د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پښتوکي مشابه (analog)ګړي:

محمدسرور وکيلي 06.08.2012 00:12

مشابه (analog) یا وَرّته توري لکه: لاښه یا لاښه چي لومړی ګړه یې عالي ستاینه ده یاني دا دي لاښه کار وکی. او دویمه ګړه نوم دی دیوه مړه ژوي چي لاښه ورته وایي.
دغسي وَرّته (analog) ګړي نه یوازي چي په پښتو ژبه کي سته بلکي په نورو ژوبو کي هم سته. دساري په توګه په انګلسي ژبه کي، لکه: (رڼا = light)— (سپک light =)،( ژور، کښته low =)— ( رمباړي وهل low =)،(ژوند کول live =)، (live = مستقیم،ژوندی) او دغسي نور. په الماني ژبه کي لکه: (دا یا هغه مؤنث شخصي ضمیر sie =دی)— (هغویا دوی شخصي ضمیر sie= دی )، (die Bank = بانک)— (die Bank = چوکۍ اوږده)، (دالماني زوړ روپو واحد مارک Mark= die)
- (die Mark= کلی پروت وېش پر)
او دغسي نور. او په پاړسي کي لکه: [ ګل = ګلاب او ګل = خټه]، [کل = ټول او کل = بې وېښتیانو]، [پـر = ډ ک او پـر= بوڼکه]، [پـرپـر= ګل چي ډېري ګلپاڼي لري او پـرپـر= دمرغانو بالونه وهل] اودغسي نور. دغه مشابه یا وَرّته ګړي په پښتو ژبه کي پر دوه ډوله ویشي: یويې اصلي یاني آري دي، چي په هیڅ ګون بدلون نه مومي یاني نه لنډېداسي او نه آسانه کېداسي. دغسي چي دي په دغه ډول په کار وړل کېږي. لکه: «غوټه» چي دوه تارونه سره تړل کېږي او یا «غوټه» چي سرتر اوبو لاندي کولو ته وایي. دغه مشابه توري په هیڅ ګون بدلون نه مومي. دغسي چي دي په دغه هال لیکل کېږي او پاتیږي. اودوېمه ډله مشابه ګړي د ګړدود«لهجه » (Dialect) څخه راځي، چي بدولون موندلای سي. لکه: «پخه» یاني پښه او «پخه» یاني د اومې ضد دی. ډوډۍ پخه ده. دغه «پخه» کیدای سي، چي «پښه» ولیکل سي او بدلون ومومي. یا لکه «خوګ» مانا خوږ او «خوګ» مانا سرکوزی. «خوګ» کېدای سي، چي «خوږ» ولیکل سي نوبدلون مومي ښه به وي، چي د«خوګ» او «خوږ» توپیر سوی وي.اصلي یا آري وَرّته یا«مشابه» (analog) ګړي په دو ډوله دي. یوه ډله وَرّته یا«مشابه» ګړي دې،چي په خج (Accent) یاني فشار پر تورو باندي اړه لري بله ډله یې بیا په خج پوري اړه نه لري. دساري په توګه لکه: «وَرّته» مانا مشابه سره یوشی، خج پر «و» باندي دی او «ورته» په پاړسي «برای» ویل کېږي. څـرنګه چي ليدل کېږي «ورته» دشکل یا بڼي (grapheme) له مخي هیڅ توپیر نه لري خو د ږغ پوهني (Phinetic) له مخي توپيـر لري یاني په وینګ «تلفظ» (Pronunciation)کي یوډول نه دي. دغه (phoneme) بیا د خج په مراعاتولو سره سمیـږي. خج (Accent) په پښتو کي پردوه ډوله دی. سپک یا«خفیف» (ligh) او کلک یا«شدید» (strong) خج. د ساري په توګه: «بڼه» مانا رنګ په شدید یاکلک خج ویل کېږي او په «بڼه» یاني دمرغه بڼکه په سپک یا خفیف خج ویل کېږي. دوېمه ډله مشابه ګړي چي په خج پوري دومري اړه نه لري لکه: «ګړی» مانا منګی، « ګړی » مانا ساعت یوه ګانټه.
«وړې» دپسه وېښتیانو ته وایي، «وړې» ستاینه ده، چي ووړوکي نجلۍ ته وایي. «خواله» د زړه راز، «خواله» یعني «دې پلو ته.» -- «لړم» مضره خطرناکه حشره ده، «لړم» فعل دی دلړلو. «سول» د سونګ مصدر دی (سوځل)، «سول» دکېدل متمم مصدردی. «بـرید» تېـری- یرغل، «بـرید» حدود یا سرحد ته وایي او دغسي نور ډېر. لومړی مشابه یا وَرّته ګړي چي په خج پوري اړه لـري لکه: «ګوره» شدید خج پر (ر) باندي دی، یاني له خاورو جوړ سوی بند، «ګوره) خفیف فشار پر (ر) باندی؛ فعل دی دکتلو دمصدر څخه راځي. «کومه» شدید فشار دی پر (م) باندي، ضمیر استفهامي دی دمؤث درېم شخص لپاره،[دلته که (کمه) راسي ښه به وي.] «کوم» سپک فشار دی پر (م) باندي د متکلم فعل دی دکولو. «خوله» کلک خج پـر(ل) باندي دی یاني دبدن اوبه چي د پوټکي څخه رووځي، «خوله» سپک فشار دی پر (ل) باندي مانا دبدن غړی چي سړی خوراک او خبري په کوي. «ډول» کلک فشار دی پر (ډ) باندي مانا توګه، رنګه، «ډول» سپک خج پر (ډ) باندي دی مانا دموسیقۍ اله. «خوږ» کلک فشار دی پر(ږ) باندي مانا ځای چي درد کوي او زخم سوی وي، (خوږ) نرم فشار پر (ږ) باندي مانا شېرین.
دوېمه ډله چي د ګړدود (Dialect) څخه راځي څرنګه چي پورته هم اشاره ورته وسوه دغه مشابه ګړي کېداسي، چي بدلون ومومي او پـر ځای بله ګړه راسي. اوس دغه مشابه یاني وَرّته ګړي له نږدي څېړو. «واخه» د اخستل د مصدر څخه راځي امري فعل دی، «واخه» مانا ګیا دي. ښه به داوي،چي د «واخه» پـر ځای «واښه» راسي. «شه» امر دی دسول دمصدر څخه، «شه» ږغ دی پـر خره باندي، چي ځه یا ایسته سه. ښه به دا وي، چي د«شه» پـرځای «سه» راسي،چي د «شه» د اشتبا څخه خلاس سو. «وزه» فعل دی، چي د وتلو دمصدر څخه راځي امر دی، «وزه» د کورنۍ ژوي نوم دی. ښه به داوي، چي د «وزي» پرځای «بـزه» چي ډېره متداوله ده؛ کار واخستل سي. «لري» فعل دی، چي د لرل مصدر څخه راځي، (لري) قید دی واټن ښېي. منطقي به وي، چي د «لري» پـرځای «لیري» ولیکو، چي دغلطۍ نه خلاسو. «شته» دارایي،شتمني، «شته» د «ول» مصدر فعل دی. لازمه ده چي له دغي اشتبا نه خلاس سو نو «سته» ولیکو. «راشه» دغنموکوټه، چي درمند میده سوی وي غنم پر ډاک کوټه پراته وي نوودغه ته «راشه» وایي. «راشه» د راتلل مصدر څخه امري فعل دی. د «راشه» پر ځای موږ «راسه» لرو،چي له دغه کار واخلو د اشتبا نه به خلاس سو. په پښتو کي مشابه«وَرّته» (analog) ګړي بېخي ډېري دي؛ خو دلته یوازي دساري په توګه څو بولګي وښوول سوې. لاندي یو څو لږ انالوګ (analog) لا ګورو: «کونډه» ښځه چي مېړه یې مړ وي -- «کونډه» د زلپو حلقه، «ډنډه» وړوکی حوضکی -- «ډنډه» د ترازو لرګۍ، «سوری» مانا سیوری اوښه به داوي، چي سیوری ولیکل سي -- «سوری» وړوکي غار ته وایي. «لولۍ» ستاین نوم دی و کنچنۍ ښځي ته وایي -- «لولۍ» فعل دی دلوستل مصدر څخه راځي. «ورځي» نوم دی؛ د (ورځ) جمع ده. ښه به داوي،چي «روځ» ولیکل سي! خدای بخښلي علامه رشاد بابا هم په خپله یوه مقاله کي دا زېرمه کړې ده. «ورځي» نوم دی؛ د «ورځه» جمع ده. «نخره» ناز؛کرشمه ادا ته وایي -- «نخره» د دېوال کنډو ځای ته وایي. «کوږ» دځنګلي ژوي نوم دی -- «کوږ» ستاینه ده دسم ضد دی. «کړم» فعل دی،چي دکول دمصدر څخه راځي. «کړم» نوم دی مانا لږ اوبه دباران چي پر ځمکه ولاړي وي. سمه لوستنه د دغو وَرّته (analog) ګړو د ږغ (phoneme) له مخي په خج (Accent) پوري اړه لري. په پښتو ژبه کي مشابه توري څرنګه چي مخ کي هم یادونه وسوه ډېر دي. خو دلته پر دغه یوڅوګړو بسنه کوو.
لیکونکی محمدسرور وکیلي
اخځونه:
۱- Wikipedia
۲- پښتوگرامر جزء اول پوهان صدیق الله«رښتین» ۲۶ م مخ
۳- تست وگرامر انگلیسی جواد عسکریار