د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مشرانو ډېره وړه اشتباه د کشرانو د ملي تباهۍ سبب جوړېږي

محمد انور ولید 21.04.2012 14:47

په انساني نړۍ کې آدمي ځوځات د وخت د ضرورت پربنأ خپلمنځي اړیکوټینګولوته اړتیا لري . دغه اړیکې له یوه انساني نظام سره تړاو لري چې د یو منل شوي قانون په چوکاټ کې په اړونده ټولنه کې د عدل اونصاف له مخې هروخت پرنراو ښځه ، واړه او زاړه ، غلام او بادار، شاه اوګدا ، خپل او پردي ټولو باندې پرته له سمتي ، ژبني ، نژادي ، ګوندي او مذهبي تعصبه  یو خېل عملي شي . د خلکوزړونه په لاس راوړي ، ترڅو په ټولنه کې د ټولوکورنیواو بهرنیو نا د ود و مخه پرې ونیول شي . خود قانون پلي کېدل هم یو داسې مشر تابه جوړېدو ته اړتیا لري چې د آسماني او وضعي دستور په رڼا کې د خلکو شرعي غوښتنو ته د ځواب ویلو جوګه وي .
نن سبا په افغانستان کې د همداسې مشرتابه په تمه افغانان خپلې شپې ورځې شمېري ، لارې څاري ، د مشرتابه له دغې تشې څخه په ګټې پورته کولو سره له دری نیمو لسیزو را په ایسته پرافغانانو باندې  پردۍ جګړه ور تپل شوې ، مرګ ژوبلې ور باندې تحمیل دي ، په باروتو او کېمیاوي موادو کې پاخه شول ، خو تراوسه پورې یې ځانته داسې خواخوږی مشر ونه موند چې تر سیوري لاندې یې د آرام سا وباسي ، خپله اړینه تنده پرې ماته کړي ، او په سیمه او نړۍ کې د نړیوالو په ملاتړپه باوري توګه د خپلواکې ارادې تمثیل وکړی شي . خپل ؤلس اوخپلې خاورې ته مادي او معنوي ګټه ورسوي . ولې متأسفانه تراوسه پورې افغانانو په خپلو کې داسې څوک نه دي موند لي چې له فسا د او ناروا معاملو پرته یې د خپل ملت او خپلې خاورې بسیا کېد و له پاره په ملي صادقانه روحیه ، پوره امانت دارۍ او هوښیارۍ مټې را نغښتې ، او د خپل ؤلس له اوږو د پردي اسارت اوغلامۍ ژغ  په علمي ، قانوني او عقلي توګه ښکته کړي .  
نورهېوادونه  د خپلو ملي او نړیوالو سترا تیژیو له مخې افغانستان او سیمې ته د خپلو ګټو له پاره راغلي ، چې عملي کېدل یې د خپلو قیادي څېرو په بد لېد و را بد لېد و کې هېڅ اثر نه شي لرلی . دا ځکه چې تصمیم اوهوکړه یې ملي بڼه لري ، او خپل زعامت یې پرعملي کېدو باندې د اعتماد په صورت کې مأ مورکړی ، ترڅو د خپلې وړتیا له مخې هرڅوک خپل وظیفوي کردارادأ کړي . که چېرې په دغه نړیواله لوبه کې ښه وځلېږي ، کېدای شي د خپلو ملتونوله خوا تقدیر او یوځل بیا د باور رأیه ترلاسه کړي . او که  په ملي درغلیو پړ را ووځي ، نو بیا ددې امکان شته چې د ټولو مالي اوځاني قربانیوحساب کتاب ورسره وشي ، اود ستالین په څېریې آن هډ وکي محاکمه کړي .
افغانان هم د مشر موندلو په لټه کې دي ، خو د تېر په څېر میراثي او د څو کورنیو وارداتي مشران  نه  غواړي . ځکه افغانانو له خپل تېر تاریخ څخه د عبرت درسونه اخیستي ، او پرغولولو باندې د نړۍ تر بل هر سیاستمدار ډېر ښه پوهېږي . او نړۍ هم پردې پوهېدلې چې پر افغانانو باندې په زور کلي نه کېږي . ځکه افغانان داسې خلک دي چې هېڅکله د پرد و ظلم او زور ته سر نه ټیټوٍي . او د تاریخ په هره مقطع کې یې خپلمنځي شخړې او ستونځې تل د رغند ه سوله ییزبد لون له لارې په خپل بین الافغاني چوکاټ کې داسې سره هوارې کړې دي چې د جانبینو ترمنځ روغ زړي او بې غرضه درېیم ګړي د ملت له متن او بطن څخه سر را پورته ، او ملت ته د بې غرضه سوله ییز بدلون شعوري روحیه ور کړي ، تر څو  په هېواد کې اداري واک یو ځل بیا د کومې نا مقدسې معاملې په صورت کې د مافیا په لاس ور نه  کړي .
که چېرې ملت په بېباکانه ډول دا پلا هم د خپل برخلیک ټاکلو واک  داسې چاته په لاس ورکړي چې دا دری نیمې لسیزې په  وژنو . ترور ، ړنګولو ، انسان تښتونو ، د ځمکو او مخد رو توکو مافیایي کړیو ، رشوتونو، اختلاسونو او هر ډول اداري فساد کې تر ننه پورې ښکېل دي ، نو بیا دې دا تمه هم نه ترې کوي چې ګني دوی ته به یوه داسې قانون منده او سالمه اداره جوړه کړي چې تصمیم ، هوکړې او پرېکړې یې ملي بڼه ولري ، او پر مټ یې ملي ګټې ، ملي هویت ، د خاورې تمامیت ، خپلواکي ، د عامه خلکو امنیت خوندي ، او په ټول هېواد کې متوازن ، وړ، بې پرې او پرعدل او انصاف ولاړ له هر ډ ول فسا د ه خلاص مد یریت ولري .
ددې د پاره چې افغانانو دغه اصل ته ځان ورلنډ کړی وي ، ورباندې واجبه ده چې د جنګ جګړو، ګوند بازیو، قوم پرستیو، پرخلکو باندې د زر ، زور او تزویر له لارو د خپل ناروغه او ژوبل واک غځولو ، ژب پالنو او مذهب پالنو پرځای د سوله ییز ملي بد لون لاره خپله کړي . ترڅو د خپل ؤلس په باوري ملاتړ سره د سیمې او نړۍ هېوادونه په قانوني توګه د هېواد ، سیمې او نړۍ په کچه د افغان نظام تر څنګ ودرېږي ، او د افغانستان د خلکو او نظام له پاره کورنۍ او بهرنۍ مرستې د مافیا په جیبونو کې و نه لوېږي . خپل ړنګ هېواد ، خپل نظام او خپل خلک پرې ورغوي .
د ړنګ افغانستان د بیا رغولو، ټولو ځاني او مالي قربانیو او لاسته راوړنو له پاره د سوله ییز بد لون ټولنه تر ټولو ښه بد یل دﺉ . خو شرط په کې دادﺉ چې په خورا ځیرکتیا ، ایماندارۍ ، صداقت ، متانت ، صبر او پوره مېړانه ملت ددې ټولنې ترڅنګ ودرېږي . خو پرآزمویل شویو بیا باورپه کار نه دﺉ . ځکه ؛ ( آزموده را آزمودن خطاست . ) اود پیغمبر (ص) مبارک حدیث دﺉ چې فرمایلي یې دي : (( مسلمان یو ځل له یوه غاره چیچل کېږي ، که دوهم ځل وچیچل شو ، په خپل ایمان کې دې له سره تجدید نظر وکړي . )) له دې حدیث شریف څخه داسې مالومېږي چې مسلمان تل باید هوښیار او ځیرک وي . اومسلمان افغانان باید هرګام  مسؤلانه په حساب پورته کړي ، ځکه چې بله ورځ هم خدای تعالی ، او هم د خدای تعالی مخلوق ترې حساب کتاب غواړي . ملي مشر باید د ملي زعامت خواص او صفات په ځان کې ولري . ځکه د مشرانو ډېره وړه اشتباه د کشرانو د ملي تباهۍ سبب جوړېږي . اوملي زعیم داسې بنأ دﺉ چې ملت خپل ملي کور د خپلو رأیو په بد ل کې په اجاره ورکړی ، که چېرې د افغانستان زعیم بنأ د خپل هېواد د ملي ادارې کورسم ورغوي ، او د بنسټ ډبرې او خښتې یې منظمې سره ځای پرځای کړې وي ، نو کېدی شي چې په دغه ډول کور کې د ملت راتلونکي نسلونه او اخلاف هم د آرام سا ایستلی شي . او که بنسټ یې زموږ په څېر په درغلیو او ونډو کوږ اېښودل شوی وي ، نو بیا به دغه ډول کور د بنأ په حضور کې نړېدلی وي ، چې یا به یې بیا له سره رغوي او ناکاره خښتې اوغیر منظمې ډبرې به ترې باسي ، او یا به ملت تاوان ترې غواړي . ځکه وخت او مواد یې دواړه بې ځایه لګولي دي . چېرې نه چې داسې مشران بله ورځ د تاریخ په داد ګاه کې د تاریخي حکم پر بنسټ مخ تورن او پړ را ووځي .