د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یواځې په شعار کې بې وخته ناکامه هڅه ګټه نه لري

محمد انور ولید 01.07.2012 12:47

افغانستان د روغې مشر تابه د نشتوالي ، د کینه کښوګاونډیانو د پرله پسې ناروا لاسوهنو او د نړیوالو د ډول ډول سترا تیژیو او شومو اهدافوله لاسه ډېر فرصتونه له لاسه ور کړل . افغان چارواکو ته  د افغانستان د بیا رغونې له پاره د مرستو داسې بدیل  په لاس ورغلی ؤ چې زموږ د هېواد له ازلي جوړښت څخه تر ننه پورې بیا موږ ته چا داسې مرستې نه وې را کړې . خو متأ سفانه چې په ړنګ افغانستان کې ددغې مرستو د لګېدو له پاره په لومړي او دوهم بن غونډو کې ټاکل شوی مدیریت او کاري ټیم داسې ضعیف ؤ چې په تېرو لسو کالو کې یې نه یواځې مرستې پر خپل ځای او خپل وخت ونه لګولې ، بلکي د مشارکت او مصلحت د ناروغۍ له امله په اداري بېخپوره حرفوي فساد کې ښکېل شو.
له نړۍ څخه یې مرستې د افغانستان د بیا رغونې په پلمه را ټولولې کړې ، د مرستو د ارقامو غږ هم د خلکو تر غوږونو پورې رسېد ، نړیوال ایتلاف هم په دغه مرستو کې ور سره همغږی ؤ ، ځکه چې افغان چارواکي او نړیوال ایتلاف دواړه په خپلو کې د (خود کوزه ګل ، خود کوزه ګر ، او خود کوزه فروش ) په څېر سره غاړه غړۍ وو . ګناهکاره یواځې د افغانستان بې څښتنه خاوره ، او ددې خاورې بې دفاع مظلوم ؤلس دﺉ چې د باور رأیې یې په ناخبرۍ کې ترې تر لاسه کړې . مرستې ورکې شوې . او ترننه پورې پردۍ وارداتي جګړه پر دوی باندې ور تپل شوې . پرځمکني او هوایي حریم یې پرله پسې تېري روان دي . ملي تولیدي تأ سیسات یې د جګړو د اور خوراک شول ، چې له امله یې  دا مهال افغانستان د پردیو وارداتي تولیدانوپه یومصرفوونکي مارکېټ بدل شوی . له مرکزنه په لیرې پرتو سیموکې تعلیمي ، صحي ، بیا رغونه او امنیتي سکتورونه یا خو په ټپه ولاړ دي ، او یا هم د ولایتونو او ؤلسوالیو د امنیتي پوستو په دېوالونو کې محصورپاته دي . د عدلي او قضأ یي سیستمونو د تبرخولې ته د اداري فساد او رشوتونو لمڅي پراته دي . خو که  لس کلن مصلحتي نظام د خپل پاتې دوه کلن واک غځولو موده د بیا رغونې او اصلاح په تشو شعارونو ورکولو تېره کړي ، ښایي خپل ملي او نړیوال باور ته یې نور زیان هم ورسېږي .
یوه اوونې وړاندې د یوې نړیوالې سروې له مخې افغانستان د نړۍ د تر ټولو ناکامو هېوادو په لست کې (شپږم ) اعلان شو . دا په داسې حال کې ده چې د مخه افغانستان د نړۍ د ناکامو هېوادو (اووم ) ؤ ، او اوس چې نړیواله ټولنه تر (۲۰۱۴ ) میلادي کال پورې له افغانستان څخه وځي ، ور سره جوخت به کېدی شي په دې هېواد کې نا امنۍ نورې هم ډېرې شي ، ځکه خو یې د ناکامۍ ګراف یوه درجه نورهم لوړشو .
په همدې تړاو د افغانستان ؤلسمشر ښاغلي حامد کرزي د روان لمریز کال د سرطان په لومړۍ نېټه د خپل حکومت د دری ګونو قواوو مشران او اراکین سره را ټول ، او په خپله ځانګړې وینا کې یې د خپل حکومت دری واړو قوو ته په خطاب کې داسې وویل :
(( د مخه مصلحت پال وم  ، خو وروسته له دې به مصلحت پال  نه يم . په ادارو کې اداري فساد د ناوړه خلکوکاردﺉ ، ددنیا ډېرې مرستې ددولت لوړپوړي چارواکي او یا دهغوی خپل خپلوان اخلي ، بیا رغونه هغسې و نه شوه لکه څنګه چې موږ او نړیوالو یې له افغانانو سره ژمنه کړې وه . د خلکود سر، مال او ناموس امنیت خوندي نه دﺉ . ډېر خلک شهیدان شول . کله چې په (۲۰۱۴ ) میلادي کال کې نړیوال قووتونه له افغانستانه ووځي ، بیا به هم د ناکامۍ پړه زموږ پرغاړه وي . بیا یې زیاته کړه : وروسته له دې به اداري اصلاحات په ګډه راولو . ))
 د سرطان په درېیمه نېټه مې بیا په طلوع نیوز تلوېزیون کې د کرزي صیب بله ژوندۍ وینا واورېدله چې د پوهنې پر روان بهیر باندې یې خبرې کولې . نوموړي په دې هکله  دخپلې وینا په یوه برخه کې وویل : (( وروسته له دې هغه شاګردان چې له لسم تر دوولسم ټولګي پورې لومړی ، دوهم ، درېیم ، څلورم او پنځم لمبر بریالی شوي وي ، باید پرته له کانکورڅخه  پوهنتونونو ته جذب شي . ځکه کېدی شي هغوی به د کانکور د آزموینې پر مهال ناروغ وي ، د ضرورت پر اساس به په کانکور آزموینه کې ګډون نه شي کولی ، او یا به بې نتیجې راوځي ، نو موږ به وروسته له دې څخه فیصله وکړو چې له دوولسم ټولګي څخه لومړي ، دوهم ، درېیم ، څلورم او پنځم لمبر فارغ شوي شاګردان باید پرته له کانکورڅخه اړوندو پوهنتونونو ته جذب شي . تر څو استعدادونه یې په کار ولوېږي . او دولت ته او دې خاورې ته مفید تمام شي . د کانکور سیستم ډېر پخوانی او زوړ دﺉ ، اصلاح کولو ته اړتیا لري . بیا یې زیاته کړه :  پر زده کوونکو ، ښوونکو او ښوونځیو باندې برید د افغانستان د د ښمنانو کار دﺉ . )) چې د غونډې ټولوګډونوالو د ؤلسمشر دا وینا په لاسونو پړقولو بد رقه کړه .  
زما په آند د کرزي صیب دا خبرې ټولې پرځای او ریښتیا دي . اوسنۍ زمانه ، افغانان ، نړۍ ، انسانیت او قانون ټول له افغان چارواکو همدا غوښتنې لري . کرزي صیب هم خپلې خبرې وکړې . پارلمان ، اجرأ یې او قضأ یي ارګانونو یې هم دغه شعار وره سره بدرقه کړ . خو پوښتنه داده چې پخوا هم کرزي صیب داسې شعارونه ډېر ور کړي . ولې عملي اړخ یې ډېر ضعیف ؤ . اوس چې نوموړي د خپل سیاسي واکمن ژوند انه  لس کاله پر له پسې د خپلو داسې ملګرو تر څنګ تېر کړل  چې د سر تر وېښتانو پورې په اداري فساد کې ډوب ، او ځینې یې په مافیایي کارونو کې ښکېل او ککړ بلل کېږي . افغان ماشومان ، انجینیران ، سوداګر ، او نور خلک و تښتول شول ،  ووژل شول ، ونیول شول ، د پیسو په بد ل کې خوشې شول ، بانکونه لوټ شول . یواځې همدا سږ کال د کابل د هوایي ډګر له لارې پنځه میلیارده ډالر په بکسونو کې بهر ته ایستل شوي . دا په داسې حال کې ده چې ځینو امریکایي سرچینو د اهم ویلي چې په میلیاردونو ډالر پرافغان امنیتي ځواکونو لګېدلي ، خو بیا هم امنیت ور سره ټینګ نه شو . پر افغانستان باندې لګېدلي ( نوي میلیارده ډالر ) د بهرنیواوکورنیو چارواکو تر منځ ورک دي .اوس خو د نړیوالو مرستند ویو هېوادونو غواګانې هم نورې  مخ پر وچېد و دي . کېدی شي د تېر په څېر به نورې مرستې ورنه کړي . له بلې خوا کرزي صیب د خپلو دری ګونو قواوو همغه زاړه حرفوي ملګري لا تر اوسه په خپل څنګ کې له ځانه سره ساتلي ، چې تر اوسه پورې د مرګ ، ژوبلو ، فقر او بېکارۍ د درد له لاسه پرته له کومې مدوا څخه زګېروی کوي ، او زیان یې د همدغو خلکو د شتون له امله ملت ته رسېد لی . نو څنګه کېدی شي چې کرزی صیب به دخپلودغه ډول حکومتي چارواکو په شتون کې چې هر یو یې له خپلې وسې سره سم د سر تر وېښتانو پور په فساد کې ډوب دﺉ ، په پاتې دوو کالو کې له قانون سره سم داسې سم سمکی راولي  چې د ملت لس کلنه تنده پرې ماته ، را منځته کړې تشه پرې ډکه او اړتیا یې ور پوره کړي ؟ !!!  نه هېڅکله نه . ځکه کرزی صیب اوس هم په داسې حال کې چې ملت ښه ور باندې پوه دﺉ چې له واقعیتونو څخه  د شعارونو ور کولو سره سم د حسن چپ پرکوڅه  روان دﺉ . او د قانوني عمل هېڅ  نوم نښانه یې څوک نه ویني . اوس هم د ونډ و په واکمن دولتي  دېګ کې همغه تر وخت تېرې شلغمې پرتې دي چې مزه یې دمخه  شریفو هېواد والو څکلې ده . کرزی صیب باید ددې کار د عملي کېدو له پاره لږ تر لږه له څلورو څخه دری برخې له خپل  قضأ یي ارګان څخه ، (۳،۷۵) برخې له پارلمان څخه  او درې برې له اجرأ یې قووې څخه لرې کړي ،  ترڅودولت له فساد او مافیایي سیستم څخه پاک ، او د کرزي صیب دا شعار عملي بڼه غوره کړي . خو دې چارې ته د عمل جامه وراغوستل هېڅ امکان نه لري . ځکه چې په اداري فساد کې د اخته کسانو اوبه له سره خړې دي . د هغوی په وار وار ټاکنې او ملاتړ دا په ګوته کوي چې نور دغه نظام د اصلاح او عملي ګام اوچتولو جوګه نه دﺉ . ځکه چې ( آموخته خور بلا خور وي . )
په تعلیمي ډګر کې سمون راوستل بله ستره ننګونه ده چې له (۲۰۰۱ ) کال څخه یې صد مه لیدلې ، او د رغېدو پرځای یې فکري تخریب ته ملا تړل شوې ده . ګاونډ یان له یوې خوا لګیا دي افغان بچیان خپلو علمي زده کړو ته نه پرېږدي . کتابونه ترې ایساروي ، ښوونځي یې سوځوي ، شاګردان او ښوونکي یې ور وژني .ولې بل لورته د ښوونې او روزنې اوسنیو او پخوانیو ټولو چارواکو په لوی خیانت لاس پورې کړی ، او هغه دا چې پخوانیو چارواکو تنقیص شوي نالوستي قوماندانان د مسلکي ښوونکو په نامه په ښوونځیو کې د ساخته ګي تشکیلاتو له مخې د کاغذ پرمخ ځای پرځای کړي وو  ، معاشونه به یې یوه یا څو کسانو په خپلو جیبونو کې اچول ، اوښوونځي او معلم به درک  نه درلود . د ښوونځي وړ ماشومان به بې تعلیمه په خپلو کلیو بانډو کې ګرځېد ل . او دا پروژې څو کاله آن د حنیف اتمر تر وخته په افغانستان کې روانې وې .
خو رسنۍ وایی چې همدا اوس اوسنیو چارواکو بیا بله لوبه پیل کړې ، او هغه داچې په معارف وزارت کې د پیسو په ځایونو کې ټول سرچارواکي د یوې کورنۍ اړوند خلک دي . په زرګونو نوي مکتبونه جوړېږي ، او قراردادونه  یې هم دوی خپلو اعتمادي کسانو ته سپارلی . بله پروژه یې د سکالر شېپونوده چې لوړ پوړو چارواکو خپل داسې کسان هم ترکیې او نورو هېوادونو ته استولي چې په کانکور کې یې (۱۷۹) نمرې وړې دې . دا په داسې حال کې ده چې د نورو غریبو افغانانو اول نمره زامن او وروڼه په (۳۱۳ ، ۳۰۹ ، او ۳۰۴ )  نمرو کې بې نتیجې اعلان شول . او تر ننه پورې بې سر نوشته ګرځي . چې د معارف او لوړو زده کړو د وزارتونو له خوا د شریفو هېوادوالو پر ( آی کیو ) باندې دغه تور لس کلن داغونه به هېڅکله هم له یاده ونه ایستل شي . ځکه اوسنیو او پخوانیو ټولو چارواکو دا لس کاله د هېواد د بچیانو په برخلیک باندې ملنډې وهلې دي . دوی په لوی لاس د ملت د نا پېیلو کورنیو له اولادونو د خپل ځان او خپلو اولادونو باډي ګارډان ، او له خپلو لنډغرو اولادونو او خپلوانو څخه رهبران جوړوي . ددې معنا داده چې دغو چارواکو د لوړتعلیم دوام یواځې خپلو کورنیو ته له مختلفو لارو میراثي کړی . د تعلیمي وېش په دې بهیر کې د هېواد ډېر استعدادونه تر خاورو لاندې ، او د تعلیم پر ځای یې په فکرونو کې د کرکې او نفرت اغزيو داسې وده کړې چې یو وخت به همدغه اغزي د همدغو اوسنیو چارواکو د اولادونو په پښو کې خار شي.
بله ستره ننګونه د کرزي صیب ددې خبرو د عملي کېدو په وړاندې له رسنیزو لارو داده چې د خلکو اقتصادي ودې ته دغه حکومت ډېر تاوان رسولی . کار روزګار نه ور پیدا کېږي ، ځمکې او جایدادونه یې د ځمکنیو مافیایي ډلو له خوا غصب ، اولوړپوړې ودانۍ پرې جوړې شوې . سترشرکتونه اوغټ سوداګریز قراردادونه هم له لوړ پوړو چارواکو او یا د هغوی له خپلو خپلوانو سره کېږي . بې کیفیته ، غیر ضروري سواګریزتوکي لکه پلاستیکي پوقاڼې ، نانځکې ، د قمار، ساعت تېریو او بد اخلاقیو فلمي او وېدیویي وسایل ، د افغاني عرف خلاف داسې فیس کارتونه چې له پرمختګ سره هېڅ تړاو نه لري ،  پرغریبوهېوادوالوباندې د نړیوالې بیې په کچه پلوري ، نایټ کلپونه ، ګېسټ هاوسونه او د امن په نومونو کورونه یې د غریبانو د ښکار کولو له پاره جوړ کړي ، او خپله  خپل اولادونه د تعلیم له پاره بهر ته د بیت المال په پیسو لېږي .
د وزارتونو او خپلواکو کمېسیونونو خو د اښتنې پوښتنې څه حاجت نه شته چې هلته څه تېرېږي ؟ !!! ..... په ټول دولت کې داسې اداره نه شته چې چارواکي یې حکومت ، ملت او نړیواله ټولنه په تخنیکي او مسلکي ماهرانه ډول د باور او اعتماد له مخې په پوره اخلاص او ایماندارۍ یو له بل سره د ملي یو والي په پړي وتړي . دا ځکه چې څو کۍ په افغانستان کې میراثي ده  چې سوله ییز بدلون ته یې اړتیا لید ل کېږي .       
د کرزي صیب ددې څرګند ونو اصلي موخه کېدی شي د کورنیو او باند نیو فشارونونتیجه وي ، ځکه له یوې خوا نړیوالې مرستې ورکې شوې او له بله اړخه افغانستان همداسې وران ویجاړ پاتې شو . له بل پلوه د کرزي صیب د واک موده په قانوني توګه نوره پر ختمېدو ده . خلک هم له هر اړخیزو ناخوالواو نا برابریو څخه  تر سپنګو پورې راغلي . ورځ تر بلې پر خلکو د خپل بر حق ژوندانه ساحې را تنګېږي . که چېرې کرزی صیب غواړي چې خپلو دغو خبرو ته د عمل جامه ور واغوندي ، نو باید وروسته له دې د مصلحتونو او معاملو لاره پرېږدي . حکومت ته په ونډو راوستل شوي نا اهله خلک دې له حکومته وباسي . تر څو د مافیایي دلو او اداري فساد لاسونه له دولت او خلکوڅخه لنډ شي ، پر فساد ککړ خلک دې  پسې واخلي  چې خلک یې تر څنګ ودرېږي ، او خپلې تېروتنې دې  له دې لارې ور باند ې جبیره کړي . که چېرې دا کار وشي ،  ملت او نړیواله ټولنه بیا خپله  د کرزي تر څنګ درېږي ، او افغانستان به په تاریخي ډول خپلواک ، هوسا ، بسیا ، سمسور او آباد شي . هو ! همدغه د حل لار ده . چې له دې پرته د ناکامۍ له کتاره د وتلو بل بدیل نه لري . او که څوک بله لار ور ته لټوي ، نو دابه بله بې وخته ناکامه هڅه وي .