د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لا يې نه وينم په دين کې غني

سيدنظيم سيدي 16.07.2014 11:48

ای د لېونیانو نیکه لمونځ ښه که مستي ښه ده
حسن جوړېدل ښه دي که حسن پرستي ښه ده
غني خان
ستر فیلسوف، ناقد لیکوال، ځیر شاعر او په خپله وینا يې لیونی شاعر خان غني خان تل لکه څنګه چې په کار و نه دی یاد شوی او نه يې هم شعر د تخیل په هغه ګنډه تلل شوې، چې له ورایه د خان بابا خوشحال خان خټک غوندې نارې ووهي، چې خوله يې راکړه.
پښتانه معمولاً یاغي هغه چا ته وايي، چې د دوی له تقدس سره په ټکر کې وي؛ خو که دقیقه معنا يې را واخلو او سیندونو ته سر ورښکاره کړو؛ نو سیندونه يې په دې معنا را اخلي:»یاغي، ترکي، ص، نه منونکي، سرکښ، طغیان کوونکي، طاغي، چې د خپل مطیع امر نه مني«. "د دهخدا، معین او عمید فرهنګونه".
یعنې پښتون ولس ته تر هرڅه لومړی اسلام او بیا عزت که ساده يې ووایم ناموس خورا ډېر ارزښت لري او هېڅکله د دغه ارزښت د پښو لاندې کول نه شي زغملای که هغه يې له خپله لاسه وي او یا هم له بله لاسه؛ خو د دې خبرې هېرول هم نه دي په کار، چې ډېر ځله د فلسفي او ځیرو مسایلو ځیرل او شنل فلسفي سترګۍ غواړي، چې له بده مرغه زموږ ځینې نیمچه ګروهمنې ډلې ترې کنګالې دي او تر ټولو ډېرې ناروې سورې هم همدوی جوړې کړې دي، چې ښه بېلګه يې غني بابا ته يې متوجه کېدل دي، چې د دوی له لاسه فغان ته رسېدلی.
په دې معنا که غني خان ښکلا ته په فلسفي سترګیو وکتل او هغه يې پر شرقي فرهنګ سربېره پر غربي فرهنګ هم وتراشه؛ نو موږ پسې ایله جاري وکړه او هغه مو نه یوازې یاغي وباله؛ بلکې نور نومونه مو هم پرې ور وتپل، چې د کلام د عفت له امله يې له یادونې څخه ډډه کوم، خو که حقیقت ته ځیرمن شو، نو د شعر یوه معنا بغاوت دی؛ خو ایا بغاوت یوازې د تقدساتو سپکاوی دی او که نورې معنا وې هم لري.
پورته هم یادونه وشوه، چې بغاوت خورا ډېرې معناوې لري، چې لویه معنا يې له خپل آمر یا اولولامر څخه سرغاړوی دی؛ خو چې کله موږ شعري بغاوت یادو، نو بیا خبره یوه څه په ډاګه کېږي، معنا دا هغه خبره مو وکړه، چې ډېرې خولې يې د ویلو جرئت نه لري؛ خو داسې دې نه انګېرل کېږي، چې ګواکې د ټولنې د ارزښتونو مخالفه!
شعري بغاوت دا دی، چې د ګرامر پولې ور ماتې شي، حسن دومره ونازول شي، چې د غلو تر بریده ورسېږي او یا هم د شاعر خبره، چې شاعر په جزبه کې راشي دا ټوله دنیا له خپله یاره ځار کړي، ته وا چې دا يې د پلار ده؛ خو دا کار یوازې غني خان نه دی کړی، له ده وړاندې شاعرانو هم دا مراندې را کاږلي دي، چې د پولاد له زوی را واخله بیا تر صوفي رحمانه پورې يې هر یو په دې نرۍ او تېرې لارې مزل کړې، امیر کروړ وايي:
زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته
په هندو سندو پر تخار او پر کابل نسته
بل په زابل نسته له ما اتل نسته (۱)
دا به ویاړنه وي؛ خو اغراق په کې تر غلو رسېدلی، همداسې خوشحال بابا هم وايي:
زه بوډا خوشحال... له لاسه تنګ یم
خدای خبر چې د ځوانانو به څه حال وي
او یا دا چې:
زه خوشحال کمزوری نه یم، چې به ډار کړم
په ښکاره نارې وهم، چې خوله يې راکړه
خو رحمن بابا، چې صوفي دی او له هغه څخه د صوفیانه شعرونه تمه کېږي هم کله ناکله دا تارونه را کاږي او دغه رباب د زړه په شباب دومره ترنګوي، چې سورې يې ترموږه هم را رسي:
هرمطرب، چې غوږی تاو کا د رباب
په دا تاو کې زما زړه کاندي خراب
چې سامع يې په نغمه په ترانه شم
دېوانه شم ګرېوان څېرې مست خراب (۲)
نو چې رحمن بابا غوندې صوفي سړي ورته ګرېوان څېري، مست و خراب شي حمید به خود ورته له بلې زاويې ګوري او ټینګار به کوي، چې:
په جامه کې د اسلام بت پرستي کړم
خدای دې نه کاندي دا ستر زما مات
حمید مومند
چې خبره دومره سپینه او تر دې ځایه را ورسېده او له واکمنو واخله بیا تر صوفیانو پورې ټول حسن ته د ټینګې نه دي او هر یو يې له خپلو سترګیو ګوري، نو غني بیا ولې ګرم وبولو، ځکه هغه ګرځېدلی انسان دی، نازولی انسان دی او پر پلار منلی انسان دی او چې داسې ده، نو هغه به خود په کې افراط کوي او خود به يې پر شرقي حسن سربېره غربي حسن هم نمانځي؛ خو به دې ټولو کې د الله پر ستاینې سربېره د لیلا ستاینه هم کوي؛ نو که د غني پورته بیت څوک په دې معنا را اخلي، چې ګواکې مستي، طراوت او حسن پرستي په کې ده، دا به له تېروتنې او له غني سره له دښمنۍ پرته بله معنا ونه ښندي؛ خو که له ادبي اړخه ورته ځیرنه کوي؛ نو هرو مرو به وايي، چې دا بیت له دري هاغه بیت سره کټ مټ ورته دی، چې وايي:
خوب رویان را چو دیدي عاشق حسنش مه شو
عکس او در دل نګهدار و عاشق نقاش باش
غني تل د لمرمخو په ننداره کې د لمرمخي د پنځګر یا جوړونکي ستاینه کړې؛ خو بیا هم په فلسفي سترګیو نه دی کتل شوی. له نېکه مرغه ځینې ژور څېړونکي او د غني پلیوني اوس دې تشې ته ځیر شوي او دا هلې ځلې يې پيل کړي، چې غني پر ولسي او عامه وګړو سربېره د دین پر هغو ستنو هم ومني، چې وینا يې ورته له مسخرفاتو پرته بله معنا نه ښندي؛ ځکه غني مین دی، رښتینی، ژور او په خپله وینا يې لیونی، خو دغه مینه يې یوازې تر خپل کلي، کور او قامه پورې محدوده نه ده، چې وايي:
ما لیدلي محلونه د لندن
جینکۍ مستې ازادې ګلبدن
مالیدلي د پېرس ښاپېرۍ ښکلې
په کردار ګفتار خوږې لکه بلبلې
ما لیدلي امریکه کې دي ښارونه
چې وریځو ته يې رسي مکانونه
...
خو چې ووینم زه خپل د خټو کور
رانه هېر شي محلونه ښیسته نور
...
چې خړ مخی ورور پښتون سینې له درشي
درنه هېر به ټول ښایست د بحر و بر شي (۳)
بلکې د خدایه تر جماله هم رسېدلی او په حقیقت کې موخه يې هم د خدای ستاینه او یادونه ده؛ خو په عادي او عامپوهاوي الفاظو نه؛ بلکې د ده په الفاظو، استعارو، کنایو، تشبیو او سېمبولونو.
دا خو ټول منو، چې غني خان تر ریالیستک ډېر سېمبولیک شاعر و او د سېمبولیک شاعر په شعر یا وینا پوهېدل لومړی د سېمبول په الفبې بلدېدل غواړي، دی د خپلې پورته خبرې، یعنې له خدای سره د مینې د زباد په اړه وايي:
مخ د جانان
کله مخ زه پـه قبـله کـړم کلـه کــړم مخ و جـانــان تــه
هیڅ په فرق یې پوه نه شوم ربه! خیر مې کړې ایمان ته
هـغـه ورځ چــه خلق پــیـدا شو دخالـق په تجــلا شـــو
زه وم پروت مخمور مشکوره په سجده مخ دجانـان ته
اوس زما په بـیکســـۍ کې د مســتۍ لمغړې ویـنــې
زه دمځکی قابل نــه وم ولې تـا بـوتــلم اســمــان تــــه
د خــبرو یــې څــوک نــشــته ځان سـره غنې ګو ڼیږې
لــیـونی یـې هـلـه بــولـې چـې یې وګـورې جا نــــان تــه (۴)
نو که خبره مو رانغاړلې وي، غني بابا یو داسې څوک نه دی، چې په دې څو ټکو وپېژندل شي، لا هم پېژندنې او سمې پېژندنې ته اړتیا لري، داسې پېژندنې ته، چې هنر يې له تصوفي او یاغي هندارې وکتل شي، نه له غربي او یا غني دښمنو هندارو.
زما په اند څو چې انسان ژوندی وي، څو چې افغان انسان شتون ولري او څو چې پښتو ژبه ویل کېږي؛ نو غني به یادېږي، غني به نمانځل کېږي او غني به غني کېږي.

اخځليکونه:
۱- محمدهوتک: پټه خزانه، دویم چاپ، کندهار، ۱۳۳۹ لېږدیز لمریز کال، ۳۴ مخ.
۲- د عبدالرحمان بابا کلیات: اوډنه سریزه او ويي پانګه د سرمحقق سیدمحی الدین هاشمي، پېښور، میهن خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۳ لمریز کال، ۷۷ مخ.
۳- محمد اصف صمیم: مست ملنګ(غني خان)، کابل مجله، ۱۳۹۳ لمریز کال، ۳ – ۴ مه ګڼه.
۴- مخ د جانان: د غني خان څو شعرونه، http://www.afghanpoem.com/Pashto انټرنټي پاڼه.