د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمود نظري

01.02.2016 10:54    |   محمود نظري قابیل زموږ حاکم سو

طنز محمود نظري چی د پوه سړې مرستیال سي قاتل د غلو په زور پازوال سي نا قابل په هیواد کې ته څنګه عدالت راولي چې هابیل مړ سي واکمن سی قابیل

24.01.2014 13:31    |   پوهنمل محمود نظري په لندن کې دالحاج ډاکټر محمد امین نظری دفاتحی خبرتیا

ښوونیار عبدالصمد نظري ،پوهنمل عبدالواحد نظري، پوهنمل محمود نظري اوانجینر مسعود نظري زا من،انجینر یما نظری اوکنیشکا نظري لمسیان، حاجي عصمت الله اخښی ،رحمت الله (زړګی )اوعطا جان د خوښینې زامن، ، انجینرهیواد نوري اوانجینر شاریق فیروز دزوی زومان،حاجی نور احمد او حاجی سید احمد د میرمنی د خاله زامن

08.03.2013 16:13    |   محمود نظري کنسرت که اعلان؟!

طنز ما یو خپل انډیوال په ډیر مشکل راضي کړ، چې یو وطني کنسرت ته راسره ولاړ سي ،له هغه خوند واخلو، ډیر بیروبار و ، د تالار نس نژدې و چې و چوي، ټولو ستیج ته په څلورو کتله او دهغه خوا ته یې زورونه وهل ، تا چې ویل زړه خوږو خلکو ته په دښته کې خیرات ویشل کیږي

02.02.2013 13:01    |   محمود نظري سیاسي هیواد

طنز دافغانستان په تلویزیون کې یو اعلان خپور سو: افغانستان کې د یوې سمي لارې د پیدا کولولپاره یوه درنه غونډه جوړیږي دسیاسي نظر خاوندان کولای سي خپل سیاسی نظر ګډون کوونکو ته وړاندې کړې . په هغه ورځ ډیر خلک راغلي وه او ښه ګڼه ګوڼه وه دچا زړه خوشالیده چې ووینې څومره خلک د وطن د جوړیدو ارمان لري او غواړي د سیاسي نظر د خاوندانو نظر واوري . د جلسې مسول سړی د خوشالۍ له څرګندولو وروسته وویل : هر څوک چې غواړي خپل نظر وړاندې کړې په کتار کې دي په وار ودریږ

25.01.2013 19:11    |   محمود نظري دواده کارت که د سینما ټکټ

میلمانه راتله . یو څو تنه نابلده ځوانانو ته مې هغه بل سالون وښووئ ، خو هغه ژر بیرته راغله، ما ته یې ویل : موږ د نظری د زوی واده ته خبر یو! ما له روغبړ وروسته ترې وپوښتل :

21.12.2012 16:48    |   محمود نظري ددې ویدو لیدو ته حاجت نسته

طنز دیپلومونه، ډوکتوراوي په زرو لیکل کیږي دپوهنتونونو دلارې کچګر ته حاجت نسته وطن پاک چور سو اوس یې ویاړنې چوریږي دې تالا سوي وطن کې بل داوګر ته حاجت نسته

14.12.2012 17:53    |   محمود نظري هوښيار خبردار!

طنز درغئ له خالي سلو بکسوسره وزیر والي تر خدمته مخکې هغوی خپل بکسونه ډکوي دهغو په حساب چندان سر نه خلاصیږي چې غلط سي حساب له سره پيل وي

10.11.2012 16:33    |   محمود نظري تورچپنې ډاکټران

د دنیا تور بزنیس مینان یې پرېښي افغانستان ته افغانان ټال مټالوي هره یوه ډله لاره چپه سرچپه هر یو تر خپل وسه خوري څښي وړي او بخښي ولس تر پردو بلهاروي ددولت خوله چپه سرچپه

19.10.2012 16:12    |   محمود نظري له داسې دریوري دي خدای ساته !

د کابل قصرونه به دي اریان دریان کړې خو دسړکونو له کرغشي دي خدای ساته دکابل سړکان داسې مالامال دي له موټرو په پلیو لارودهغو له بزکشي دي خدای ساته

06.08.2012 14:32    |   محمود نظري بزرګان که ماشومان؟!

طنز زموږ بزرګان داسې دي لکه د بهر ماشومان هر خراب کار چې وکړي ملامت دي لویان درته کوم دماشومانو او نویو ځوانانو کیسه دولتي آزاديو هغوی بې ادب کړي دي پوره

13.02.2012 15:40    |   پوهنمل محمود نظري دعبدالعلي مستغني په شعر کي طنزی توکې

عبدالعلي مستغني د رمضان زوی ،چې په کال ( ۱۲۵۲ ل ) د کابل په بالا حصار کې زېږېدلی دی. لومړی زده کړې يې له پلاره، بیا يې د نورو استادانو د فلسفې، منطق ، اصول ، تصوف، فقه او عربي ادبیاتو زده کړه کړې ده

11.01.2012 14:27    |   محمود نظري د بنو لخوا دبنزیانو وېښته شکونه

طنز یوه غونډه تیریږي لس ورپسې نوري دي له دې هیضه دولت څخه ټوله خوا توري دي په هرې غونډې رنګارنګ جنډې رپیږي په هره غونډه نوی زړې زنګولې پوري دي

20.07.2011 14:34    |   پوهنمل محمود نظري دعشقری په شعرونو کې طنزی توکي

غلام‌نبي عشـقری د محمدرحیم زوی مشهور په صوفی عشقری په کال) ۱٢٧۱ ل (د کابل د پغمان په چهلتن کښې زېږېدلی دی هغه د شیرمحمد تاجر مشهور په « داده شیر » چې دشیرعلی‌خان او امیر عبدالرحمن خان په وخت کې اوسیده لمسی و

14.07.2011 18:14    |   محمود نظري خبرې کوونکی خر

طنز یو خره یوې پيغلې ته ویل: زه انسان وم د سیاست جادوخر کړم ، ما مچ که (کړه) چې بیرته انسان سم . هغې دیخوا هاخوا وکتله ، خریې تر غاړې ونیوی او کور ته يې بوت . د هغې خورلڼي په شک له هغې وپوښتل : ولي ځان دوري هوري کوې او هغه نه مچوې ؟ هغې ورته ویل : خپل بخت خپله په لغته ووهم؟!

19.04.2011 13:21    |   پوهنمل محمود نظري دپوهاند عبدالشكور رشاد طنزونه

۴ د رشادصاحب یو طنزیه شعر په هند کښې د مهاجرو ژوند داسی انځور کړی دی : لولپه پېغله موري ! څه وکړم ناکام دی بیا ورځمه د ملګرو ملتونو ادارې ته نه ورځ ګوری ، نه شپه ګوری دا څو میاشتی سپک پاسک، لچر ګوپال راځي کرېهي ته کله وايي اوس کالی درغورځومه هر ګړی راته ولاړ وي دروازې ته له غیرته سي خولې راباندي ماتی چي هر وار ګورم د جت ګوپال جولي ته

08.04.2011 15:35    |   پوهنمل محمود نظري دپوهاند عبدالشكور رشاد طنزونه

۳ رشاد صاحب نه لکه ځینې لیکوالان چې د غنمو د یو وږی په ساتنه یې ځان بوخت کړی دی ځان نه شرموي هغه له اوره د ټول درمن ساتنه غواړي هغه د چا نه ډاریږی دهغه پوهی هغه ته دا جرت ورکړی، هغه د ولس په سر دچا سره معامله نه کوي او قلم نه پلوري هغه دقلم په څوکه د غدارانو کړه رسوا کوي. رشاد بابا د لویدیځوالو د شومو موخې په هکله وايي:

01.04.2011 21:18    |   پوهنمل محمود نظري دپوهاند عبدالشكور رشاد طنزونه

۲ د رشاد صاحب طنزونه سیاسي طنزونه دی چې په افغانستان کښې د ګوتو په شمېر لیکوالو په خپل وخت داسې طنزونه ویلي یا لیکلي دي ځکه دداسو طنزونو ویل په خپل وخت یو ټینګ او قوی احساس ، عزم او هوډ غواړي

02.02.2011 18:41    |   محمود نظري دخرو کراسي

طنز محمود نظري دخرو کراسي خوب نه وینم عالمه دلته راغلې ګډوډي یږان شنه بڼونه یو د بل پسې پی وي ټانکونه دخلکو کورونو لوټې لوټې کوي دپېریانوجشن دی باران دمرمیو اوروي مشره ! ددې کړو مانا څه ده سهي ته نه وینې چې راغلې ده دیموکراسي !!

25.01.2011 21:14    |   محمود نظري که وي نوداسې دي وي چم ګاونډ!!

خدای دی کافر وساتي دداسې ګاونډ چې ګڼي تل ګاونډ خپل سیاسي کلابند که خدای ورکړ ه هغه ته ګوډ خر په ګاونډيې مني په شل سلنډره موټر که پڅه چاړه په لاس کې ورکړه چا له څټه حلالوی لومړی ګاونډ بیا بیا که خوارګاونډ په څیری کمیس ورک

08.09.2010 16:26    |   محمود نظري بد کوي! - طنز

ویاند دملي غونډې په سر کې په خواشینی سره وویل: دې تورژبې واشنګتن پوست نیوکه کړې چې د دې ملي غونډې یو اتل غړی د سي آی اې لاسپوڅی دی

20.05.2010 21:12    |   پوهنمل محمود نظري اموخته خور بلا خور

اموخته خور بلا خور

15.04.2010 08:18    |   پوهنمل محمود نظري دنظامي په شعرونو کې طنزی توکي - ۴

نظامي خسیس سړی د مار سره تشبیه کوي او وایي دا چالاکي نه ده چې ګنج ساتې خاورې خورې آن مار بود نه مرد چالاک کو گنج رها کند خورد خاک هغه مار وي نه سړی چالاک چې ګنج پرهیږی خوري خاک داچي څوک زیار باسي او څوک یي خوری په هکله وايي این فاخته رنج برد در باغ چون میوه رسید می‌خورد زاغ دې کوکو کوترې رنځ یو وړ د باغ چې میوه پخه شي خوري یې زاغ

24.03.2010 17:07    |   پوهنمل محمود نظري ګوګول روسي لومړی طنز لیکونکی

ګوګول د روس په ادبیاتو کې د انتقادی ریالیسم بنسټ اېښونکی ،نامتو نندارمه لیکونکی او طنز لیکونکی دی نیکولای واسیلویچ ګوګول(هیلۍ) په کال (۱۸۰۹) په اوکراین کې سترګې نړۍ ته پرانستې دي په کال( ۱۸۲۸ )کې د ۱۴ ټولګې پای ته رسولو وروسته سن پترزبورګ ته و لاړ او په بېلابېلو دولتي پوستونو کې یې کار کړی دی ،په کال ( ۱۸۳۵) کې یې د میرګورود په نوم خپله یوه داستاني ټولګه خپره کړه. او بیا یې په پوشکین، سورمنیک او یو شمېر نورو خپرونو کې کیسې خپرې کړې چې د څارن مشهوره نندارمه هم په کې وه. بیا یی د پزې په نامه کیسه ولیکله. بیا يي د شنل کیسه ولیکله چې زیات شهرت يي وموند

11.02.2010 10:58    |   پوهنمل محمود نظري طنز ټوکه نه ده-۴

طنز ټوکه نه ده-۴

04.02.2010 16:09    |   پوهنمل محمود نظري طنز ټوکه نه ده - ۳

د ټوکې او طنز اساسي توپیرونه: د ټوکې ځانګړتیاوي ۱-ټوکه یو مروجه شوخ طبعی ده چې د خندا لپاره ویل کیږي ۲- د ټوکې موخه یوازې خندااو ساتیري ده