د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ليکوالۍ عامې ربړې

سيدنظيم سيدي 03.07.2011 21:07

که چېرې وغواړو د ځان لپاره ليکوالي وکړو؛ يعنې د خپل زړه بړاس په کې وباسو، نو له هېڅ ډول ستونزو سره نه مخ کېږو؛ ځکه نه په يوې موضوع څېړل غواړو او نه هم د ماخذ پسې ګرځېدل هر څه مو، چې زړه غوښتي وي هغه ليکو او ښه په پراخه اوسېله يې ليکو؛ يعنې ښايي ورځنۍ پېښې هم وليکو؛ خو که چېرې غواړو، چې مقصدي او څېړنيزه ليکوالي وکړو؛ نو په لسګونو ستونزو او ربړو سره مخ کېږو.
د ځان لپاره ليکوالۍ په لست کې کېدلاى شي ملګرو ته د ليک ليکل هم په کې شامل کړو، لکه که چېرې غواړو خپل کوم ملګري ته ليک وليکو؛ نو په هغې ليک کې هم کوم ډول محدوديت او يا شرط نه شته او هر هغه څه مو، چې د زړه په بوغڅه کې دي کولاى شو هغه ټول خپل ملګري يا خپل ته راوسپړو او د خپل زړه له حاله يې خبر کړو؛ ځکه موږ په ساده ليکلو خبرې کوو او دا خبرې د زړه له تله دي؛ يعنې هېڅ ډول افراط او تفريض په کې ځاى نه لري او ډېر ځله صميمي هم دي؛ ځکه پرته له کومې موخې او يا علمي رتبې ته د لوړېدا لپاره دي، چې دغه ډول ليکنې ډېر ځله عام ولس هم خوښوي؛ ځکه چې دا خبرې د زړه له تله راپاڅېدلي او د زړه پر ژوره يې خوله لګولې ده، چې ښې بېلګې يې د استاد الفت او ملنګ جان، استاد الفت او بختاني او دې ته ورته نورو ليکوالو ليکونه دي، چې په ډېر اخلاص يې يو بل ته ليکلي دي.
خو که چېرې موږ له دغې محدودې څخه بهر راووځو او وغواړو، چې څېړنيزې، سياسي، تاريخي او يا هم مسلکي ليکنې وکړو؛ نو هلته بيا زموږ ټولو خبرو ته د قيد زولنې اچول کېږي؛ په دې معنا که چېرې موږ له خپلو ملګرو او يا هم همزولو سره خبرې کوو؛ نو هېڅ ډول ستونزه نه محسوسو او ښايي ډېرې داسې خبرې وکړو، چې هډو اټکل يې هم نه شو کولاى؛ خو کله چې دغه خبرې له يو مشر، چارواکي او يا هم داسې چا سره ويل غواړو، چې هغه په جګو پوړيو کې وي؛ نو په دې ځاى کې يو ډول ستونزه محسوسو او ډېر ځله هڅه کوو، چې ناسمه او يا بې ځايه خبره مو له خولې ونه وځي، سره له دې چې هغه هم انسان دى؛ خو موږ يې پر وړاندې د يو ډول محدوديت احساس کوو.
همدا شان ليکوالي هم در واخله، د ساري په ډول کله چې موږ د انټرنټ پاڼو ته کېنو او د ورځې پېښې يوه يوه له نظره تېره کړو؛ نو وينو چې د ځينو پېښو خبرونه اوږده او د ځينو پېښو خبرونه په ډېرو لنډو الفاظو پاى ته رسېدلې وي. دغه شان سرليکنې هم د يو مخ يو کالم وي او ځينې رپوټونه هم لنډ وي؛ خو کله چې د تحليلي رپوټ مساله رامنځته شي نو بيا دغه کيسه اوږده شي او تر نورو ځايونو يې ډېر ځاى تور کړى وي؛ په همدې ډول علمي رپوټونه او يونليکونه هم درواخله. په همدې ډول که چېرې موږ لنډه کيسه وځيرو او يا ناول او رومان ته نظر وکړو؛ نو هر يو يې په خپل وار سره لنډ، اوږد او بيا خورا ډېر وخت نيسي؛ نو که چېرې موږ يو ټلويزيوني پروګرام وينو هغه هم بايد داسې اوډل شوى وي، چې هم يې تر نيم ساعت ډېر وخت نه وي نيولى او هم يې داسې الفاظ په کې ځاى کړې وي، چې د لوستونکي د زړه راښکون لامل شي.
البته د دې خبرو معنا دا نه ده، چې ګواکې د وخت د محدوديت له امله بايد د موضوع منځپانګه قرباني شي او هغه څه، چې اړتيا يې محسوسېږي او يا يې ولس غوښتنه کوي هغه دې موږ يوازې او يوازې په دې نامه قرباني کړو، چې د وخت محدوديت اړين دى. دا سمه ده چې نن سبا وخت د سرو زرو په نامه يادېږي او د څېړنې مېتود هم پر دې ټينګار کوي، چې بايد نېغه په نېغه موضوع پيل شي او حاشيو ته ډېر وخت ور نه کړل شي؛ ځکه خلک اوس کافي وخت نه لري؛ خو دا هر څه هغه وخت عملي جامه اغوستلاى شي، چې د موضوع مبرميت او اړينوالى تشخيص شي، يعنې هغه موضوع چې يو ليکوال يې څېړل او سپيناوى غواړي څومره اړينه ده او څومره خلک له بې لاريو څخه ژغورلاى شي او يا هم څومره زړونو ته مرحم کېدلاى شي، که چېرې يو څوک ليکوالي کوي او دغو ارزښتونو ته په کې يا پام نه کوي او يا ارزښت نه ورکوي، ښکاره ده، چې دغه ډول ليکوالي د هر ډول ځاني او بې ځايه مفکورو ښکار کېدلاى شي؛ نو ليکوال ته په کار ده، چې استقلاليت او خپلواکي ولري او د يوې قوي موخې د ترسراوي لپاره کار وکړي.
اوس نو که د ليکوالۍ له پلوه دغو ټولو محدوديتونو ته ژوره کتنه وکړو، دا ترې په ډاګه څرګندېږي، چې هر ډول ليکوالي ځانته ځانګړې ستونزې لري، د ساري په ډول موږ چې کله د يوې ورځپاڼې لپاره مقاله ليکو هغه يو ډول ستونزې لري او چې کله يې سرليکنه ليکو هغه بل ډول؛ ځکه موږ سرليکنې لپاره هېڅکله له يوې اونۍ مخکې چمتوالى نه نيسو او يا د ورځې له سهاره ورته موضوع نه ټاکو، سرمقاله تل د ورځې د ګرمې او تر نورو ارزښتمنې موضوع پورې تړلې وي او هغه ګرمه موضوع هغه وخت معلومېږي، چې نور ورځ مخ په تمامېدو وي؛ ځکه کله چې موږ د شپې له خوا ورځپاڼه تړو او غواړو د چاپ لپاره يې ولېږو؛ نو په دې وخت کې موږ معلومولاى شو، چې زموږ د نننۍ ورځې ګرمه او ارزښمنه موضوع کومه يوه وه او څه ډول سرليکنه پرې بايد وشي؛ خو په مقالې کې ښايي د ورځې او يا هم د اونۍ ګرمه موضوع را واخيستل شي، دغه شان په څېړنيزه ليکنه کې بيا دا مساله هېڅکله د تطبيق وړ نه ده؛ ځکه هغه کافي وخت او پوره شواهدو ته اړتيا لري؛ ترڅو د هماغو شواهدو، منطقي استدلالونو او کره اسنادو په وړاندې کولو سره موږ خپله موضوع زباد کړو، ډېر ځله داسې هم شوي، چې په يوې علمي څېړنيزې ليکنې کې بيړه او بې غوري شوې او وړاندې تر دې، چې هغه کره شي ټولنې ته وړاندې شوې او پر ځاى ددې، چې خلکو ته سمه لارښوونه وکړي؛ نو په سم لاس يې کندې ته برابر کړي دي؛ چې وروسته بيا لويديلي خلک له دغې کندې څخه را ايتسل هم پوره رياضت او استدلال غواړي او همدغه لامل دى، چې پر يوې موضوع څو ځلې کار وشي او څو ليکوال پرې کار وکړي، آن که چېرې تاسې د لويو ليکوالو څېړنې ته ځير شوي ياست، ډېر ځله په خپل کړي کار بياځلي نظر کوي او څو څو وارې يې بيا له سره چاپوي او نوې زياتونې او کمونې په کې کوي؛ دا ځکه چې د ادب بېړۍ ټول عمر په حرکت کې وي او د نن ادب او څېړنه د سبا له ادب او څېړنه سره خورا ګورټ توپير لري او ډېر ځله په زړو او ناسمو څېړنو اکتفا کول؛ زموږ څېړنه هم زيانمنوي، چې بېلګې يې د نړۍ په ټولو ژبو کې شته، د ساري په ډول تر اوسه پورې موږ د پښتو ادبياتو په لرغوني پېر کې داسې شاعران درلودل، چې د ګوتو په شمار شعرونه يې راپاتې دي او نور يې د وخت اړو دوړ تالاترغه کړي دي، سره له دې چې د ديوان څخه به يې خبر يو، آن د پښتو ادب لوى شاعر، ليکوال، څېړونکى او اتل خوشحال بابا، چې نه هېرېدونکى څېره ده موږ يې کابو تر دوه سوه او پنځوسو پورې اثارو خبرې اورېدلې دي؛ خو له بده مرغه تر شپاړسو ور اخوا اثار يې نه پيدا شوي او نه چا کتلي، چې دا ټول زموږ په ليکوالۍ کې ژورې ستونزې او ربړې دي، اوس نو که چېرې ځينې څېړونکي څېړنې کوي، ډېر ځله د اټکلونو له مخې مخکې ځي او هغه خبرې را اقتباس کوي، چې په خپله ليکوال يې د خپل ورک شوي اثر او يا د عصر نورو ليکوالو يې په اړه يادونې کړي؛ خو که چېرې هماغه اثر لاس ته راشي او دقيق وکتل شي؛ نو آن د لويو ليکوالو ډېرې خبرې او څېړنې هم ناسمې خېږي؛ ځکه دوى پر اټکلونو بسنه کړې وه او اوس آر حقيقت لاس ته راغلى دى.
پر پورته ربړو سربېره د ليکوالۍ بله ربړه دا ده، چې د ماشوم، ځوان او څېړونکو لپاره ليکوالي هم توپير لري، په دې معنا چې ماشوم ته بايد د ماشوم په ژبه ډېره ساده او خوږه ليکوالي وشي، د ځوان لپاره پر پوهنيزو موضوعګانو سربېره د مسووليتونو د ځير کېدلو خبرې هم وشي او مشرانو ته د څېړنو بلنه ورکړل شي او هغه کارونو ور په ګوته شي، چې د دوى عمر او تجره يې تقاضا کوي.
د ليکوالۍ بله ربړه داده، چې ډېر ځله د يوې خبرې اړتيا وي، چې بايد وويله شي خو حالات به لا نه وي اماده او يا به هم د ليکوال د سر خطر وي؛ نو په داسې حالاتو کې ليکوال اړ دى، چې د طنز په ژبه ځينې خبرې ووايي او خپل مسووليت د ټولنې پر وړاندې ترسره کړي.
پر پورته خبرو او موضوعګانو سربېره ليکوالې ډېرې نورې ربړې هم لري، چې بويه ټولې په پام کې ونيول شي او په جدي توګه مراعت شي.