د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپښتو اودري ژبو ریښې

محمدسرور وکيلي 29.04.2014 11:24

دتاریخ له مخي پښتو او «دري» دواړې ژبي دهندواسیایي ژبو څانګي دي . (دپښتو ژبه د«مارګن سټرن» په قول دساکاقبایلو یوې اولسي ژبي ته نږدې وه . )[پښتانه دتاریخ په رڼاکي ۱۷۴ – ۱۷۵ مخ ]
چي ساکا تقریبا ۳۰۰ کاله قبل المیلاد کي ئې ژوند کاوه پښتو ویل کېده، چي دهغه وخت راهسي ترننه پوري ئې چي وشمېرې ۲۳۱۴کاله کيږي . یاني چي نوري تاریخي څېړني ونه ګورو دغه مهال پخپله داښیي،چي پښتو ژبه یوه زړه اریايي ژبه ده . دغه ژبه خپلي ریښې دنورو ورنږدو اریایي باختري ژبو کي لري .
چي دغه ريښې دباختري، آوستا،سانسګرت او«اوسیتي» ژوبو په څانګو کي پرتې دي .
یوه بولګه دافغاستان ژبو او تکمونو له کتابه د ۸۸ېم مخ څخه راوړم :
دباختري ژبي د [ لگ ؛ لاګ ] په [ بغه لګ ]، داوسیتي «لګ» (په زورکی سره ) او (لوخ lux --- ) د پښتو د (لږ) کلمې سره ربط لري، چي مانا ئې ده (ټوټه، برخه )
ددغوپورته ګړو په ریښو کي دسانسکریت دکلمې یاني (ګ) او (ژ)د تورو ږغونه نه لري .
په سانسکرت کي (لو – lu ) او ( لاو -- lau ) د ( ټوټه کولو، برېکولو ) په مانا راغلي په پښتو کي د (لو او رېبلو ) په مانا له همدغو رېښو څخه راغلي ښکاري . او په «اوسیتي »کي ئې دریښې لرغونې بڼه (لاو -- Lau) ښول سوې ده .
دپښتو او «دري » ژبو دتورو ترمنځ لرغوني ګډي اړیکي .
[ (چه -- ci) وصل بیاني خدمتی کلمه ده چه دفارسی د (که ) سره سمون خوری . دغه (چ) او (ک) دغږ مقابله په باختری او پیرسیکو ژبو کښې زیات موارد لری . دلته يی په پښتو او پاړسي کښی څومثالونه وړاندی کوم . پښتو( چاړه ــــ چرګه ـــــ چا (څوک )) چه فارسی کي(کاردـــــ کرک ـــ کی ــــ که . )] دافغانستان ژبی او توکمونه ۸۸ او ۸۹ مخونه

داعدادو یو والی د «اویستا»؛ « پښتو » او « پاړسي » ژبو ترمنځ :
اویستا ـــــــــــــــــــــ پښتو ــــــــــــــــــــــــــــــ پاړسي
ایوه یو؛ یوه یک
دوه دوه؛ دوې دو
ثرې درې سه
چتور څلور چهار
پنچه پنځه پنج
خشوش شپږ شش
هپته اوه هفت
اشته اته هشت
نوه نهه نو
دسه لس ده
[دترکیبی اعدادو ترکیب په اویستا کې دپښتو په شان دی احاد پرعشراتو ترمخ دی لکه (پنچه ــ چه ویستی؛ پنځه ویښت )] دافغانستان ژبي اوتوکمونه ۱۵۶ مخ
[ دنوي اریایي ژبو تاریخ عموما اونوي پاړسي (دري)خصوصا دمیلاد اتمي،نهمي پېړۍ نه شروع کیږي . داهغه وخت دی چه ددغو ژبو په سیمو کښې اسلام خپور شوی اولیک له پاره ئې عربي الفبا منل سوې ده . ] دافغانستان ژبي اوتکمونه ۳۲۶ مخ او پښتانه دتاریخ په رڼاکښې ۲۴۰ مخ
ددغه لوړ بیان څخه څرګندیږي، چي نوې پاړسي (دري ) اوپښتو دخپل آري لیکني« الپوبې» ئې د لاسه ورکړې په عربي تورو ئې لیکنه پایل کړې ده . نو دواړو ژبو ټوله دیني اصطلاحګاني پخپل ورځني محاورو کي او په لیکنه کې په کار وړل پایل کړي دي او د عربي ژبي تراغېزي لاندي راغلي دي .
پښتو او نوې پاړسي (دري) دواړي (اریایي ) ژبي دي ،چي پښتو په جنوبي باختري ژبوکي خپلي ريښې لري اوترډېره ئې اصطلاحګاني ددغو ژبو څخه رااخستي دي یاشریکي اصطلاحګاني لري . «دري ژبه » (دپیرسیک ) ژبو څخه راځي چي ریښې ئې په منځني پاړسي کي دي،چي په ورو ورو ئې ځان له هغې نه جلاکړی .
دسلطان محمود غزنوي په دربار کي (۹۹۹ع ک) «دري »، پښتو، عربي اوترکي ژبي ویل کېدې؛ دوو ژبو لکه : «دري » اوعربي په دربار کي ډېري مخ ته وې، کله به عربي رسمي ژبه سوه اوکله به «دري »؛ ترکانو پخپل ژبه کي ری نه واهه . پښتانه د سلطان په دربار کي وه پښتو ئې ویل او پښتوئې لیکل .
پښتانه دتاریخ په رڼا کښې ۲۸۶ مخ کي وایي : ( دا روایت هم مشهور دی چه دخواجه احمدحسن «میمند » دوزارت په زمان کي دپښتو رسم الخط قاضي سیف الله نومي یو پښتون عالم ایجاد کړی دی .)
او دافغانستان ژبی اوتکمونه کتاب کي په ۵۳ او ۵۴ مخونو کي داسي راغلي : ( دسلطان محمودپه زمانه کښی دده دیو وزیر حسن «میمند» په خاصه اشاره قاضی صیف الله دپښتو دخاص غږونو له پاره توری جوړ کړل چه هغه « څ،ځ،ډ،ړ،نړ،ږ،ښ،ګ » دی اودغه ترتیب خاص رواج وموند .)
( د«غوریانو» کورنی د پښتو ژبی په پراخوالی اوترویج کښی ډېر زیار ایستلی دی دپښتو ژبی شاعران ئی روزلی دی او شاعران به په جنګو کښی دپاچاهانو سره ملګری وو ...یو «ښکارندوی » دی چه دغوری شهاب الدین د دربار شاعر و اوپه قصیدو ویلو کښی استاد و . ملکیار «غرشین» هم دشهاب الدین دوخت دشاعرانو څخه ګنل کیږی کوم وخت چه سلطان شهاب الدین پر ملتان په ۵۷۱ هـ کښی حمله وکړه ملکیار «غرشین » دده سره وو . ) دافغانستان دمعارف تاریخ ۷ مخ ــ دغه خبره په پښتانه دتاریخ په رڼاکښې په ۳۰۴ ـ ۳۰۵ او ۳۰۶ مخونو کي هم راغلې ده .
ورسته ترداټولو بیاکله چي دروښانیانو دوره د لسمي هجري پېړۍ له پایه پایليږي دلته بیادپښتو دژبي ادب خپل اوج ته رسي .
دافغانستان ژبي اوتکمونه کتاب په ۵۴، ۵۵او۵۶ مخونوکي : ( داسی شواهد هم موجود دی چه دپښتود خاصو تورو جوړول پیر روښان ته منسوب وی چه دلته وړاندی کیږی :
دپښتو لومړی بشپړ اثر دپیر روښان کتاب خیرالبیان دی . . . . دخیرالبیان له لیکنې څخه څرګندیږی چه دپښتو خاص توری دپیرروښان له خواجوړشوی اویایې پوره انکشاف ورکړی دی . ... دولت لواڼی (۹۸۰ هـ ق په حدود کښی) هم داخبره تائیدوی . . . .
افغانی لفظ مشکل ولوست کویښ نه شو = ورته وشو کننده دریالس حرفونه .
دلواڼي له وینا څخه معلومیږی چه پیرروښان دپښتو دپاره (۱۳) خاص نوی توری جوړکړی دی . ... په مخزن الاسلام کښی دپښتو دخاص تورو یوه برخه ( پ ــ ټ ــ چ ــ څ ــ ډ ــ ړ ــ ښ ــ گ ــ ڼ ) دخیرالبیان دلیکنو سره سمون لري .)
یعني د پښتو توري (۱۳) ښوول سوي دي . لکه : ( پ؛ټ؛چ؛څ؛ځ؛ډ؛ړ؛ژ؛ږ؛ښ؛ګ؛ڼ ) خو درېلسم تورئې ژبپوهان د زورکي ږغ بولي . او هم دخوشال خټک په لیک دود کي دپښتولیک توري ښوول سوي دي . دافغانستان ژبي اوتکمونه ۵۷ مخ وګورۍ .
دپښتو په دغو تورو کي؛ «نوي پاړسي» ژبپوهان څلور توري بیا دپاړسي ژبي توري بولي . لکه : (پ؛ چ ؛ ژ ؛گ) او وایي : که چیري یوه ګړه په دغو تورو لیکل سوې وه هغه ګړه پاړسي ده . لکه : (گژدم ) مانا «لړم »؛ (گپ) مانا خبره اودغسي نور . په دغه ( الپ اوبې ) کي ۹ توري بیا په ځانګړي توګه عربي توري دی . لکه : ( ث ؛ ح ؛ ص ؛ ض ؛ ط ؛ ظ ؛ع ؛ ف ؛ ق ) که چير یوه ګړه په دغه تورو لیکل سوې وي هغه ګړه عربي ګړه ده . لکه : ( فقط ) مانا تنها ، خاص ؛ځانګړی او(اصطلاح) مانا له یوبل سره سوله کول او دیوه مفهوم مانا بېله خپل داصلي مانا څخه لرل او دغسي نور .
دهندواریایي ژبوله نظره سانسګرت ژبه دپښتو او «دري » ژبو سره پرتله کوو اوګورو ئې :
سانسګرت پښتو دري
کرتي (Karti) چاړه کارد
هړده (Harda) زړه دل
نامه،نامن (Namen) نوم،نامه نام،نامه
لاو (Lau) او لو (Lu) لو درو
لوواکه (Lavaka) لوګر دروگر
انند (Anend) ننداره(خوشالي) تماشا(خوشی)
مې (Me) زما ازمن
اسو (a – Sau ) هلته انجا
اداس (a – Das ) هغه ان «او»
اسي (a – sya ) هستي هستی،دارای
لغو (Lghu) لږ کم
دلیکدود اولیکښود ګړنلاره اوسمه لیکنه ۳ ېم او ۴ م مخونه
دپښتو او«دري » ژبه په ټولنیز لحاظ (۱۰۱۶ )کاله بیا تراوسه څنګ پر څنګ دسلطان محمود غزنوي راهسي دټولنوپه « خولو» کي ده . او په ریښه یي لحاظ داریایي ژبو دښاخو په ګون رنګ په رنګ دګاونډ په سیمو کي
یو دبل تر څنګ ویل کېدې او خبري په کېدې . نوپه دې کي هیڅ شک نسته که دغه ژبي په ځینو ځایو کي سره یوډول ګړې و لري .
دپورته لرغونو پیښو سره سره چي دغو دوو ژبو تیري کړي دي ؛ دغودواړو ژبو دنوروهندو اریایي ژوبو څخه اصطلاحګاني اخستي اوپه ځان کي ئې مدغم کړي او په دغه ډول دغوژبو پراختیاموندلې ده . ورورسته له ډېرو تارخي پیښو اوکډوالیو سربېره ددغو ژبو وینکو خپله ژبه ساتلې او لائې هم «وده» ورکړې ده،چي نورو زړو اریایي ژبو خپل موجودیت له لاس ورکړی دی .
اوددغودواړو ژبو ګړې د هندواروپايي ژبو سره ګورو،چي دغه ژبي هم داریایي ژبي ریښې لري .
پښتو دري جرمني انګلیسي
ستوری سیتاره شتیَرن (Stern) شتار (Star)
مور مادر موتر (Mutter) مذر (Mother)
پلار پدر فاتر (Vater) فتر (Father)
ورور برادر برودر (Bruder) بردر (Brother)
اکا عمو(کاکا) اونکل (Onkel) انکل (Uncle)
یو یک اَیّنس (eins) وان (one)
دوه دو څوای (zwei) ټو (two)
درې سه دری (drei) تري (three)
څلور چار فییر (vier) فور (four)
پنځه پهنج فونف (funf) فیف (five)
دلیکدوداولیکښود ګړنلاره او سمه لیکنه ۱ او ۲ هم مخونه
څرنګه چي لیدل کيږي دغه څلور سره ژبي ديو بل سره ډېر ورته والی لري ؛داځکه چي دغه ژبي پخپل بنسټ کي یوه ریښه لري . سړی کولاسي،چي ډېري نوري ګړي هم پیداکړي او دغه پرتله کېدوته دوام ورکړي، خو دغه څو لغاتونه هم ثبوت ددغه کوي،چي دغه ژبي په یوځای کي ګډي ریښې لري .
اوس به وګور،چي پښتو او «دري » څومره ګډلغاتونه لري،چي په ورځني ضرورت کي کار ځني اخلي .

پښتو دري داصطلاح تشریح
سر سر دانسان دبدن غړی دی،چي ۴ حواسه پکښې دي؛سرهم ستاینه ده مانا لوړ .
هم هم قیددی . لکه : زه هم ځم .
آسمان آسمان مذکر نوم دی دځمکي پر سر لوړه اوچته تشه .
شوله شوله د وروجو څخه نرم جوړسوي خواړه .
مار مار مذکر نوم دی ،خزنده ده اوډېر خطرناکه خزنده ده .
کار کار مذکر نوم دی او د انسان کړو ته وایي .
کاغذ کاغذ نوم دی مذکر او سپینه پاڼه دلیکلو لپاره ده .
باران باران نوم دی مذکر او داوبوڅاڅکي دي،چي له اوریځي را څاڅي .
خر خر مذکر نوم دی دبار وړونکي ژوي .
دیګ دیگ مذکر نوم دی دلوښي، چي شی پکښې پخوي .
کاسه کاسه مؤنث نوم دی دلوښي، چي شی پکښې خوري .
زر زر دجمع نوم دی، مفرد نه لري ؛نجیبه پلز ته وایي .
نی نی نوم دی مذکر یو ډول بوټی دی ښاخلې ئې کلکي دي او منځ ئې خالي دی .
مېوه میوه مؤنث نوم دی؛ ټول حاصل د«ونو» چي خوړه کیږي مېوه ده .
چای چای دجمع نوم دی مؤنث چي مفرد اوپه مقابل کي مذکر نه لري . ایشولي چیښل کیږي. المارې الماری مؤنث نوم دی، دکالو دخوندي کولو لپار ځای دی . چوکې چوکی مؤنث نوم دی، دناستي لپاره اله ده .
په «دري » کي ددغونومانوچي دلته کښل سوي دي جمع (ډېرن) ئې په (ها) کیږي . دساري په توګه الماری«الماریها» . د پښتو دنومانو جمع ئې بیادهغو په مذکر نامه او مؤنث نامه پوري اړه لري او هم ځیني نومان څوجمع لري . لکه : نی ــ جمع ئې «نیان» ؛ «ني» . المارې جمع ئې (المارۍ )؛(الماریګاني)؛(الماریاني) اودغسې نور .ځیني نور نومان دي، چي د «دري » اوپښتو ترمنځ تقریبا یو ډول ږغ لري؛ خودغه نومان چي په «چ» لیکل کیږي دپښتو په لهجوکي تر ډېره په «څ» ویل کیږي؛ خو ځیني ئې بیاپه بدلون سره دږغ هغسي لیکي اوهغسي ئې وایي . د یو څو بولګي ګورو :
دري پښتو
خرچ خرڅ
چهره چېره (بڼه)
چپلی څپلې -- جمع ئې «څپلۍ »
چرم چرم -- څرمن چرم نه دی؛ څرمن وچ پوټکي ته د « ژوو » وایي . چرم «دبّاغي» سوی پوټکی دی .
چادر څادر (پوړنی ) -- کېږدۍ او خېمې ته هم په « دري » کي چادر وایي .
جواب ځواب
جراب ځراپه یا جراپه
خراب خراپ دلته بیا « ب » لکه پورته په ( پ ) سره اوړي .
دغه ډول کېدای سي،چي دغه ګړو ته دوام ورکړو . دغه ګړي بېخي ډېري دي، چي دپښتو او«دري » ژبو ترمنځ مشترکي دي او توري ئې بدلون مومي . دانه سو ویلای، چي داګړه لومړی «دري » وه اوس پښتوځني اخستې ده اویا پښتو وه « دري » ځني اخستې ده .
تاریخ ګووا دی، چي دغه ژبي څنګ پر څنګ راغلي دي او دنورو ژبو اصطلاحګاني ئې په ځان کي مدغم کړي دي . کیدای سي، چي ډېري اصطلاحګاني دواړو ژبو دګاونډیو ژبو څخه اخستي وي .
دغه ګډي اصطلاحګاني په ځینولهجوکي په ډېر لږ بدلون سره ویل کيږي،خو په ځینو کي بدلون نه لري .
دبولګي په ډول : (چوکې ) پښتو ده او (چوکی ) «دري» ده په ځینو لهجو کي دغسي ویل کیږي او په ځینو کي بیا (چ) په (څ) بدله سي یاني (څوکې ) ویل کیږي . دواړه نومان سم دي .
ټوله ژبي چي ګورې یو له بل نه ګړي اخلي او پرخپل لهجو ئې اړه وي،چي په تېرېدو سره دمهال بیا سړی چندان نه په پوهیږي،چي دغه ګړه پردې وه او که دخپلي ژبي څخه راغلې ده . بولګه : دعربي ژبي اصطلاحګاني ګورو، چي په پښتو ژبه اړول سوي دي .
په پښتو اړول سوې عربي ګړه په عربي ډول لیکل سوې ګړه دمانا اوګرامر سره
وس «مذکر نوم »دی، چي [واک؛توان ] ته وایي . -- وسع عربي ګړه اسم مصدر دی [ډېرتیا؛توانایي ] ته وایي .
کرار «ستاینه» ده، چي [غلی؛چوپ؛ ارام ]ته وایي . -- قرار عربي ګړه مصدر دی [آرامنیول؛ځای پرځای کېدل.
مانا «مؤنث نوم » دی،چي [دخبري مطلب ]ته وایي . -- معنی عربي ګړه نوم دی [مقصد؛دخبري مطلب ] .
یاني «مذکرنوم » دی،چي [مطلب دا؛دغه رنګه]ته وایي . – یعنی عربي ګړه ده [دخبري تشریح] .
په پورته دواړو ګړو کي دعربي ګړي (ع) په پښتو کي په «الپ » الِش سوی دی .

هال « مذکر نوم » دی،چي [ څرنګواله ]ته وایي . -- حال عربي نوم دی[وضع؛ څرنګواله ].
اریان «ستاینه » ده،چي [هک پک؛هښ ] ته وایي . – حیران عربي صفت دی [سرګردان؛سرګشته ]
هل «مخګونی» دی،چي ځانګړې مانا هم لري [مخلوط؛دموضوع خلاسول]ته وايي . – حل عربي مصدردی [مخلوط ول؛ خلاسول ] .
خلاس «مذکره ستاینه» ده [خلاسېده؛ نجات ] ته وایي.- خلاص عربي مصدردی [نجات پیداکولو؛خلاسېدل ]
ددغوپورته ګړو ریښې عربي دي،خو پښتو په تېرېدو سره دمهال توري ځني الش کړي یا لنډ کړي او «فونېم » ئې ځني اړولی،خو په هغه مانا او اصطلاح سره ئې پکار وړي . یاني دغه ګړي ئې د «ګرافیم» له مخه اړولي دي . دغه اړول سوي ګړي په ورځني اړتیاوو کي دعام اوخاصو پښتنو په خبرو اولیکنګ کي لوستل کیږي او اورېدل کیږي . لیکوالان،ژورنالیستان او دادب خاوندان کار ځني اخلي یاني معیاري دي .


اخځونه :
۱) دافغانستان دمعارف تاریخ مؤلف مرحوم پاینده محمد «زهیر» او ډاکټر سید محمدیوسف علمي
۲) افغانستان د تاریخ په رڼا کښې مؤلف سیدبهادرشاه «ظفر کاکاخیل »
۳) لیکدود او لیکښود ګړنلاره او سمه لیکنه مؤلف محمد سرور وکیلي
۴) د افغانستان ژبي او توکمونه لیکونکی څېړنمل دوست محمد دوست