د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بزرګان که ماشومان؟!

محمود نظري 06.08.2012 17:32

طنز
زموږ بزرګان داسې دي لکه د بهر ماشومان
هر خراب کار چې وکړي ملامت دي لویان
درته کوم دماشومانو او نویو ځوانانو کیسه
دولتي آزاديو هغوی بې ادب کړي دي پوره

طنز

 

زموږ بزرګان داسې دي لکه د بهر ماشومان

هر خراب کار چې وکړي ملامت دي لویان

درته کوم دماشومانو او نویو ځوانانو کیسه

دولتي آزاديو هغوی بې ادب کړي دي پوره

دلته ماشوم حق لري بندي کړي خپل پلار

دهغه خبره تر پلاره دولت ته لري ډیر اعتبار
پلار حق نه لري ان هغه ووهي په چپلاخه
شاید دا سي د ماشوم تر اخیستلو فراخه
دلته دماشومانو سره دي اوبه غلبیول
دوالدینو کار دی تل د اولاد رضا حاصلول
په مکتب کې ښوونکی له ماشوم کوي پوښتنې
چا خو نه يې وهلئ یا یې درته کړې ښکنځلې
چې په خپل اولاد د غوسې پورته کړې سوک
د کار غوټه به خلاصوي ناچاره په موک
دلته که غو اړې خپل خر له خټو وباسې
په ماشومانو به غرض نه لرې شاباسې
کوم ماشوم ته څه ویل او پر پورته کول لاس
د بندي خانې ته دسیده تګ دی پاس

***
دځان په ګټه قانو ن پوه دي نوي ځوانان
چې سره یوځای سي ترې جوړسي شرمښان
په کوڅه کې دلته څوک له سپو نه ویریږي
لوند خیشت سي چې د هلکانو تر څنګه تیریږي
د حیا تڼی نه لري ددي ځای جوني هلکان
مشران لاره کږوي چی وویني دلته ځوانان
یو هلک په باسیکل خوږ کړه زما ملا
زما په ځای هغه ملا ونیوله سو په الا الا
د خلکو په بدو بدو کتو مي کړې دوې پور
د نور شر له لاسه په منډه ولاړم تر کور
میرمني مې ویل ولي رنګ الوتی یې وارختا
متل دی چې وتښتله چې نه تښتي بې حیا
***
دلته ماشومان نه دي ناخبره سترګې پټي
په هر شي پوهیږي هغه مه بوله هلکوټي
مه غولیږه د ماشومانو په ورځ کراره
که څه د هر شي لیدو ته یې سي خوله غراره
مه غولیږه دهغه په کوم کار د مشغولا
اخته وي هر غوږ یې په تا کې وي جلا جلا
***
در ته کوم د یوماشوم یوه بله کیسه
چې تر ټوله ده ډیره خوږه او دلچسپه
رخصتي وه دلته د دوبي د ماشومانو
په کور کې روز نلره له هغو مشرانو
یو ګډوال چې په یوه کوټه کې اوسیده
دخپل ماشوم دلاسه و کفته او زده زده
یو ه کوټه فلات یې لره یوه برنډه
مور یې هغه ویسته برنډې ته په پلمه
دبرنډې دروازه یې کړله له دننه تمبه
کش یې کړله له دننه د کرکۍ پرده
ماشوم ته یې ویل راکوه د بهر راپور
څوک پياده ځي څوک دی سپور
که تر سره کړې تر یوه ساعته دا دنده
نوی ګیم درانیسم دا ده زما وعده
ماشو م په خوشالۍ پیل کړ راپور
دننه یې هګۍ جنګولې پلار اومور
هلک ویل هغه دی راغئ یو سور بس
هغه دی ډاګي لیکونه اچوي په هر آدرس
هغه دی راغئ یو سپین ږیرۍ بوډا سړی
ورسره ده یوه انجلۍ تر شا یې دی سپی
وریځ ده تالنده ده شړکنده باران دی
یو سړی چتري په سر په راسته روان دی
هغه دی د جان مور اوپلار کوي مینه
یوبل یې لوچ په غیږ کې نیولي یخوي ینه
مور یې ویل ته هغوی وینې په حیراني
ماشوم ورته ویل یا په ډیره شیطني
احمد هم په برنډه کې ولاړ دی لکه ما
هغه هم مور ته راپور ورکوي هرسبا
***
زموږرسنۍ که څه دي ماشومان د آزادي
په برنډه ولاړ ارګ ته کوي خوشامندي
پوهیږي چې له پردې تر شا څه تیریږي
راپورونه خپروي هغه چې په سړک تیریږي
کاشکې یو په برنډه ولاړ ورکړي ولس ته راپور
دبزرګانو کورنیو په سیالۍ فساد کړئ خپور
اصلي د کج غیږې پهلواني ده دلته دفساد
دلته په دوربین کې نه مالومیږي یوساد
دغولولولپاره د فرمان کاغذ باد پورته کیږي
ژر یې ښیښې تار یاتوند باد تار شکوي آزادیږي
د ارګ نوی فرمان وایي اوبه د لاندې خړيږي
و اړه را ګیروئ غټان په ارګ کې اوسیږي
***
دلته هیڅ څوک دکار غوټه نه خلاصوي
بله غوټه وراچوي په هغه کې خپله کوي
زموږ بزرګان سوي لکه ماشومان بهرني
هر شی خریړی کړي بیا د الا الا نارې وهي

اوبه ور سره غلبېلول( دشریر کس سره ګذران کول) ،د کاره غوټه خلاصول ( مشکل حلول)،
خپله پکې کول (خپل مقصد حاصلول)،خپل خر د خټو پورې ایستل ( خپله کار اجرا کول)،
خرېړی کول (خرابول)، ساد ( ایمانداره)، موک ( رشوت)