د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دواده کارت که د سینما ټکټ

محمود نظري 25.01.2013 20:11

میلمانه راتله . یو څو تنه نابلده ځوانانو ته مې هغه بل سالون وښووئ ، خو هغه ژر بیرته راغله، ما ته یې ویل :
موږ د نظری د زوی واده ته خبر یو!
ما له روغبړ وروسته ترې وپوښتل :
ومه نه پيژندلاست ؟
یو ځوان چې وېښتانو یې آسمان ته سلامي کړې وه په ماته ژبه را ته ویل :
زه د ګل اغا زوی یم ، پلار مي بل واده ته خبر و، ماته یې کارت راکړ چې له انډیوالانو سره دلته راسم چې ته خوابدې نسې . دا ارمان ، دا مارک، داهمدا، دابسیمیر زما د کالج هم صنفیان دي .
سر مي پرله وګرځیدی.
بیا یوه ښځه د یوټولۍ ماشومانو سره راغله، له هغو څخه مې وپو ښتل :
پلار مو څه سو؟
یو ماشوم ویل: پلار مې ویل زه نه ځم زما پر ځای دا کوشنیان بوځه چې سات یې تیر سي خواران هیڅ چیري نه ځي.
ما د هغو په لیدورته وویل : نام خدا !
هغې راته وویل : دوه ماشومان دیو لوی پر ځای دي او تر پېنځه کاله کوشني خو هر چیري فرې دي .
په تندي مې نری خولې راماتې سوې.
یو بل چې بلکل په اصطلاح رګ یې راسره برابر نه وو، نشه راغی ماته یې ویل :
طرف مه چپ چپ سیل نکو!
ما را کیبورد والا فامیلي دعوت کرده .
په سترګومې توره شپه سوه.
دیو بل دوست سره چې څلور نابلده ورپسې وه روغبړ وکړ :
ما ترې وپوښتل : میرمن دی نه ده راغلې؟
هغه راته ویل : د هغې پر ځای مې دا میلمانه راوستل.
پر سترګو مې پیروی را واوښتی.
زه ګنګس سوم ، سالون ته راغلم، سندر غاړي ته مې و ویل :
ولي سندرې نه وایې، اووه نیمي بجې سوې.
هغه ځان پورته پورته کویاو راته یې ویل :
ته وه چې میلمانه خوسالون ته تشریف راوړي .
هغه میلمانه چې بهر ولاړ وه هغو ته مې ویل :
راځئ سالون ته تشریف راوړئ!
یو راته ویل : و ده چې سندرې پیل سي .
په سترګو مې توره پرده راغله .
ددې لپاره چې ډوډۍ سمه توزیع سي دډوډۍکنترول ته ودریدم .
دډوډۍ په کتار کې څو تنو دوه دوه غابونه اخیستې وه،ما چې ویل د سپین ږیرو لپاره یې وړي خو نه دمیز انډیولانو ته يې ځان ښکاره کاوه ،یو یو لا هر کتغ او سلاته اومنتو په جلا جلا غابو کې میز ته وړل ، د هغو په لیدو مې د جیب په نس درد سو.
دسالون منځ ته ورغلم څو خلک ولاړ وه له هغو څخه وپوښتل:
ولی نه کښینئ؟
هغو راته وویل :
چیرې کښېنو؟
پر ډیرو خالی څوکیو چا کوم شی ایښی و ،چا دماشومانو ګاډۍ پرایښي وي او چا خپل کوټونه پر ځړولې وه،ان چا پټوان پر ا چولې وه ...
هغو ته ورنژدې سوم خوږغ مې ډیر نری سو له خولې نه راوتی .
نو هوټلي ته مې وویل :
یو بل میز راوړه.
هغه په بوټی راوتلو سترګو راته وکتله، چې یاني کش
ضعف راباندې راغی ، د یوه زړه راباندې وسو، خپل پټو يې له څوکۍ څخه ایسته کړه او زه یې پر کښېنولم او په دستمال یې پیک راباندی واهه او ویل یې :
خیر دی دا په هر چا راځي حوصله وکړه خدای به برکت درکړي .
یو څو تنه د کار په کالو کې راغله او ما ته يې چې نیم حاله وم په انګریزي ویل: موږ ته اوس د ماما غفور زوی تیلفون وکړ، چې دواده کارت ضایع کیږي موږنه ځو ، که څوک په کارخانه کې بیکاره دي واده ته دي ولاړ سي، چې نظری کاکا خپله نسي ، نو موږ له کاره راساً دلته راغلو.
پر سترګو مې پیریان راغله.
له زوم سره په میزو ګرځیدم د یو کورنۍ ټوله ټبر راغلی و څلور میزه یې نیولې وه
له ځان سره یې خپلې لوڼي او د هغو ټوله خسر ګڼی هم راوستلې وه. هغې ویل دا ټوله زما کورنۍ ده .
په سترګو مې توره دربله سوه .
له ځان سره ویل : اې خدایه ! دا خلک کورنۍ او ټبر هم نه سره پيژني .
یو څو هلکان چې نشه وه ،ما له هغو څخه وپوښتل له کومي خوا یاست ؟
هغو ویل: موږ د سالون والا له خوایو.
پر سترګو مې پیروی راواوښتی. او پټه خوله کښېنستم.
یو دوست له اړخ ونیولم او راته يې ویل :پر ځان یې تېروه.دا دوران پر هر واده والا دی
او په ترنم یې زما په غوږ کې ویل :
یاره ځان سمبال کړه پر ځان یې مه ډیره
ددوه غابه دوستانو مه کړه ګېله ګوڅه
زموږ دپوه دوستانو نازول دی غزول
اوس ته په حوصله اوره د هغو ګیله مانه
په دې وخت کې یو بل ته ویل :
موږ ته چا منتو رانه وړ
بل ویل : وچه ډوډی یې سوځلی وه...
سترګې مې پر سر ودرېدلې .
***
د چوکو سترګو جنګ

په واده کې لیدل کیږي هر ډولې سترګې
له زمری نیولي د موږک او پیشې سترګې
د واده والا خوله چینګه په زړه الله الله وي
میلمه ته ښه راغلاست وایي په عزتې سترګې
یو له بله پوښتي د ناوي لخوادی که له زومه
چې وویني هریو ډیرې سپخېدلې سترګې
هغو چې راوستي دي له حساب او کتابه ډیر
هر چا ته مالومیږي دهغوی ګونګې سترګې
هغه چې په مبایل اخلي د جنو عکسونه
لري یو څه له نصابه زیات چوغې سترګې
هغه چې چوکۍ یې نیولې دوې او درې
دهغه دموروي ډیري د پیشې سترګې
هغه چې بې ځایه غابونه راوړي میزو ته
له نیکه اوپلاره لري زړه خوږې سترګې
هغه والدین چې سر نه ګرځوې په اولادو
هغوی لري مورزاده دغويي سترګې
د هر غاب او څوکۍ او میز په ډیریدو
له واره سي د واده والا چپکې سترګې
هغه چې خبر کړي دي هغوی درېیم ګروپ
دهغو په لیدود واده والاسي چوغې سترګې
هوتلي چې ستا په کچه ډوډۍ پخه کړې ده
په هر اضافي غا ب یې سي دلرګي سترګې
نشه سندر غاړي ته چې هرڅه ووایې هنرمند
اخیر دلاک درښیي خپلی کونې سترګې
یارانو واده د سترګو جنګولو مینا با زار دی
نبض لوړیږي په لیدو دهرفلمي سترګې
ځان یو غوړپ کوي ټول لطیف جنسونه
د یار لپاره دي د هغه شپې کجلې سترګې
جنو دسترګو لو مې ایښي دي ځوانانوته
دپړانګ، بیزو ، دچابلغمي لینزې سترګې
دساټو باټوښځو مړونه انتظار کوي د شپې
چې کله به ځان موړ کړي په خمارې سترګې
بده ښځه که هر څو وي دلوی سړي میرمن
یو وار اړوی هر چا ته خپلې کانټکتې سترګې
که غواړې ووینې په واده کې خپلې سترګې
غټي ونیسئ په اینه مصف کې تنګې سترګې
خدایه هر افغان ته ډیري ښادۍ ورکړې
چې میلمانه یې بې اینکو نه کړي کړغې سترګې
د دوست واده و نه بولې دوست دغوا لنګون
په سپین سترګو راسته کړې توپکې سترګې
له نشې څخه وکړئ سترګه اي دوستانو
چې د ښځو په ګریوانه مو نسي سرې سترګې
چې خبر وي هغه دي راسې واده ته په عزت
چې واده والا درته ښکاره نکړې برګې سترګې
د واده سالون، سینما نه ده زما ګرانه وروره
دا اسره مه بوله یاره په چکمکې سترګې
هغه چې زیات راولي وایي کوم دود و بایده
مخ پيټک یې شل وي په نه تخېدلې سترګې
لاس مه سره ورکوئ یارانو د زوم پرضد
پښې پسې ور اخيستل کار دی دټیټې سترګې
دزوم له سترګو څخه خاشه اخلئ یارانو
په واده کې نسې ستاهم عیني غیني سترګې
بدنیته سړی که هر څو وي ستا دوست
هرومرو درپسې لغړوی ډیم فولې سترګې
نظري دومره دي سترګې سترګې یادي کړې
کاشکې نه وای په دنیا کې فریبې سترګې
[ سترګه کول ] شرم کول ، [ سترګی تخېدل ] شرم او حیاپر چا غالبیدل، [ سترګی پر سر درېدل ] قهر و غضب کیدل،[سترګی سپخېدل ] څیری کیدل، [ خوله ایله کول ]بد ویل،[ له سترګو څخه خاشه اخیستل ] دلسوزی ، [پر اسره پیښېدل] غنیمت و مفت شی ګنل.
کړغ سترګی ( کمزوری سترګې)،ټیغ سترګې ( سترګی بوتی راوتلی )، ، چوغی سترګی ( وړی ستر ګې)، چوکی ستر ګی ( یوه غټه بله وړه )