د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روئيد همت د شعرونو لومړى جونگ چاپ او خپور شو

فضل قادر انډيوال 25.02.2009 23:11

د ځوان ، تاند او نازکخيال غزل ويونکى شاعر ښاغلي روئيد همت د شعرونو لومړى جونگ چاپ او خپور شو .

که څه هم د ښاغلي روئيد همت غزلې په ځينو ورځپاڼو او مجلو کې خپرې شوې او هغه د چا خبره په مطبوعاتو کې ځليدلې څېره ده ، خو د شعري جونگ خپريدل يې د شعر او غزل مينه والو تنده خوړوبه کړه .
د نوموړي د شعري جونگ نوم ((وختونه دې تېريږي)) ايښودل شوى، چې پرې ښاغلي عبدالروف قتيل خوږياڼي او لايق زاده لايق ليکنې کړي دي، چې ټول 95 مخه لري .

خپلې مور او پلار ته په دې ټکو (قدرمنې مور او قدرمن پلار ته ، چې زما د روښانه راتلونکې لپاره يې د الله تعالى دربار ته لاسونه لپه کړي او خپل ارمانونه زما د روڼ سباوون په هېنداره کې گوري ) ډالۍ کړى .

خپلې خبرې يې هم پرې کړي ، د جونگ په ورستۍ پښتۍ د کوزې پښتونخوا نامتو ليکوال او د گڼو کتابونو ليکونکى سيد صابر شاه صابر پرې لنډه، خو هر اړخيزه ليکنه کړې .
((وختونه دي تېريږي )) د کتاب به ان اشا الله ډېر ژر مخکتنه وشي .