د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپښتون پوسټ لومړۍ گڼه چاپ شوه

فضل قادر انډيوال 01.06.2009 22:28

پېښور:

دپښتونخوا د ژورنالست محمد اشرف ډارپه امتياز د پښتو نوې ورځپاڼې پښتون پوسټ په خپرونې پيل وکړ دخبرونو څانگې مشري يې د ژورنالست او ليکوال فضل قادر انډيوال په غاړه ده . دپرانستې غونډه يې د پښتون پوسټ په دفتر کې ديو شمېر نامتو خبريالانو په وړاندې وشوه . پټۍ يې ژرنالست او ليکوال محمد عارف همدرد ،ليکوال سيف الله غريب يار او دنوموړي ورځپاڼې دامتياز د څښتن محمد اشرف ډار له خوا پرې شوه . غونډې ته محمد اشرف ډار وويل ، چې پوښتون پوسټ به د پښتون ولس د خدمت لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتې او پښتون ولس به له تازه پېښو نه خبر ساتي . غونډې ته فضل قادر انډيوال وويل : دامهال پښتون ولس لراو برکې له ستر ناورين سره مخ دى ، خو ددغه ناورين دله منځه وړلو لپاره پښتو رسنۍ ځانگړې دنده لري ، چې په هلو ځلو يې مينه والو پام ورته راوگرځي . غونډې ته محمد عارف همدرد وويل ، چې دغه ورځپاڼه به دلر او بر پښتون د يووالي لپاره خپلې هلې ځلې وکړي او پښتانه ځوانان په د ژورناليزم له اصولو سره اشنا کړي . سيف الله غريب يار زياته کړه ، چې دغه ورځپاڼه به دحقايقو په رابرسيره کولو کې عمده رول ولوبوي .

دپښتون پوسټ لو مړۍ ورځپاڼه ٦ مخونه لري ، چې په لومړي او شپږم مخ کې يې خبرونه ، په دوه يم مخ کې يې د حمزه بابا د ژوند په اړه تبصره ، درېم او څلورم مخ کې يې ليکنې او تبصرې او په پنځم مخ کې يې پاتې خبرونه خپاره شوي دي .