د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او ناروې ستراتېژیک تړون لاسلیک کړ

سلام خان 07.02.2013 00:15

له امریکا، انګلستان، جرمني، هند، ایټالیا، اسټرالیا او فرانسې سره د افغان لوري د اوږد مهاله ستراتېژیکو تړونو سربېره ناروې اتم هېواد دی چې افغان حکومت دا تړون ورسره لاسلیکوي. چې له مخې یې په راتلونکې له دغو هېوادونو سره د اړیکو څرنګوالی روښانوي ،افغان ولسمشر حامد کرزی ناروې ته د سفر پر مهال له دغه هېواد سره اوږد مهاله ستراتیژیک تړون لاسلیک کړد دې سند له مخې به د اوسلو او کابل تر منځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکې روښانه شي دغه تړون د ولسمشر حامد کرزي او لومړي وزیر وینسي استالتنبرګ ترمنځ لاسلیک شو د دواړو هیوادونو مشرانو د فساد پرضد د مبارزې ژمنه وکړه ،د دغه سند تر لاسلیکدو وروسته، د ناروې لومړي وزیر ینس ستولتنبېرگ، وویل چې «هیواد یې د فساد پر ضد هیڅ زغم نه لري، نو له همدې امله مونږ د ناروې هیواد مرسته کوونکې پیسې له نزدې تعقیبوو ،په پام کې ده چې تر ۲۰۱۷م کاله پورې به ناروې له افغانستان سره ۷۵۰ میلیونه کرونر، چې ۱۳۶ میلیونه ډالر کیږي، مرسته وکړي،ستولتنبېرگ وویل، حتې کله چې ناروې په افغانستان کې خپل پوځي ځواکونه راکم هم کړی، خپل ځان «د ښې حکومتدارۍ، د قانون حاکمیت، بشري حقونو، شفافیت او دموکراسې» په برخه کې له افغانستان سره ژمن بولي ،افغان ولسمشر حامد کرزي وویل: «په دې برخه کې به د افغانستان ونډه دا وي، هغه مالي مرستې چې د نا روی له خوا ورکول کیږي، په سمه توگه او د افغانانو په گټه به لگول کیږي هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې افغانستان به د امن یو داسي چاپیریال» رامنځ ته کړي چې د خپلو خلکو امنیت او د نورو هیوادونو گټې په کې تأمین وي ،ستولتنبېرگ وړاندې زیاته کړه: د نړیوال تروریزم پر ضد جگړه، یوه نړیواله جگړه ده... او مونږ باید د بیلابیلو هیوادونو تر منځ همکاري وکړو.» د هغه له دې خبره څخه په الجزایر کې د گازو په تأسیساتو کې د یرغمل نیونې یوې پیښې ته اشاره وه، چې په کې د ناروې پنځه تنه وگړي وژل شوي وو.
کرزي د هغې پوښتنې په ځواب کې چی آیا وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه به د ولسمشر په توګه پاتي شي، وویل :«دا هیڅ د پوښتنې وړ خبره نه ده» ځکه چې د افغانستان اساسي قانون یې اجازه نه ورکوي،پر دې سربیره افغان ولسمشر د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر، د دفاع وزیر، د پارلمان رئیس، د بهرنیو او دفاعي چارو د جرگه گیو له استازو او د دغه هیواد له پاچا هارلد، سره هم ولیدل ،دناروی او افغانستان اړیکی څولسیزو ته رسیږې ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند جانان موسی زی وايلی دی چی له ناروې سره اړیکې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې او اړینې دي، ځکه دغه هېواد له افغان حکومت سره پراخې مرستې کړې دي:
"ناروې له افغانستان سره په تېرو ۱۰ کلونو کې نژدې ۱۰ میلیارده ډالره مرستې کړې، دغه راز د ناروې یو شمېر سرتېري په افغانستان کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ټینګولو کې همکار پاتې شوې دي. او د سیمه ییزو همکاریو په لړ کې یې له افغانستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره مرستې کړې دي. ناروې په تېرو ۱۰ کلونو کې له افغانستان سره یو همکار هېواد پاتې شوی او هیله لرو چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم دغه دوستي په ډېره جدي او نژدې توګه دوام ولري ،ناورې په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان ته ځواکونه ولېږل چې نژدې زرو تنو ته رسیږي او د افغانستان په شمال کې مېشت دي ،په تېرو کلونو کې د ناروېژن چرچ اېډ، ناروېژن ریفویجي کونسل، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ګډون یو شمېر موسسو د کرنې، روغتیا، پوهنې او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخو کې کارونه کړي دي افغانستان لپاره د ناروېژن کمېټې سرپرست مشر سیدجلال الدین شاه وايي دوی د افغانستان په بدخشان، وردګو، غزني او ننګرهار ولایتونو کې فعالیت کوي او غواړي چې خپلو چارو ته تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم دوام ورکړي ،د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې فعالیتونه ۳۰ کاله مخکې له پېښوره پیل شول او له افغان کډوالو سره یې مرستې کولې. په ۲۰۰۲ کال کې یې خپل دفتر کابل ته ولېږداوه، نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته که امنیت وي یا نه وي موږ پلان لرو چې په افغانستان کې کار وکړوا فغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ ناوخته له بریتانیې څخه ناروې ته ورسید. په بریتانیا کې حامد کرزي له صدراعظم دیوید کمرون او د پاکستان له ولسمشر، آصف علي زرداري سره په درې اړخیزو خبرو اترو کې برخه اخیستې وه ،ولسمشر کرزي او ولسمشر زرداري وړمه ورځ په لندن کې په خپل منځ کې له خبرو وروسته وویل چې په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو تر څنګ به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د پخلاینې پروسه په شپږو میاشتو کې دننه بریالۍ شي ، په داسی حال کی چی وسله والو طالبانو په شپږو میاشتو کې د افغانستان د مسلې د حل کولو لپاره د ګډ کار په باب د افغانستان او پاکستان موافقه او د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د درې اړخیزې غونډې پایلې رد کړې دی د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه لیکنه کې، چې د طالبانو د اسلامي امارت ویبپاڼې خپره کړې ده، ویلي چې دا کنفرانس او نورې هلې ځلې د اصلي خواوو ترمنځ د خبرواترو د لارې خنډونه دي د ذبیح الله مجاهد اشاره ظاهراً د طالبانو پخواني دریځ ته ده چې د سولې خبرې باید د طالبانو او امریکا ترمنځ وشي،طالبانو تل دافغانستان له حکومت سره له خبرو انکار کړی دی ،مجاهد دغه راز لیکلي دی چی: لوېدیځ ځواکونه چې له پوځي ماتې سره مخامخ شوي له دا ډول کنفرانسونو څخه د تبلیغاتو په توګه کار اخلي په عین حال کی د ځینو راپورونو له مخې په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرې پیل شوي او ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په دی هکله د قطر له امیر سره ټېلفوني خبرې وکړي.پای.