د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژبې پېژندنه

سيدنظيم سيدي 12.01.2011 21:53

آيا ژبه يوازې د غوښې يوه ټوټه ده، چې يوازې په خوله كې رغړي را رغړي او كه نه كومه بله دنده هم لري؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره د نړۍ د بېلابېلو علومو پوهانو خپل اندونه او ليد لوري څرګند كړي دي، چې موږ به يې تر خپلې وسې له دغو پېژندونو څخه څو ته نغوته وكړو، پوهاند ډاكټر مجاور احمد زيار د ژبې په هكله په خپل معتبر اثر پښتو پښويه كې كښلي دي: "ژبه د غږيزو او اوريزو سمبولونو يو داسې كسبې او اتفاقي سيستم دى، چې د يوې ټولنې وګړي يې يو له بله د پوهولو راپوهولو لپاره پر ژبه راوړي او يو بل ته يې اوروي " . كله چې خپل دغه پېژند بشپړوي؛ نو په دې بسنه نه كوي او ځينې نورې زياتونې هم په كې كوي او وايي، چې ژبه له فكر سره تړاو لري، ژبه په دنده كې ستر رول لري، ژبه د ژوند د هرې چارې مهمه ښكارنده ده او بلاخره ژبه په ټوليزه توګه له چاپېريال سره نېغ په نېغه اړيكه لري.
دا رښتيا خبره ده، چې سيمه او چاپېرچل په يوه ژپه كې ستر رول لري، د افغانستان په ګډون ډېرى هېوادونه شته، چې په يوه ژبه كې يې څو ډوله لهجې وي او كه سړى ورته ښه ځير نشي؛ نو په اسانۍ پرې پوهېدلى هم نشي، چې په پښتو كې يې ښكاره بېلګه د وزيرو لهجه يا ګړدود دى.
له دې وروسته د جرمني ژبې يو مهم كتاب، چې "اين فوهرونګ ان دي شپراخ وېزېنشافت" يا "د ژبپوهنې پېژندنه" نومېږي د ژبې د پېژند په هكله ليكي:"ژبه د انسانانو په منځ كې د خبرو اترو وسيله ده"؛ خو لكه څنګه چې د دغه سترګور ليكوال مطالعه په دې برخه كې ډېره ده؛ نو په همدغه پېژند بسنه نه كوي او د همدغه بحث په وروستيو برخو كې زياتوي، ژبه د يو هېواد له اقتصاد او سياسي حالاتو سره هم اړيكه لري، په دې مانا كله ځينې لغات په كې زياتېږي او كله هم كمېږي، د ساري په ډول يو مهال داسې ول، چې چا د كمونيزم او ماتورياليزم وييونه نه پېژندل؛ خو د سياسي حالاتو د بدلون لا امله دغه لغات هم په ډېرى هېوادونه كې دود شول او يا هم اوس، چې د ازاد بازار په نامه ويى را پيدا شوى دى.
رښتيا هم كه سړى په دغسې لغاتو پسې فلسفي سترګۍ په سترګو كړي؛ نو ډېر داسې وييونه به پيدا كړي، چې زموږ غوږونه تر دې دمخه ورسره نا اشنا وو او د وخت په تېرېدلو او د سياسي حالاتو په بدلون سره اوس زموږ ټولنې ته راغلي دي او كه ژوند و؛ نو همداسې به راځي.
نو د جرمني د ښاغلي ليكوال له خبرو دا زبادېږي، چې ژبه يوازې په همدغه محدوده كې، چې وايي ژبه د پوهولو را پوهولو وسيله ده، نه ده منحصره او خورا لويه مانا لري؛ خو په دې شرط، چې څوك پرې ځانګړى كار وكړي.
د پورته خبرو په پام كې نيولو سره څېړنوال محمدعارف غروال ژبه بيا د ملتونو د ټينګښت او پاېښت وسيله ګڼي او وايي: "ژبه د انسانانو ترمنځ د اړيكو د پياوړتيا او ټينګښت وسيله هم ده او ژبه د يوه قوم د ژوندي ساتلو او په انساني ټولنه كې د يوه مشخص او ځانګړي قوم په توګه د هغه د پاېښت وسيله ده "؛ نو له پورته خبرې سره د ډاكټر مجاور احمد زيار خبره هم سپينېږي، چې ژبه يوازې د پوهولو او راپوهولو وسيله نه ده؛ بلكې د يو قوم د پاېښت لپاره هم ستر رول لري.
د يوه قوم ژبه هغه وخت ژوندۍ پاتې كېږي او وده كوي، چې نوموړي خلك په خپله ژبه خبرې وكړي، كتابونه پرې وليكي او د اقتصاد او سياست ژبه يې كړي؛ ځكه موږ پورته يادونه وكړه، په دې كې شك نشته، چې په هره ژبه تر ټولو زيات رول اقتصاد او سياست لري، چې ښكاره بېلګه يې انګريزي ژبه ده.
په هر حال فرهنګ عميد د ژبې په هكله داسې كښلي: " زفان، زوان، متحرك او د غوښې يوه ټوټه، چې د انسان او ځناور په خولې كې رغړي را رغړي او په وسيله يې له خوراكي توكو څخه پرې خوند اخيستل كېږي او د خوراك پر مهال هم له غاښونو سره مرسته كوي او انسان يې په مرسته خبرې كوي؛ يانې د هر قوم او توكم د خبرو كولو، پرې پوهېدلو او د ګړدود ډول ته هم وايي "
له پورته خبرو څخه ښكاري، چې عميد فرهنګ يې په لومړي سركې په عادي توګه تشريح كوي؛ خو وروسته آرې سكالو ته نغوته كوي؛ خو لكه څنګه چې دلته بحث د ژبپوهنې نه دى؛ نو مسلكي بحث پرې ډېر نه كوي؛ خو په عادي او سرسري محدوده كې هم ځان نه منحصروي.
كه تر دې ور تېر شو او زاهد پښتو_ پښتو سيند پاڼې پسې وګورو؛ نو هغه يې هم داسې را پېژني: " ژبه، زبه، د غوښې هغه ټوټه، چې په خوله كې وي، قول، عهد، لوز، ژبه او لوز، لسان، لينګويچ، كلام، وينا، تكلم، نطق ".
كه پورته پېژند ته لږ غوندې ځير شو؛ نو څه نوي شيان هم په كې تر سترګو كېږي، په دې مانا، چې د لوز، ژمنې، كلام، وينا، تكلم او نطق خبرې په كې زياتې شوي دي. رښتيا هم ژبه كول يا له چا سره لوز كول تر ټولو مهمه خبره ده او كه د لوز يا ژبې كولو بلې او رسمي مانا ته ورشو؛ نو له تړون يا معاهدې سره هم لږو ډېر اړخ لګوي او خبره له دغې محدودې نه وځي؛ يانې له دې څخه جوتېږي، چې ژبه يوازې د خبرو كولو وسيله يا د غوښې يوه ټوټه نه ده، دا سمه ده، چې د فرهنګ عميد او زاهد پښتو پښتو سيند په لومړي سر كې ژبه د غوښې ټوټه معرفي شوې ده؛ خو د پاى له خبرو څخه يې جوتېږي، چې ژبه يوازې د خبرو كولو مانا نه ښندي او يا يوازې د غوښې ټوټه نه ده؛ بلكې خورا ډېرې او هر اړخيزې ماناوې په لمن كې رانغاړي. د دې لپاره، چې د دغې خبرې پخلى مې كړى وي په دې هكله به د المانيانو يا جرمنيانو د ژبپوهانو نظريه تاسې ته وړاندې كړم: المانيان له ژبې سره د ايډيال خبره هم يادوي او وايي، چې ژبه او ايډيال سره لازم او ملزوم دي او نه شلېدونكي اړيكې سره لري، چې دغه خبره وروسته د نړۍ ټولو ژبپوهانو او عالمانو منلي او د تائيد وړ يې ګرځېدلې ده. په دې اړه پام وكړئ د څېړنوال مولاجان تڼيوال د يوې مقالې "د ژبې او ايډيال ترمنځ اړيكه شته او كنه؟" يوې برخې ته: "دا طبعيې خبره ده، چې فكر د خپل فعاليت په نتيجه كې يو څه ټولنې ته وړاندې كړي دي او بشري ټولنې او ولسونه ددې لپاره، چې له يوې خوا د فكري فعاليت توليد وپېژني او له بلې خوا د هغه په كارونې باندې وپوهېږي يوې وسيلې ته اړتيا لري؛ ترڅو وكولاى شي د توليد د پېژندنې او كارونې عمليه په بريالۍ توګه مخ په وړاندې بوځي. تجربو ښودلې هغه وسيله، چې له داسې ستونزو څخه بريالۍ راوتلى شي هغه ژبه ده، اوس چې دا څرګنده شوه، چې ايډيالوژي په حقيقت كې د فكر يو ډول دى؛ نو د پوهانو څېړنو او څرګندونو په استناد ويلاى شو، چې له ژبې سره يې اړيكه نه شلېدونكې ده ".
له پورته پېژند څخه جوتېږي، چې ژبه له ايډيال سره هم اړيكه لري او ايډيال هغه څه دى، چې پر وجود واكمني لري، هر هغه څه چې ايډيال وغواړي د وجود غړي يې ترسره كوي؛ نو داسې جوتېږي، چې ژبه خورا ډېرې ماناوې لري او په حقيقت كې يو لوى سيند دى، چې د يو څو بوكو اوبو په راويستلو سره پرې سيند نه تشېږي او په دې هكله څېړنه او سپړنه د سقراط فلسفه او د هومره حافظه غواړي، چې بويه پرې هر اړخيزې خبرې وشي. موږ تر خپلې وسې له دغه څپاند او بهاند سيند څخه همدومره راواخيستلاى شول.

مينه او درنښت