د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان، پاكستان اوانګلستان ترمنځ ګډه ناسته

سلام خان 29.01.2013 00:04

د ځینوخبری سرچینو دمعلوماتو پربنیاد انګلستان به د راتلونكې فبرورۍ مياشتې په لومړۍ اوونۍ كې د افغانستان او پاكستان د ګډې ناستې كوربه وي په دی اړه،د پاكستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند هم په خپله اوونيزه خبري ناسته كې ويلي چې په راتلونكې اوونۍ كې به د پاكستان ولسمشر اصف علي زرداري په لندن كې د افغانستان، پاكستان او انګلستان هېوادونو په درې اړخيزه غونډه كې، چې افغان ولسمشر حامدكرزى او د انګلستان صدراعظم ډيويډ كامرون يې برخه وال دي، د برخه اخستلو لپاره انګلستان ته سفر وكړي په را پورونو کی ویل شوی ،دي چې په راتلونكې درې اړخيزه غونډه كې به افغان لوري ته د امنيتي مسووليتونو پر سپارلو او له وسله والو طالبانو سره د سولې پر بهير بحثونه وشي ،انګلستان هڅه كوي چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې وشي او دغه پروسه چټكه شي د سولې د عالي شورا له خوا د سولې د رامنځ ته شوي پلان پلي كول د افغان حكومت لپاره ډير مهم دي او هڅه كوي چې د انګلستان له لارې پر پاكستان د دغه پلان د پلي كولو په برخه كې فشار راوړي ،د پاكستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند د پاكستان له زندانونو څخه د طالب بنديانو د خوشي كولو په اړه ويلي چې اسلام اباد هڅه كوي له دې لارې په افغانستان كې د سولې له بهير سره مرسته وكړي،د سیاسی چارو دځینو کار پو هانو په باور، په انګلستان كې دغه درې اړخيزه غونډه كېداى شي كومه لاسته راوړنه ونه لري او پاكستان به په دې برخه كې د تير په څير يوازې ژمنی وكړي دا ځکه چې پاكستان په كور دننه ډیری ستونزې لري چې تر ټولو مهمې يې په روان میلادي كال كې ولسمشريزې ټاكنې دي پاكستان هڅه كوي له پاكستاني طالبانو سره، چې د افغان طالبانو همفكره دي او ښې اړيكې ور سره لري، له نرمې لهجې كار واخلي چې راتلونكي ټولټاكنې يې په سوله ييزه فضا كې تر سره شي، خو افغان حكومت له پاكستانه غواړي چې پر وسله والو طالبانو فشار راوړي چې د سولې له بهير سره يو ځاى شي خو په يوه وخت كې دواړه كارونه د پاكستان لپاره ستونزمن دي او پاكستان به په دې غونډه كې هم لكه د تېر په څېر يوازې ژمنې وكړي،له بله لوری د خليج هېوادونو خپرېدونكې ورځپاڼې ګلف خبر ور كړى چې د وسله والو طالبانو لوړ پوړي استازي قطر ته رسېدلي دي ،يادې ورځپاڼې په داسې وخت كې قطر ته د وسله والو طالبانو د لوړپوړو استازو د رسيدو خبر ور كړى چې افغان چارواكو ويلي وو، د وسله والو طالبانو له خوا له افغان حكومت سره د سولې خبرې رسماً تاييد شوي نه دي ،د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي هم د يكشنبې په ورځ په يوه خبرې كنفرانس كې وويل، افغان دولت هيله لري چې له قطر او امريكا سره تر تفاهم وروسته په قطر كې د طالبانو لپاره يو دفتر پرانېزي او تر هغه وروسته به دوی له طالبانو سره د مخامخ خبرو شاهدان و اوسي تر دې وړاندې افغان او پاكستاني چارواكو هم ويلي چې وسله وال طالبان په دوحه كې د دوى لپاره د رسمي دفتر پرانستلو ته لېواله دي د سياسي چارو شنونكي يې په اړه وايي چې قطر ته طالب استازي د امريكا، پاكستان او وسله والو طالبانو د پټې هوكړې په اساس تللي دي نه دافغانستان سره دخبرو په هدف، وسله وال طالبان په هيڅ صورت له افغان حكومت سره مخامخ خبرې نه كوي او قطر ته يې استازي له پاكستان او امريكا سره د پټې هوكړې په اساس استولي دي ، وسله وال طالبان له امريكا سره مشكل لري نو غوره بولي چې لومړى له امريكا او بيا په افغانستان كې له نورو ښكېلو خواوو سره تفاهم ته ورسېږي.
په تیره اوونی کی افغان ولسمشر حامدكرزي د افغانستان په چارو كې د امريكا له استازي سره په ليدنه كې پر دې خبره په ټينګار سربېره چې امريكا دې له افغانستان سره كړې ژمنې پوره كړي، او ويلي یی دی چې د قطر په دفتر كې د وسله والو طالبانو استازی باید خپل مشر تايید کړی وی افغان ولسمشر ښايي دغه خبره د وسله والو طالب جعلي استازو ته په اشاره كړی وی ،د ځکه چی د استازو په برخه كې پر وسله والو طالبانو بې باوري موجوده ده، پخوا به هم كابل ته ځينې كسان د طالب استازو په نامه راتلل، خو وياند به يې بيا د هغه استازيتوب رداوه ،اوس هم د وسله والو طالبانو يوې ډلې له افغان حكومت سره د سولې د خبرو پيلولو ته لېوالتيا ښودلې، خو بلې يې له ملګرو ملتونو سره او درېيمې ډله يې بيا له امريكا سره خبرې غواړي، د افغان ولسمشر خبرې كېداى شي داسې تعبير شي چې لومړى دې وسله وال سره يوه خوله شي او بيا دې له خپله منځه يو استازى، چې د دوى ټولو خواو ته د منلو وړ وي، د سولې د خبرو لپاره قطر ته ولېږي.پای