د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دستونزو په حل کې دجرګې رول

فضل قادر انډيوال 29.05.2012 20:39

په پښتنې ټولنې کې چې هر څومره ستونزې ، جګړې او نورې بدې پېښې شويدى نو په پاى کې سيالې ډلې دخبرو لپاره جرګې ته ناست دي او ورسره دغو ډول خپل واک جرګې ته سپارلې دي . جرګه بيا ستونزو په داسې بڼه هواروي چې دواړو سياليو ډلو ته د منلو وړ وي يو پر بل تيرى نه کيږي او د دواړو خواوو حقوق په کې خوندي وي اوس چې دافغانستان او په سيمه کې په ځانګړى ډول پښتانه له تيرو ٣٥ کالونو راهيسې له کوم بد ناورين سره مخ دي او تر ننه پورې په يوه نامه او پر بله نامه پښتان وژل کيږي او د پاى نښه يې نه څرګنديږي لرې ، نيږدې ، پرتو هېوادونو هڅې وکړى چې دغه ستونزه هواره کړي له بده مرغه هيڅوک پردې ونه توانيدل چې پښتنو ته يو داسې حل راباسي چې دوى پرى قانع شي او خپل ملي هويت په کې وګوري پښتانه خپل ځانګړى دودونه ،، خصوصيات لري او د جرګې ، مرکې او نورو بيلا بيلو لارو کولا شي چې دافغانستان او دسيمې حالات بدل کړي خو دبده مرغه ځينې ځانګړى کړۍ چې دپښتنو په جامه کې دپښتنو د ويشلو لپاره کار کوي نو له دې امله ددوې ستونزې نه هواريږي يوه ستره ستونزه چې پښتانه ورسره مخ دي هغه داده چې پښتانه ملي مشر توب نه لري او دميرويس نيکه او احمد شاه بابا را وروسته ملي مشر نه دى رامنځ ته شوى چې ټول پښتانه پرې يو موټې شي ددې يو لامل دادې چې دا مهال پښتانه په څو برخو ويشل شوي دي نيم په افغانستان او نيم په پاکستان کې دي دوى ددغو هېوادونو ترمنځ دپل حيثيت لري . خو دواړه هېوادونه ورته هغه حقوق نه ورکوي کوم چې ورته په کار دي او بل دنړيوالو زبرکوانو ترمينځ پاتې کيدل هم ددوى دبدمرغۍ ستر سبب دى چې هر زبرځواک غواړي چې خپله واکمني پر ې ومني خو پښتانه فطرتا د خپلو ځانگړو ارونو په رڼا کې دځان واکمنى کوي خو څوک يې نه پريږدي چې دارام ساه واخلي يوه بله خبره چې ډيره اړينه ده هغه دا چې زياتره دخامو او پخو موادو ذخيرى دپښتنو په سيمه کې دى زبر ځواک اونيږې يا ليرې هېوادونه غواړي چې دغه زيرمې په خپل واک کې ولري . په اوسني سياسي پړاوو کې دافضل خان لالا لخوا دملي يا قامي جرګې رابلل دوخت غوښتنه ده خو په دې کې به دټولې پښتنې سيمې استازى برخه اخلي؟بله دا چې ايا دغه جرګه به دپښتنو ستونزې هوارې کړى او که نه ؟ ايا ددغې جرګې پريکړه ليک ، او گډه اعلاميه به ومنل شي او که نه ! دا هغه پوښتنې دي چې ځواب به يې دجرگې څخه وروسته را څرګنده شي ځکه چې دا ډول جرګې يوازې سياسي رنګ لري د پلې او عملي کيدو نښه يې نه څرګنديږي البته ډير وګړى چې دغه ملي جرګه دټول پښتون اولس دستونزو دهوارې لپاره يوه پيلامه وګرځي او دا هم رښتنى خبره ده چې جرګه دپښتنود ستونزو په حل کې ستر رول لوبوي .