د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جان الله هاشمزاده د فاتحې اعلان

فضل قادر انډيوال 29.08.2009 18:24


د شمشاد د تلويزيون، د پژواک د خبري اژانس او نورو خپلواکو رسنيو د نامتو خبريال شهيد جان الله هاشمزاده، چې څو ورځې وړاندې په جمرود کې د ناڅرگندو وسله والو لخوا په شهادت رسيدلى فاتحه يې سبا د ٢٠٠٩ کال د اگست پر ٣٠ د يکشنبې په ورځ د سهار د لسو بجو څخه د ماسپښين تر يوې بجې پورې د پېښور د ارباب روډ په ذکريا جومات اخيستل کيږي دوستان دې خبري وي

له طرفه عزيزالله، د پېښور د پريس کلب مشر شميم شاهد، خيرمحمد، حاجي تاج محمد، حاجي عيدمحمد او حاجي سردار
انا لله وانا اليه راجعون