رېا مه کړه
29.07.2012 01:45د ساقي اود شراب سره کار نه لـــرم
که ملګري پېغور راکړي پروا نـه لرم
دانــه چـــي ځــان زاهد ته ښیـم پاک
ازل مي دی دغه په نورويې کارنه لرم
نصحـت او ریا نه ســره جــوړیــږي
بدکېږي مي ریا له ریا سره کارنـه لرم
ریــا کارخرڅوي دین پخپل ریـا سره
له داسي دین فروش سره کار نـه لــرم
چي کړه وړه او خبري یې یو نه وي
له داسي یو واعــظ ســره کار نـه لـرم
بــل چــاته نصحـت وي ډېــر آســـان
له بــې عــمل زاهــد ســره کار نـه لرم
مجلسوکي ناست وایي مــجـاهـد یمـه
له داسي ریایي مجاهد سره کار نه لرم
لیکونکی محمدسرور وکیلي