د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپلو نږدې ملګرو او خپلوانو ته ليك ليكل:

سيدنظيم سيدي 10.10.2012 10:34

په ژوند كې ډېر ځله داسې هم پېښېږي، چې يو څوك دې خپلو خپلوانو ته ليك وليكي، د ساري په ډول يو مهال داسې راځي، چې څوك دې خپلې مور، پلار، ورور، خور، مېرمنې او يا اولاد، ښوونكي، ملګري او يا... ته ليك وليكي، چې په حقيقت كې دغه ډول ليكونه ځانګړي يا شخصي ليكونه بلل کېږي؛ خو پر دې سربېره يو شمېر نور ليكونه هم شته، چې هغه د ليكوالو ترمنځ يو بل ته ليكل كېږي او يا هم داسې ليكونه وي، چې په رسمياتو كې په دفترونو كې ليكل كېږي، چې هغه ډېر ځله مكتوبي بڼه خپلوي، چې هغه ځانته ځانګړي چوكاټونه او آرونه لري، چې څنګه بايد پيل شي، څنګه يې منځپانګه وليكل شي او څنګه يې پاى ته ورسوي، چې په دې ځاى كې زموږ موخه له دغه ډول ليكونو او يا كه ساده يې ووايم مكتوبونو څخه نه ده؛ بلكې زموږ آره موخه د ليكوالو ترمنځ يو بل ته ليك ليكل او لېږل دي. كه څه هم د ادبپوهان او د ادب د تيورۍ پلويان په دې اند دي، چې دغه ډول ليكونه هم ځانګړي چوكاټونه لري او په ادبياتو كې د ادبي ليكونو په ژانر يا صنف كې مطالعه يا ډلبندي كېږي؛ خو د يو شمېر بهرنيو ليكوالو په اند، چې په سر كې يې ايرانى ليكوال احمد سميعي ګيلاني ځاى لري بيا دغه خبره دومره ډېره علمي او پر ځاى نه بولي؛ بلكې هغوى پر دې ټينګار كوي، كله چې ليكوال خپلو ليكوالو ملګرو يا همسيالو ته ليك ليكي؛ نو له هېڅ ډول تكلف يا چوكاټ څخه دې په كې كار نه اخلي او هر هغه څه يې، چې په ذهن كې تېرېږي او يا ورته خوند وركوي، همغه دې ورته وليكي، ځكه عادي خبرې طبيعي او بې تكلفه وي، چې په كې يو ډول خاص هنر او خوند پروت وي او كه چېرې داسې نه شي او ليكوال د ديواني شاعرانو په څېر ځان يوې قاعدې او چوكاټ پورې تړلى وبولي؛ نو ټول هغه هنر، چې د ده په قلم، ذهن او ليكوالۍ كې شته هغه د دغو محدوديتونو او چوكاټونو قرباني كېږي؛ نو په كار ده، چې د ادبي ليكونو ټولې اجزاوې يا برخې له تصنع او محدوديت څخه پرانيستې او خپلواكې وي. د ساري په ډول ډېر ځله كه تاسې ځير شوي ياست، هغه كسان چې د چوكاټونو او آرونو ډېر خيال ساتي؛ نو ليكونه يې هم يو ډول تشريفاتي او بې خونده وي، لكه: خپل سلامونه او درناوي، ډېر قدرمن دوست او... ته په نېك ساعت كې وړاندې كوم، خداىﷻ دې وكړي، چې تر دې دمه صحت او عافيت ولرئ، وروسته له سلام څخه....
خو هغه ملګري، چې د دغه چوكاټونو خيال دومره نه ساتي هغوى بيا په ډېرې مېړانې سره ليكي: چې شپه له نيمې اوښتې وه او زه د خپل فكر په سوچونو او خيالونو كې ډوب وم، ناڅاپه مې ستا يادونه را په زړه شول، هغه خوږې او نه هيرېدونكې شېبې را په ياد شوې، چې ما او تا به سره... نو په همدې شېبه كې مې هوډ وكړ، چې تا ته ليك وليكم او څو شېبې درسره د زړه خواله وكړم، د همدغې هوډ پر بنسټ مې قلم او كاغد را واخيستل او څو داسې بې معنا خو لېونۍ كلمې مې درته وليكلې...
اوس كه چېرې لومړۍ خبرې، چې د آرونو پر بنسټ ليكل شوي او وروستۍ خبرې، چې د ليكوال بشپړه خپلواكي او بغاوت په كې ځاى شوى دى سره پرتله كړو، لوستونكى سم له واره د هنري او بې هنره كلمو توپير كوي او كه موږ يې هرڅومره ذهن چوكاټ لرونكو كلمو ته واړو بيا يې هم په ناڅاپي توګه د زړه مراندې همدغو خپلواكو كلمو پر خوا لېوالتيا ښيي او زموږ خبرې ورته يو ډول له ملنډو او... څخه ډكې ښكاري.
خو د دې ټولوخبرو په پام كې نيولو سره د دې خبرو معنا دا هم نه ده، چې ګواكې ليكوال دې دومره خپلواكي ولري، چې آن په ځانګړو ليكنو كې له دومره افراط يا زوږ څخه كار واخلي، چې مخاطب لورى له ځان څخه ناراضه او خپه كړي او په خپل ليك كې داسې لحن وكاروي، چې هغه د يو ليكوال يا اديب له شان سره ونه ښايي. دا سمه ده، چې ليكوال د خپل هنر د ځلونې او برسره كونې لپاره خپلواكي لري؛ خو دغه خپلواكي هم بايد د ټولو انساني او ادبي چوكاټونو په محدوده كې وي. ډېر ځله داسې هم شوي، چې موږ ته كومه ستونزه را پېښه شوې او د همدغې ستونزې له اغېزمنتيا څخه مو داسې يوه زهرجنه او ترخه ليكنه يا ليك ليكلى وي، چې هډو پوښتنه يې مه كوه؛ نو په داسې حالاتو كې د ليكوالۍ د آرونو له مخې د ليكوال دنده دا ده، چې دغه ليك چا ته ونه لېږي او څو ورځې يې همداسې پر خپل حالت پرېږدي او كله يې، چې د غوسې اور مړ شي؛ نو هغه دې له سره وګوري او بيا دې پرې خپله قضاوت وكړي، ښايي داسې وخت راشي، چې په خپله يې وڅيري او له نه لېږلو څخه يې خوشحاله وي او پر ځاى يې داسې ليك وليكي، چې په هغې كې د همدغې ليك ترخې خبرې ورته په زړه پورې خاطره او يا طنز شي او د همدغه ليك په وسيله خپل ملګري يا سيال ته خوښي ور په برخه كړي او كه چېرې داسې ونه شي؛ نو يو وخت به داسې راشي، چې د نوموړي ليكوال همدغه خبرې، چې د غوسې پر مهال يې له خولې وتلي او يا يې د قلم په وسيله ليكلي د هغه د اخلاقو يو ښه مستند سند شي او په ټولنه كې يې ټول هغه اعتبار او حيثيت، چې په ډېرې ستونزې يې ګټلى دى له لاسه وركړي.
يو شمېر ادب څېړونكي د ليك په ليكلو كې په دې خبره هم ډېر ټينګار كوي، چې كه چېرې هم د كوم ملګري يا ليكوال له خوا تاسې ته كوم ليك در استول كېږي او ډېرې ځانګړې يا شخصي خبرې په كې نه وي؛ نو هڅه وكړئ، چې هغه له ځان سره پر ساتلو سربېره سم له واره په كومه چاپي خپرونه كې خپره كړئ، چې نور خلك يې هم ولولي او په دې توګه ترې ليكوال نوې خبرې زده كړي او مينه وال يې پرې خپله تنده ماته كړي؛ ځكه هغه نو اوس د دوو كسانو شخصي مال نه دى؛ بلكې د ټولنې مال دى، چې د دوى په وسيله ځليدلى او ټولنه يې منوره كړې ده، چې په پښتو كې يې ښې بېلګې د ارواښاد استاد الفت او استاد بختاني، حمزه بابا او استاد صميم، ارواښاد ملنګ جان او استاد بختانى او يا... دي. د دې لپاره، چې ټولنې ته مو سمه لارښوونه كړې وي، په كار ده، چې د ټولو مشرانو ليكوالو او استادانو هغه ليكونه، چې د ژوند پر مهال يې موږ ته رالېږلي له ځان سره خوندي او د خپلې هنري پانګې د غځونې په موخه ترې ګټنه وكړو.