات نه لري په اړه يې معلومات پيدا كړي.
په هر حال د شكسپير په وينا ژوند د يوې ډرامې يا نندارې په څېر دى او موږ ټول يې لوبغاړي يو، چې هر يو په خپل وار سره صحنې ته راځو او خپل رول په كې ترسره كوو او له خپل كار وروسته بېرته سټيج پرېږدو او ځو، چې دغه خبرې ټولې په زړه پورې او دردونكي دي، نو هوښيار هغه څوك دى وړاندې تر دې، چې عمر يې تير شي او يا وروسته په خپلو ځينو كارونو پښېماني څرګنده كړي له لومړي سر نه يوې موضوع ته ځير شي او په سمه توګه ترې ګټه پورته كړي. كه هغه د ماشومتوب دوره وي، ځواني وي، ځلميتوب وي او يا هم سپين ږير توب او بوډا توب؛ ځكه كله چې انسان مړ شي، نو د هغه هېڅ شى نه په كارېږي، پرته له ښو كړنو، كارونو، خاطرو او هغه نېكو اعمالو ترسره كول، چې نوموړي د خداىﷻ د رضا لپاره ترسره كړي دي.
همدا اوس هم موږ ځينې داسې ليكوال لرو، چې ډېرې خوندورې او په زړه پورې خاطرې لري، چې له خورا ډېرو كتابونو څخه زيات ارزښت او معلومات لري؛ خو دغه معلومات هغه وخت ښې پايلې لرلاى شي، چې د ذهن له فابريكي څخه يې راووځي او د قلم پر څوكه ثبت او خلك ترې برخمن شي؛ ځكه ډېر ليكوال لا اوس هم په همدې فكر كې دي، چې دغه خاطرې زموږ شخصي مال دى او دا يوازې د كورنيو انځورونو په څير حيثيت لري، چې بويه پرته له كورنۍ او نږدې خپلو خپلوانو څخه پرې نور څوك خبر نه شي؛ خو په حقيقت كې دا له يو لوى ولس او قام څخه د هغوى د حق اخيستل يا ترې پټول دي، دا ځكه چې فكر هم د انسان شخصي مال دى؛ خو چې كله په ښوونځيو او پوهنتونونو كې ورزول شي؛ نو هغه بيا د ده له ملكيت څخه ووځي او هغه بيا بايد د خپل مسووليت له مخې خپلې ټولنې ته د خپل فكر او ذهن محصول وړاندې كړي، كه هغه ادب وي، سياست وي، اقتصاد وي او يا هم فلسفه؛ ځكه د ده ذهن د ولس د بې وزلو خلكو پر ژوند روزل شوى او له همداسې يوې وروسته پاتې او يا هم پرمختللې ټولنې څخه اغېزمن شوى او په همدې اخ و ډوب كې يې غځونې كړي او بالاخره يې داسې لار ځانته پرانيستې، چې نن پرې د همدغې ټولنې خلك وياړي؛ نو بويه، چې دغه د وياړونو لړۍ بنده نه كړو او نه يې د خپل ځان شخصي پانګه يا شتمني وبولو.
په خاطره ليكنه كې بله تر ټولو مهمه خبره د هغه طبيعي والى دى؛ يعنې هر څومره چې يوه پېښه طبيعي وي هماغومره هنري او په زړه پورې هم وي، د ساري په ډول كه چېرې كوم څوك ځان ښه ډېر سينګار كړي ښايي چې د لږې شېبې لپاره ښه وايسي، خو كه چېرې يې سينګار ته اوبه ورسېږي او يا نور داسې شيان، چې د ده سينګار پرې لاهو شي؛ نو د هغې خپله طبيعي ښكلا او ښايست له منځه وړي. خاطره ليكل هم همداسې يوه خبره ده، هڅه وكړئ د خاطرې پر مهال مو، چې هرڅه په ذهن كې تېر شوې وي هماغه كټ مټ نقل كړئ، ښايي هغه مهال تاسې ته يو داسې فلسفي فكر پيدا شوى وي او يا مو داسې نا اشنا كارونه كړي وي، چې په عادي حالت كې تاسې په خپله هم ورته ګوته په غاښ شئ، د ساري په ډول د پښتو ژبې د حقدار او رياليستيك ليكوال ارواښاد استاد ګل پاچا الفت وينا ده، چې وايي: يو وخت به داسې راغى، چې ما به خپلې ليكنې ټولې وشكولې او لرې به مې خطا كړې؛ خو چې كله به سهار شو؛ نو د شپې څيرلي كاغذونه به مې بېرته سره راټول كړل او هغه به مې سره پيوندول او په دې توګه به مې خپلې ليكنې بېرته سره راونغاړلې.
له دې خبرو جوتېږي، چې انسان ټول عمر په يو حالت كې نه وي هرومرو پرې لوړې و ځوړې راځي؛ نو دا د ليكوال دنده ده، چې له همداسې شېبو څخه ګټنه وكړي او خپلې ټولې هغه خاطرې وليكلي، چې هم يې ادبي او معنوي پانګه زياته شي او هم خپلې ټولنې ته اوچت پيغام وركړي.
د دې ټولو خبرو په پام كې نيولو سره په كار ده، چې هره خاطره په خپل وخت كې ثبت او خوندي شي او چې كله پرې وخت تير شي؛ نو بيا سره ټولې او منظمې شي؛ ځكه په ليكوالۍ او څېړنه كې هم په دې خبرې ډېر ټينګار كېږي، چې ښايي انسان د ليكلو پر مهال دومره تېروتنې وكړي، چې هډو فكر يې هم نه شي كولاى؛ خو د وخت په تېرېدلو سره، چې كله يې ذهن ارام شي نو بيا بيا دې خپله ليكنه له سره وګورئ زياتونې او كمونې دې په كې وكړي؛ ترڅو لوستونكو ته بكر، كره او نګه معلومات وړاندې كړي.