د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مهترلام بابا ادبي ټولنه د دوو شعري ټولگو مخکتنه کوي.

فضل قادر انډيوال 03.07.2010 18:17

مهترلام بابا ادبي ټولنه وياړي چې د نامتو ليکوال او شاعر نظير الحق قريشي د دوو شعري ټولگو "د صياد ظالم په غشو" او "فلسفې د محبت ورپسې گورئ" د مخکتنې غونډه وکړي. په دې اړه جوړېدونکې غونډه کې تاسې څخه په درنښت هيله کيږي چې په خپل راتگ دغې غونډې ته ښکلا وبخښئ.

د غونډې مشري به جنرال عبدالصمد مومند کوي.

مشران ميلمانه به يې خالد ايوب، معراج نبي، پوهنمل زاهدي احمدزى، ډاکټر راج ولي شاه خټک، ډاکټر محمد اعظم اعظم، ډاکټر شاه جهان، سيد صابر شاه صابر، زيور هېوادمل، پروفيسر اباسين يوسفزى او پروفيسر اسلم تاثير وي.

د غونډې کوربه به الحاج گل آغا شهباز او وياند به يې عبدالوهاب څاروان وي.

ورځ : جمعه

وخت : ٣ بجې

نېټه : د جولاى ٩ مه ٢٠١٠ چې د چنگاښ ١٨ مې ١٣٨٩ ل . هـ سره سمون خوري.

ځاى : خيبر پښتونخوا، پېښور تمبوان تمځاى، سپرينگ نايټ هوټل.

اړيکې : روئيد همت 03005839269

برېښنا ليک : nazirqurishi@yahoo.com، 03219086508