د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسترګونیوکه

محمدسرور وکيلي 30.01.2014 13:44

سترګوراته ووې رنګ دي ولي ژړدی
زړه دي چــیــري تللی بــیـاپرکم انګړدی
ماویل ساقي غـواړم له خــپلي میخانې
غــواړم هـغـه می،چي زمادخَــمـاروړدی
تېرمي کـړه کلــونه په پردیـو کي عبث
اسمانه لاس دي پـه داخُــم کــي بیاککړدی
اسمـان راته حـیـران زماله سخت زړه
شین ګوري راته وایي دادي وړدی
ټــول راته یـومخ دي نه پـوهېـږم ولي
نصـیـبـه راتـه وایــه ولــي دامــي وړدی