ستاينه
20.06.2012 15:36کــــتــاب دی ښــه مــــلـــګــری بـــاور وکــــه
په نــړۍ کــي سـاری نه لـري بې شـــکـــه
پـرهـرځای په هرمهـال کـي چي وې غـــواړې
ناســوب نه لــري اشنا دی ډېــرپه کلـــکــه
دا زمــــا دا ستـاخبـري نـستــه پــه کـتاب کـي
کتاب ګونګ ګویا دی لوست ته تـــیارځـکه
کــتاب نـه لــري جــوړه په ټـــول نـــړۍ کـــي
دا کتاب دی،چي لارښود سومـوږته ځـکـــه
کتاب لـــولـــې کتاب ږدې کله چي یې غــواړې
کـتاب نه لـــري ګـیـــله نــو ښـه دی ځــکه
کـتاب د پوهـاوی او خـبـراوی دی نویې ګوره
بېله ستونزي درته پروت وي په هرځمکه
لیکونکی محمدسرور وکیلي