د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان باید خپل ماجراجویانه دریځ بدل کړي

سلام خان 24.09.2012 13:50

افغانستان او پاکستان تېره اوونۍ د ملګروملتو په امنیت شورا کې پر یو بل د لاسوهنې او د یوبل د مخالفانو د ملاتړ تورونه ولګول. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د پاکستان له لوري پر کونړ ولایت د درنو وسلو حملې د ژورې او جدي اندېښنې وړ دي. د ده په وینا دغو حملو د افغانانو په منځ کې بې سارې غوسه او نهیلي پارولې ده په عین حال کی پاکستان هم په وروستیو کې د افغانستان د تورونو په ځواب کې د متقابلو تورونو لړۍ پیل کړې ده، وايي چې د پاکستان هغه طالبان، چې د دغه هیواد پر پوځیانو بریدونه کوي د افغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې پناه اخلي خو د افغانستان حکومت یې په وړاندې عکس العمل نه ښيي،د راپورونو له مخې تر پنځو میاشتو ډیر وخت کیږي، چې د پاکستان له خاورې د افغانستان ختیځ ولایتونه تر 5000 په ډیرو توغندیو ویشتل شوي او لا هم دوام لري افغان حکومت دا موضوع داسې وخت د م.م د امنیت شورا په غونډه کې یادوي، چې د کونړ چارواکي وایي، په تیرو دوو شپو کې دانګام ولسوالۍ او نورو سیمو ته 135 توغندۍ راغورځول شوي ،دافغانستان د مشرانو چرګی دتیری یکشنبی دور ځی په عمومی غونډه کی دافغانستان دبهرنیو چارو دوزیر له خوا په امنیت شورا کی دپاکستان دراکټی حملو له شکا یته څخه خپل ملا تړ اعلان کړ جرګی له افغان حکومته ځخه وغو ښتل، چې د ملګرو ملتون په امنیت شورا کې دې، د پاکستان د راکټي حملو په اړه شکایت لا ډیر جدي ونیسي، چې پاکستان له دې کاره لاس واخلي.
د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې دیکشنبی دور ځی چی دسیپتمبر دمیاشتی له ۲۳ نیڼی سره سمون لری په خپله سرمقاله کې لیکلی دی چی، د پاکستان لپاره هغه وخت راغلی چې په افغانستان کې پر خپلې ماجراجویانه پالیسۍ بیا کتنه وکړي ځکه چې حتی که د پاکستان په نیابت جنګېدونکي عناصر(طالبان) کابل وهم نیسي داسي هیڅ ضمانت نشته چې هغوی دې د پاکستان متابعت وکړي او د اسلام اباد ګټې وساتي ور ځپاڼی په افغانستان کی دپاکستان خطر ناکی لوبی ته په اشاره لیکلی دی، پاکستان په داسي حال کې دا ناممکن(هدف) تعقیبوي چې منفي عواقبو یې ملت او ټولنه له ناوړه او فلجوونکي حالت سره مخامخ کړې ده ،د ورځپاڼې په اشاره په افغانستان کې د سخت دریځو د ملاتړ په نتیجه کې د پاکستاني سخت دریځو ودې کوی او په پاکستان کې د افراطیت پراختیا ته نوره هم پراخه زمینه مساعده کیدای شې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې هیواد به یې ژر د امریکا له متحدو ایالتونو او افغانستان سره محرمانه خبرې وکړي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې تیره اوونی وویل، د درو هیوادونو(افغانستان،امریکا،پاکستان ) جګپوړوچارواکو ته ویل شوي دی ، داسي ستراتیژي جوړه کړي چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو له خرابېدو راوروسته د دوی ترمنځ همکارۍ ښه کړي.
د پاکستان او امریکا ترمنځ لومړی ځل د اړیکو سوړوالی هغه مهال پیل شو چې د سي آی اې یوه قراردادي دوه پاکستانیان په لاهور کې ووژل، ورپسې امریکا پاکستان ته له اطلاع ورکولو پرته په ایبټ اباد ښار کې اسامه بن لادن وواژه او بیا د نومبر په میاشت کې د ناټو هوايي ځواکونو د پاکستان ۲۴ سرحدي پوځیان ووژل ، ددری واړه هیوادنو دجکپوړو چارواکو په خبرو کې به کلیدي عنصر دا وي چې په افغانستان کې د سولې یوې موافقې ته د لارې د اوارولو لپاره باید دا په ګوته شي چې کومې سخت دریځې ډلې د وسلې اېښوولو ته هڅېدای شي
مېرمن کهر، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره امریکا ته سفر کړی، په واشنګټن کې اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:باید د دې د مالومولو لپاره چې څوک ګواښ دي په ګډه هڅه وشي. په دې هکله چې له هغوسره چې ګواښ دي څرنګه معامله وشي باید پرېکړه وشي او دغه راز هغوی چې ګواښ نه دي څرنګه هغوی روغې ته راوستلی شو دې همداراز ویلی دی چی موږ لېواله یو چې له هر چا سره د هر هغه چا پرخلاف همکاري وکړو چې سولې او ثبات ته خطر دي ،امریکايي چارواکي وايي چې د حقاني شبکې چې په افغانستان کې د دوی د سفارت په شمول په اکثرو لویو او خطرناکو حملوکې لاس لري. د دوی په باور دا شبکه، چې د پاکستان د استخباراتو او پوځ ځینې کړۍ یې ملاتړ کوونکي دي، د دوو او څلورو زرو ترمنځ غړي لري او له القاعده شبکې سره نژدې اړیکې پالي ،مېرمن کهر دا خبره رد کړه چې ګنې پاکستان د حقاني شبکې د ځپلولو لپاره کوم خاص مسوولیت په غاړه لري، ویې ویل چې د حقاني د شبکې غړي په پنځه ملیونه نورو افغان کډوالو کې ورک دي ،دې زیاته کړه: موږ به خوشاله شو چې هر یو بېرته افغانستان ته ولېږو چې هلته په سوله کې ژوند وکړي خو له دې یې انکار وکړ چې ایا د دې حکومت به په درې اړخیزو خبرو کې امریکا او افغانستان ته ژمنه ورکړي چې د حقاني شبکې پرضد به پوځي اقدام وکړي ،د يادونې وړ ده چې د عمومي اسامبلې په څنډه کې به د افغانستان، برتانيې او پاکستان ترمنځ هم درې اړخيزې خبرې ترسره شي، خو دا خبرې به د ولسمشرانو په کچه وي ، ولسمشر کرزى باید د ملګرو ملتونو په غونډه کې يو ځل بيا د پاکستان د بريدونو په اړه د افغانستان اندېښنه شريکه کړي او په غونډه کې له ټولو حاضرو هېوادونو بايد په کلکه وغواړي، چې د سياسي فشارونو له لارې پر افغانستان د پاکستان د بريدونو د درولو هڅې وکړي او د نړۍ هېوادونو ته دا هم بايد ووايي، چې که پاکستان د افغانستان پر خاوره خپلو بريدونو ته ادامه ور کړي؛ نو دا کار به په سيمه کې کړکېچ نور هم زيات کړي او د افغانستان او پاکستان اړيکې به تر بل هر وخت زياتې خرابې شي.
همدارازټاکل شوې ده چی په نيويارک کې د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د افغانستان، هند او امريکې تر منځ درې اړخيزې خبرې ترسره شي. دا لومړی ځل دی چې د دغو دريو هېوادونو تر منځ درې اړخيزې خبرې ترسره کېږي. خبرې به د بهرنيو چارو د مرستيال وزيرانو په کچه وي. په دې اړه پرېکړه تېر جون د امريکې او هند د ستراتيژيکو خبرو پر مهال شوې وه. د هغو خبرو مشري هېلري کلېنټن او (اېم اېس کرېشنا) کوله. د جون په ۱۳ نېټه هېلري کلينټن دخبرو په پای کې يوه خبري کنفرانس ته ويلي و، چې: نن موږ پرېکړه چې زموږ دريو ملتونو تر منځ درې اړخيزې خبرې پيل شي.