د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علي احمد جلالي د ولسمشری را تلونکو انتخاباتوته ځان کاندید کړي

سلام خان 08.04.2012 10:30

د افغانستان د کورنيو چارو پخوانى وزير ښاغلی علي احمد جلالي وايي، چې د خپلو ملاتړو په غوښتنه غواړي، راتلونکيو ټاکنو کې ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي، نوموړی د اپریل په اوومه نیټه په کابل کی په خپله ځانګړې مرکه کې وویل، چې په تېر ولسمشريزو ټاکنو کې يې هم ملاتړ کوونکو له ده څخه د ځان د کانديدولو غوښتنه کړې وه، نوموړی ویلی دی چی د خلګو دغو ښتنو په اساس می نیت دې را تلو نکو انتخاباتو ته ودریږم،جلالي په افغانستان کې روانې ستونزې ته په اشارې سره وويل، اړينه ده چې د ستونزو د حل لپاره يوه داسې کاري ډله رامنځ ته شي، چې د "افغانستان ملي اجنډا" ته ژمن وي، ترڅو د قانون د پلي کولو له لارې افغانستان له بې ثباتۍ وباسي،هغه زياته کړه: "بې له دې چې دغسې يو ټيم او يو لوى ملي چتر جوړ نه شي، په هغه صورت کې د شخص کانديدل او انتخاباتو ته درېدل نه شي کولى چې د افغانستان ستونزې حل کړي."
هغه د دولتي نهادونو کمزورتيا، د افغانستان اساسي ستونزه وبلله او زياته يې کړه، چې د دغو نهادونو د پياوړتيا لپاره بايد په هغو کې د هغو کسانو نفوذ کم شي، چې د ده په وينا، له بهره او يا هم په حکومت کې دننه د ملي ګټو پرځاى، خپلو شخصي او د بهرنيو هېوادونو د ګټو لپاره کوي،جلالي زياته کړه: "په عين زمان کې د ټولو هغو قوتونو څخه يو چتر جوړ شي، چې هغه د قانون د حاکميت په اساس باندې په افغانستان د خلکو اعتماد راجلب کړي او د خلکو د اعتماد له لارې په افغانستان کې داسې يو قوت جوړ شي، چې نه يواځې کورنۍ ستونزې حل کړي، بلکې د هغو ستونزو او ناخوالو په مقابل کې چې له بهره راځي، يو ملي سپر شي ،هغه د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ايران او پاکستان د دريځ په اړه وويل، ګاونډي هېوادونه د افغانستان له بې ثباتۍ ګټه پورته کوي او "ترڅو چې په افغانستان کې داسې حکومت چې د خلکو اعتماد راجلب کړي، نو د ګاونډيو هېوادونو ستراتيژيکو محاسباتو ته تغيير نه شي ورکولى،په داسې حال کې چې وړمه ورځ، د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون غړو له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې راتلونکو ټاکنو ته د چمتووالي وښود او ولسمشر د ياد کمېسيون د پياوړتيا خبره وکړه؛ جلالي وايي، اندېښمن دى چې د راتلونکي ٢٠١٤ کال ولسمشريزې ټاکنې به رڼې او په خپل وخت ترسره نه شي،د ده په باور، خپلواکې او رڼې ټاکنې کولى شي افغانستان ته سوله او ثبات راولي او که چېرې دا کار ونه شي، نو په هېواد کې به بې ثباتي لا زياته کړي،جلالي زياته کړه: "که چېرې انتخابات د خلکو له خوا عادلانه، شفاف او بې طرفانه ونه ګڼل شي، په هغه صورت کې بيا هم د افغانستان ثبات ته صدمه رسېږي،هغه په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ځان د برياليتوب په اړه وويل: "که د افغانستان خلک وکولى شي داسې يوه کانديد ته رايه ورکړي، چې هغه وکولى شي د ښه ټيم او ملي اجنډا له لارې افغانستان ته نجات ورکړي، نو دا به د افغانستان د خلکو برياليتوب وي، نه د يوه شخص. ."
علی احمد جلالي دغلام جیلاني زوي ،په (۱۳۱۹) هجری ش کال کی په کابل کې زیږیدلی،دښوونځي زده کړي یي د حبیبي په لیسه کی سرته رسولي، او دلوړو زده کړو لپاره په حربي پوهنتون کي شامل شو. دحربي پوهنتون څخه له فارغیدو وروسته یي دامریکا په متحدو ایالاتو کی پوځي عالي زده کړو ته ادامه ورکړه ،له هغی وروسته یی دانګلستان دارکان حرب له کالج څخه ‌ډیپلوم ترلاسه کړ.دامریکا دکلیفورنیا دسمندري دفاع په کالج کي یي نوري زده کړي هم وکړی اودسیاسی علومو په څانګه کي یي دفوق لیسانس ډیپلوم د "باستون" دپوهنتون دسیاسي علومو له انستیتوب څخه هم ترلاسه کړ،محترم علی احمد جلالي ،دافغانستان په اردو کي دشل کاله خدمت وروسته دشوروي یرغلګرو پر ضد جهاد پیل کړ او په (۱۳۶۱) لمریز کال کی یي دامریکا متحدو ایالاتو ته هجرت وکړ اوتر هغی چي په (۱۳۸۱) لمریز کال کی بیرته خپل هیواد ته راستون شو،په خپل پیاوړي قلم او فکر یي د شوروي او په افغانستان کی دهغه دخوښی حکومت پر ضد مبارزه وکړه،په هغه موده کي چي محترم جلالي په امریکا کي و،دامریکا غږ به راډیو کي دپښتو ،فارسي او دري ژبو دڅانګي رییس هم و،اوددي ترڅنګ یی دانګلستان په عالي او پوځي موسسوکي لکچرونه اورول او ښووني یي کولی،دافغانستان ،مرکزي اومځنی آسیا ،دسیاسي ، پوځي او فرهنګي حالاتو په هکله دمحترم جلالي ډیر کتابونه او مقالي ،په امریکا،انګلستان ، افغانستان، پاکستان او ایران کي ، په انګلیسي ، پښتو او دري ژبو چاپ شوي. دده نوی کتاب (( آن سوی کوهستان)) نومیږي چي په امریکا او اروپا کي په انګلیسی ژبه چاپ شوی او د شوروي پرضد ،دافغانستان دخلګو جها د ته پکي ژوره پوځي کتنه شویده،دافغانستان پوځي تاریخ په دوو ټوکو کی ، دمحترم جلالي دنورو مهمو اثارو په ډله کي حسابیږي چي د یوه مآخذ په توګه ورځني په بیلا بیلو برخو کي کار اخیستل کیږي.
محترم جلالي له زرو څخه ډیری مقالي او څه باندي شل عمده اثار لري،هغه د (۱۳۸۱) لمریز کاله څخه د(۱۳۸۴) لمریز کال ترنیمایي پوری افغانستان دکورنیو چارو وزیر په هم پاتي شوي دي، چې وروسته يې د اکاډميکو فعاليتونو د دوام لپاره له خپلې دندې استعفا ورکړه،خو داسې اوازې هم وې، چې ګواکې له کرزي سره يې د واليانو د ټاکلو او د هغو دولتي چارواکو پر سر، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن وو، مخالفت د ده د استعفا لامل وګرځېد.پای