د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ليکنه کي «له» که «د»؟

محمدسرور وکيلي 06.07.2012 21:33

«د» او «له» دواړه ټوټکي (حرف اضافي) (Prepositions) دي،چي په زمان او مکان (temporal,local) پوري اړه لري . په ځینو لهجو کي ډېر د «د» څخه کار اخلي او په ځینو نورو کي بیا د «له» څخه ډېر کار اخلي او دغسي په لیکنګ کي هم ځیني مهال پر سم ځای باندي نه وي استعمال سوي . «له» او «د» دواړه په پاړسي کي د «از» مانا لري او په انګلیسي کي د (of , from) مانالري او په جرمني کي د (von , aus) مانا لري . پاړسي ژبي د«از» حالت اضافي (Genitiv) څخه دومره کار نه اخلي . دساري په توګه د«ازمن » پر ځای د «زېر» څخه کار اخلي . نه وایي،چي «کتاب ازمن» د دي پر ځای وایي «کتابِ من» موږ ادات اضافي سم وایو: « زما کتاب» موږ دلته دملکي ضمیر (Possessive pronoun) څخه کار اخلو. او په جرمني ورته (mein Buch) او په انګلیسي ورته (my Book) وایي . په پښتو ژبه کي په ارتباطي اضافي یاني (Possessive case) لومړی داضافي علامه بیا نوم مضاف الیه او وروسته یې مضاف راځي . لکه په دې جمله کي: « د انور کتاب » «د» داضافي نښه ده، انور مضاف الیه او کتاب مضاف دی . کله چي دغه نومځۍ« ضمیرونه» (Pronouns) لکه : (مي،دي، یې، مو) راسي نو «د» نه راځي . ( خوله مي خوږه کړه . خبره دي خپله ده . کتاب یې دلته دی . کار مو خپل دی .) دلته ارتباط اضافي د ډېرو مطالبو لپاره په کار وړه کېږي او ډېر ډولونه لري . لکه : اضافي ملکي او اضافي تخصیصي . اضافي ملکي هغه دی چي انسان یې مضاف الیه وي او د څښتنتوب وړ وي . لکه : « د احمد کور .» او په اضافي تخصیصي کي مضاف الیه بېله انسانه بل شی مضاف الیه وي، چي د څښتنتوب وړ نه وي . لکه : « دباغ مېوه .» چي مېوه په ځانګړې توګه مخصوصا د باغ ده . اونور دغسي اضافي هم سته چي یوازي یي بېلګي راوړو. لکه : دکابل ښار په پاړسي ورته «شهرِ کابل» او په انګلیسي کي ورته « the city of Kabul» او په جرمني کي ورته « die Stadt Kabul » وایي . په پښتو کي اضافي حالت (Genitiv) «د» او په پاړسي کي «زیر ِ» او په انګلیسي کي «/from of » او په جرمني کي « des, der » مضاف (Genitiv)دي خو دلته یې په پورته بېلګي کي بېله آرتیکله ښېيي .اویا په پښتو کي وایو: « د زرو ګوته » او په پاړسي کي « انگشترطلا ی » او په انګلیسي کي ورته « « Golden ring » the Ring of gold » او په جرمني ورته « goldener Ring » وایي. «د» مو دګرامري له لحاظه ولید، چي اضافي ملکي څښتنتوب ښېیي خو خوا،لور یا اړخ نه ښېیي . که څوک و پوښتي، چي له کومي خوا راځې ځواب به دا وي، چي له کندهاره راځم که فرضا څوک ووایي، چي د کندهاره راځم سمه به نه وي . « له » حالت ارتباطي (connective case) دی . که چیري یو نوم له دغو ادات ارتباطي سره راسي نو دغه نوم دارتباطي حالت لري . لکه چي ووایو: « له کوره راغلم . » دلته په دغه ځای کي کور په حالت کي د ارتباطي دی او « له » د فعل سره د راغلم ارتباط ورکوي . بله بېلګه ګورو،چي ظرفي خوا لري . په پښتوکي : « ته له کابله راځې؟ » په پاړسي کي : « تو از کابل می ای؟ » په انګلیسي: « Do you com from Kabul? » په جرمني: «? Komst du aus/von Kabul » دلته وینو چي د پښتو د«له» سره د پاړسي ژبي «از» د انګلیسي ژبي « from » اود جرمني ژبي « aus/von » یو شی دي .
دی خپل لوست له شنبې څخه پیله وي . « او درسش را از روز شنبه شروع میکند» [ He begins his lesson from Saturday.]- جرمني(Er beginnt sein Unterricht am Samstag .) اوس یي په نور بېلګو کي هم ګورو .
« له » د « تر» مانا هم ورکوي . لکه : «له غمه غریبي ښه ده . خو داسي هم ویلای سو: ترغم غریبي ښه ده .» یا وایو « له موره بل څوک خوږ نشته . یا داسي: تر مور بل څوک خوږ نسته . » د ده کور چیري دی؟ « د» دلته علامه د مضاف ده . دی له کوره راغی . «له» ارتباط ښېیي . دلته په کار دي، چي وکتل سي «د» اضافي حالت ښېیي او «له » ارتباطي حالت ښېیي، چي پر خپل ټاکلي ځای په کار وړه سوي دي .
او سې زماني او مکاني اړخ ګورو . د ساري په توګه : سبا د شنبې ورځ ده؛ دی له ننګرهاره راځي . د موټرو کاروان «له » ښاره تېر سو . د ځغاستي لوبه داتلولۍ له معیارونو څخه بلل کېږي . د نړۍ هېوادو په ټولو اساسي قانونو کي دا ماده راغلې، چي : « د انسان و کرامت ته درناوۍ کول حتمي کار دی . »
رحمان باباوایي : لـــــه اولـــــه بــــندګــــــي بـــیـــا آزادي ده که مقصود د آزادۍ لرې غلام شه
دصیاد له وحشتونو خپسر خلاص کړه لکه مرغې خانګي پخپله رام شه
ده دغه ناروغي له پخوا څخه لرله . ستا له لیاري کولای سو،چي خپل کار ترمخ بوزو . « له » دنورو ټوټکو (Prepositions) سره راځي او تړښتې ټوټکي جوړه وي . لکه : له سره، له ښه مرغه، له کومه، له واره، له ورایه او دغسي نور . مکاني پوښتنه : له کوم ځایه راځې ؟ له کامې څخه راځم . مهالي پوښتنه : نن کومه ورځ ده ؟ نن د شنبې ورځ ده . عبدالحمید ماشوخېل وایي : له هغه صیاد حمید وساته خدایه
چي یې لومه کړه د رب ثنا سپاس
دمیرزا حنان کلام : دفلک دباغوان لاس دپرېکېدو دی پرجهان چي دبېلتون تخم کاره
ګُل ورقي دخپل ځان ورکړې وباد ته چي لیدلی ستادمخ دخط رقم دی «له » د « ته » ځای هم نسي . لکه : «دی له ډاره ځان ته بلا اخلي . » یا « دی له ډاره ځان له بلا اخلي . » دی ګرشک ته ځي . ځیني بیا داسي هم وایي : « دی ګرشک له ځي .» په لیکنګ کي د «د» او « له » په لیکنه کي يې توپر پام غواړي .

لیکونکی محمدسرور وکیلي
اخځونه :
۱ :- Wikpedia
۲:- پښتوګرامرجزءاول پوهاند صدیق الله «رښتین » ۱۰۸ او ۱۰۹ هم مخونه
۳:- تست وګرامر انګلیسی نګارش جواد عسکری
۴:- Duden die Grammatik