د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تورچپنې ډاکټران

محمود نظري 10.11.2012 17:33

طنز***
زه ناروغ کړم دکابل ښې اب اودانه سرچپه
ورغلم ډاکټر ته ، هغه اغوستې وه چپنه سر چپه
ما ویل ډاکټره !هله معدې لاره کړه غلطه
ساتيسکوپ زما جیب ته ونیوی هغه سر چپه
ساتیسکوپ یې په غوږ کې نه و ،ویل سا باسه
بیا یې زما پر کولمو کېښول هغه سرچپه
ویل یې ښه دی چې راغلې ماته په وخت
دا ناروغي سړی خوړینوي له دننه سر چپه
ول خوله خلاصه کړه چې زه وګورم هلته دننه
یووار یې راسته پټه کړه بیا سترګه چپه سرچپه
په ما یې ویستلې د غویي یو څو ړمباړې
ول عجبه ! ته لا ژوندی یې تر اوسه سرچپه
په درملو به دي د نس طالبان بمبارد کړم
رایې کړه لیکل سوې تیاره نسخه سرچپه
ویل یې له دغه درملتون رانیسه ټوله دوا
نور زما خط نسوای ویلای راسته څه سرچپه
دهغې نسخې خط و یرغلیف که میخي
رښتیا یوازې هغه درمل والا ولوسته سر چپه
ډاکټرویل دا وینې ګولۍ دي د لوړفشار
دا امیبان کښینوي د ماتم په ویرانه سر چپه
دابرګې ګولۍ د اعصابو د آرامیدو دي
چی د نسخې د پیسو په لیدونسې را چپه سرچپه
دا به دې اشتها خلاصه کړې لکه د مقاومتیانو
دا وړې ګولۍبه دي فشار کړي کښته سرچپه
دا کپسول دي د نس ناسته لا نری پری کوي
د قوت شربت به دي قوي کړي بدنه سر چپه
دا پوډر دقی ددریدو لپاره دي ا کسیر
داانتي بایوتیک به د ټولو بلاوکړې سوبه سرچپه
دا شربت د نسل د خوږ دي لکه جوشانده
داکلسیم سندوز به د ي واړوي تنه بوکه سر چپه
هغه وخت یې عزرایل راباندې ولیدپه رښتیا
چې دګلوکوزو سیروم یې بند کړ راته سر چپه
ما شکره لرله درنه مې سوه دشکرې پله
راباندې راتله هره شیبه د مړینې چپه سر چپه
ورته ویل مې زه لرم شکره ووایه ډاکټر ته
نرس ویل ته پوهیږې که ډاکټر په غوسه سرچپه
له بستره وغورځیدم د غاو جنډه مې کړه پورته
نورو ناروغانو زه په چپرکټ وتړمه سر چپه
هغوچیغې وهلې دی تښتي ما ورته رډ رډ کتله
ډاکټرپه یوه چپلاغه زماکړه ماغزه سر چپه
ددوا پيسې یې سوې دیو مامورګی تنخا
چې له هغوخلاص سوم سوم په سجده سر چپه
ددې درملو له خوړولو سوم چور لیونی
سهار فشار کښته ماښام پورته سر چپه
د لور فشار ګولۍ به فشار کړ دومره کښته
کښته فشار به مېچنه راباندې ګرځوله سرچپه
د قوت د شربت د قتۍد اتل انځور کړم رومانتیک
ما ویل زه بل واده وکړم ددې شربتو په قوه سر چپه
د قوت شربتو کړم داسې ډنګر لکه د تیلفون خاده
کالي او سدرۍ راباندی ډیره سوه غټه سرچپه
په نس کې مې ښوریده ښاماران او ماران
دې درملو هغه پیدا اومست کړه سر چپه
یو دوست می چې و پوه متقاعد ډاکټر
هغه ددوا قطۍ کړه پورته کښته سرچپه
ویل ددې نیمودرملو تاریخ ډیر دی تیر
نه پيژنم د نورو کمپنیو نومونه سر چپه
دا وطن د دنیا دوخت تیرو درملومر کزسوی
ډیر درمل جوړیږي د تجارانو په بلنه سر چپه
ګران مواد یې ورکم کړي او فیلر یې ور زیات
بیا یې لس چنده لوړ پلوري دلته سرچپه
یو ښوونکی چې زما پوښتنې ته و راغلی
ویل بزرګان دجذام په ناروغی دی اخته سر چپه
ان د امریکا د میلونونو ډالرو د درملو خوړل
لا جوړنه کړ ه د اردو افسران پښه چپه سرچپه
پخوا مو درلوده د هوخست یوه فابریکه
غلو د هغه د بیا جوړولو ته نیولې لاره سر چپه
یو بل دوست مې چې و چو لر مامور رېږیده
له ویرې یې ویل دیموکراسي ده دلته سر چپه
یوازې ډاکټران نه ټوله ولس ته ایږدي لینګته
ځنګل دی هر یو رهي دی په یوه تړه سر چپه
ما ویل خدای مو دداسې شخصي کلینکه ساته
ناروغ پوستولو ته ځړوي لکه پسه سر چپه
خدای ته مالوم چې ډاکټران دي که قصابان
د هر بیمار په جیب پوهیږي له نبضه سر چپه
پخوا په لیاقت وه ډاکټر کیدل نه په پیسه
اوس طبابت سوي تجارت بې زیانه سر چپه
خور مې را کړه یو اورغوی دماشومانو کپه
هغه تیاره دنیا راته کړه روښانه سر چپه
***
پام د اوس ډاکټران جیبونه تشوي وروره
کیسه بر ترې ښه دی حلالوي دي نه سرچپه
ډاکټران سوي دي د قصابانو په اتحادیه کي
ځکه مال پو کوي له پوستولو لپاره سر چپه
ددې ډاکټرانو یو کار ښه دی تر ګنکپو
پرې کوي له بیمار سره د راغلو جیبونه سر چپه
دا ډاکټران ماهر سوي په تجارت کې دومره
په ناورغي پوهیږي بیله کومي معاینه سرچپه
وخت نه لري چې وپو ښتي دناروغ له حاله
مخکې یې ورته ډکه کړې ده نسخه سرچپه
دولتي روغتون بیا څوک نه مني بې واسطه
یا داچې پکول واغوندې ورته سر چپه
ما ویل خدای دی نه ناروغ وي دا افغانان
زما کولمې یې کړ ې دډاکټریوه نسخه سر چپه
چې زما دا حال و د هغو به احوال وي څه
یو ساده قي زما نس او جیبونه کړه سرچپه
خود به خلک ځي پاکستان او هندوستان ته
درمل او سیل په لږ لګښت کیږي تر هغه سرچپه
ولي له نویو ډاکټرانو کوې ګیلې مانې «نظري»
هغوی ديپلوم نه په زیار اخلي په پیسه سر چپه

[چپه پر راتلل ] ناروغي راتلل ؛ [پر چپه لار تلل ] غلطي او خیانت کول ؛ [ چپه لار نیول ] خیانت کول ؛ [چپه پښه اخیستل ]نا مناسب اقدام کول؛.[چپه مېچنی په ګرځول]شکنجه اوپه عذابول ؛[ چپه پاتا] بد سړی د کلی شړل .