د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپل دلاسه:

محمدسرور وکيلي 08.10.2013 01:30
لـه خپله ده راپېښه اوس پـردي یو پـه پردوکـي
ارمان وروستی ئې فکره چي لومړی وای په سروکي
چي نا سنجه کوي کارخودپه پای کي خراپیږي
اوبه ئې خـوپـای نـه کړي ګاولې وکښې په کورو کي
که سرکـړوپه ګرېوان کي ښه نه، بد مو راوسته
ناپوهه دوني په بـل نـه کي لــــکه چي پـه ځان ئې کي
پرموږچي بدحالت دی بنسټ ئې دی موږ ایښی
«تـاداو»ئې چي کـوږایښی پـه سـرکي بې ســــم نه کي
راځۍ چي سره یوسوغندني اونیوکي به پرېږدو
دیـوه غـوزی د ډېرو لـرګی دا بـه نیسو پـه ســـــروکي
پـوه مني خپل غلطي پـرهغه هم ډېرپښېمانه وي
ناپوه ئې پـربــــل وراړوي چـــــي ځان ځـني خــــلاس کي