د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ددې ویدو لیدو ته حاجت نسته

محمود نظري 21.12.2012 17:48

پيسو میرګي نیولي دي ددې نظام کارمندان
دلته بیا دچور لپاره بل بیمه ګر ته حاجت نسته
چې په اختر کې یو لمونځ د ریا وکړي موږ شیخ
وایي دلته تر کاله بل سجده ګر ته حاجت نسته
ټوله ورځ د خپل جیب په غم اخته دي دا سودايان
بیله دې غوړو خولیو بل پيداګر ته حاجت نسته
نامسلکان ځي دکاله یو وار حج او عمرې ته
دا علمي درجې یې بس دي کسبګر ته حاجت نسته
څومره ثواب یې چې ګټلی دی د وژلو په جهاد کې
بس یې دی د جنت بل اشغالګر ته حاجت نسته
وايي یو سړي په ډیر عجز اوادب کوی لمونځ
یوویل داپير بس دی بل لنګر ته حا جت نسته
هغه ژر لمونځ لنډکړ و یې ګر ځوه چسپ سلام
ول روژه مي هم ده بل دعا ګر ته حاجت نسته
مشران بوخت دي لکه ټپوسان په مرداروغوښو
نس یې دوږخ سوی بل وریت ګر ته حاجت نسته
غټ هډوکي تیروي هر یو دبل خروړي له قسته
هغه یې خپله څیري بل ترهه ګر ته حاجت نسته
ددې وطن په نصیب کې نسته د ژمي روښانه شپه
الیکینونه ډیر دي دبر ق جلوه ګر ته حاجت نسته
ټوله موټران لري دولتي یا شخصي لنډکروزري
دملی بس دګاډۍ لپاره تیله ګر ته حاجت نسته
د مشرانو دوجدان هارد ویر ټوله ویرس خوړلی
دفساد دسافت ویر بل رفوګر ته حاجت نسته
ټول بوس بادو په سوچ کې د سبا دمقام دي
دنن ورځي د کار لپاره تابوت ګر ته حاجت نسته
دیموکراسي ده هرڅه چې داغله مشران کوي
دلته مشر ، شورا اوبل قضاګر ته حاجت نسته
د ښارو په مرکزو کې کله کله سته ښه امنیت
دکلیو په هکله هیڅ تشویشګر ته حاجت نسته
ددې وطن ریل به کله په سمه پټي برابریږي
چې دسمې پټی د جوړولو چارګر ته حاجت نسته
په دې وطن کې اوبا ټینګه خوله د ه لګولې
بیا بل طبیب خر معامله ګر ته حاجت نسته
تور مخی پلار کله د زوی په صفت سپينیږي
چی له غاړې یې اوبه ښکار ي رامشتګر ته حاجت نسته
په دې بر کې ډیرو په سراب کې بیړۍ وچلولې
نور بل کوڼ او رونډ ویشګر ته حاجت نسته
چې د یوه کاشین له بامه راشوه کړي باد په درب
بیا موچنې په پښو ور اسلول ګر ته حاجت نسته
دا وطن تر پزې رسیدلی له فساداوخیانته
دلته د دې حالت بل بیمه ګر ته حاجت نسته
ټولوځان کوڼ اچولی په دې ټولو ناخوالو
دا دولت دی اصلي بل ترهه ګر ته حاجت نسته
دسیاست جوار دفساد له اوره سوخړه پوخړه سو
نسته امید د خوړو یې بل چلګر ته حاجت نسته
دا بیزو، کاسه او لښته نوره زړه سوې ده یارانو
بیا بل دامیر کډو د وخت بیزو ګر ته حاجت نسته
مږې خوري ددې وطن څرمنه له دواړو ژیو
دلته نوردپاک ایران بل ناڅګر ته حاجت نسته
نوره بس کړئ دنیا والو موږ ته کوله مه باسئ
ددیموکرات په نامه بل اوبالګر ته حاجت نسته
ځان د اوله ایستلو په خبرو په ولس مه ګرانوه
دلته نورتا غوندې بل پتنه ګر ته حاجت نسته
هم ځان خوړي هم ځان کوڼ اچوي هنرمنده
ولس پوهیږي چې دلته بل چلیګر ته حاجت نسته
وسپنه د زرګر په چکش کله اورایږي
دزرو لپاره دلته بل اهنګر ته حاجت نسته
د وطن ټوله غله دي واکمنان کړل دځان په ګټه
ټول وطن ستا ثنا وایي بل اګر ته حاجت نسته
دا ماران او غونډلان نه ورکیږي په نورومارانو
د موسی لکړه غواړې بل جادوګر ته حاجت نسته
دولت خپله هر چیري بې ګناه خلک وژنې
دداسې نظام دریا خواله ګر ته حاجت نسته
وګورئ دارګمشر د باډیګاردانود ناتار ویدو
همدایوه نمونه بس ده بل تولګر ته حاجت نسته
ددې بې ګناه شهیدانو دمیندو سوي نارې
درته بس دي بله سزا دخنګر ته حاجت نسته
کنایې اووییونه :
[ ځان خوړل ] غمجن کیدل ، [ ځان کوڼ اچول ] ځان ناګاره اچول، [ ځان له اوله ایستل] لکه لیونی خبرې کول
اګر- غلام او رذیل،چیلګر- چمباز،کچګر- اندازه کوونکی، اوبالګر( ګناهکار) ،لولنګر( عیاش)، خنګر ( بدی و شرارت)