د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان حکومت پرخلاف جګړه، د اسلام پرضد جګړه ده

سلام خان 20.09.2012 17:10

دولسی جرګی غړی استاد عبدالرب رسول سیاف يو ځل بيا په خپلو هغو څرګندونو ټينګار وکړ، چې تېره اوونۍ يې د احمد شاه مسعود د تلين په اړه په جوړو شوو مراسمو کې کړې وې استاد سیاف په یادو مراسمو کی ویلی وو چی ځانمرګی بریدونه دشریعیت له مخی ناروا دې ،نوموړی چی دچهارشنبی په ورځ دسنبلی په ۲۹ نیټه په کابل کی د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د وژل کیدو په لومړۍ کلیزه کې خبرې کولې وویل یو ځل بیا په تکرار سره وویل د افغان حکومت پرخلاف د وسله والو طالبانو اوسنۍ جګړه د اسلام او مسلمانانو پرضد جګړه ده او وایی چې دغه جګړه له بهر څخه رهبري کیږي او هدف یې د افغانستان ورانول دي ،دغه مسلمان کشي نه بلکې اسلام کشي ده، مخالفین دعوه کوي چې د بهرنیانو پر ضد جنګیږي، خو په دې باید ټول پوه شي چې دوی دروغ وایي ،دغه دروغجن دې خدای په غضب ګرفتار کړي، هغه کسان چې له دوی سره مرسته کوي د قیامت په ورځ به د خدای له رحمت څخه بې برخې وي ، استاد سیاف په خپلو ځرګندونو کی دا هم وویل چی ځانمرګی بریدونه مسلمان وژنه نه بلکی اسلام وژنه ده.استاد سياف زياته کړه: "دا چې څوک وايي، موږ دلته د بهرنيانو پر وړاندې جګړه کوو، دا خبره دې بايد ټول واوري، دوى يې دې هم واوري! دروغ وايي، دروغ وايي! خداى دې دا دروغ ويونکي په خپل غضب اخته کړي ده وويل، چې د مجاهدينو له مشهور قوماندان احمدشاه مسعود او د وحدت اسلامي ګوند له مشر عبدالعلي مزاري سره خو بهرنيان نه وو، چې طالبانو ووژل.
سياف وايي، چې له شرعي پلوه د نړۍ اسلامي امت دنده لري، چې د مسلمانانو د دوو ډلو ترمنځ د شخړې پر مهال د هغوى ترمنځ سوله وکړي د ده په خبره، که له دې دوو ډلو هره خوا سوله ونه مني، بايد ټوله اسلامي نړۍ هغه وځپي ترڅو سولې ته غاړه کېږي .
ولسمشرحامد کرزي هم، چې د چهارشنبې په ورځ د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د لومړي تلین او د سولې اونۍ په مناسبت غونډه کې یې وینا کوله، د سولې په برخه کې د استاد رباني تیرې هڅې
وستایلې او زیاته یې کړه، چې دوی به هم په پوره توان سره د هغه لار تعقیب کړي ،حامد کرزي وویل، چې اوس هم هره ورځ افغانان په یوه او بل نوم وژل کیږي او باید چې دغه وژنې نورې پای ته ورسیږي حامد کرزی په خپلو خبرو کی سوله د افغانستان یوه جدي اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې دغه هدف ته د رسیدو لپاره به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي ،د سولې عالي شورا پخوانی مشر برهان الدین رباني یو کال مخکې د سنبلې په نهه ویشتمه نیټه په خپل کور کې د یوه ځان وژونکي له خوا ووژل شو،د ده زوی صلاح الدین رباني، چې اوس د سولې عالي شورا مشري کوي پر حکومت انتقاد وکړ، چې د ځنځیریي وژنو په مخنیوي کې پاته راغلی ،صلاح الدین رباني وویل، چې باید د استاد رباني د وژل کیدو دوسیه په جدي ډول وڅیړل شي او په دې برخه کې خلکو ته واضع معلومات وړاندې شي،د سولې عالي شورا مشر په وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې د پردیو له ولکې څخه راووځي او د سولې له روان بهیر سره یوځای شي نوموړی په خپلو خبرو کی وویل زه په وسله والو مخالفینو ته خپل نه بلکه دخدای پیغام وړاندی کوم چی که سوله خوښوی مونږ هم سوله غواړو که څه هم په موږ ډیر ظلمونه شوي او په دې لاره کې مو ډیرې قربانۍ ورکړي، خو بیا هم د الهي فرمان او د استاد برهان الدین رباني په څیر د تاوتریخوالي په پای ته رسیدو ټینګار کوو ،دحکومت وسله وال مخالفین باید په دی پوه شی چی جنګ دحل لاره نه ده ، دوی نه باید دپردیو دلاس اله وګر ځی او هیواد نور هم له ستونزو سره مخامخ کړی.
بلکی له دې وړاندې هم د افغان حکومت چارواکو په وار وار پر وسله والو مخالفینو د سولې غږ کړی، خو وسله وال مخالفین وایي، ترڅو چې بهرنیان په دې هېواد کې موجود وي دوی به سولې ته حاضر نه شي د حکومت وسله والو مخالفینو تراوسه د سولې عالي شورا څو چارواکي هم وژلي چې برهان الدین رباني او مولوي ارسلا رحماني یې ښې بیلګې دي .
بل لورته د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي چې د کابل د ښونې او روزنې پوهنتون او د دغه پوهنتون مخې ته غځیدلی سړک یې د استاد برهان الدین رباني په نوم نومولي دي همدا رازد بي بي سي خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، د برهان الدین رباني زوى او سولې شورا د رييس صلاح الدين رباني د ناټو له خبري ټلوېزيون سره په مرکه کې په ویلي، چې د کندهار نړيوال هوايي ډگر به د دۀ د پلار په نامۀ کيږي. د رېپوټ له مخې هغه ولسمشر حامد کرزى پر دې پرېکړه ستایلی، چې د د هېواد د گټو لپاره يې کارکړې ده صلاح الدین ربانی ویلی دی چی دا د ملي يو والي لپاره ښه خبره ده چې يو هوايي ډگر د هېواد د يوې بلې سيمې د يوۀ ملي شخصيت په نامۀ کيږي. دا د افغانستان د بيلا بيلو توکمونو او خلکو ترمنځ د مينې او يووالي ښکارندويي کوي ،که چېرې په رښتیا هم داسې پرېکړه شوي وي، نو دا به لومړى ځل وي چې د افغانستان يو هوايي ډگر ته د يوه سياسي مشر نوم ورکول کېږي ،د یادونې ده، چې ولسمشر کرزي پر ٢٠٠٩ کال د پخواني ولسمشر محمد داوود په وياړ، چې پر ١٣٥٧ کال له خپلې کورنۍ سره کودتاچيانو وواژه، د کابل د هوايي ډگر د نومولو وړانديز رد کړى و ،برهان الدين رباني چې اوس يې هوايي ډگر د هغه په نامه کېږي، تېر کال د سپټمبر پر ٢٠ مه په کابل کې په يوه بريد کې چې ځانمرگى بلل شوى، ووژل شو،ښاغلى رباني هغه مهال د سولې د حکومتي شورا مشر و او د درناوي د لومړۍ نښې په توگه، د سولې د شهيد رسمي لقب هم ورکړ شوى و،برهان الدين رباني په افغانستان کې د اسلامي غورځنگ له جوړوونکو څخه و چې په مصر کې د زده کړو پر مهال د اخوان المسليمن نظريو ته ورڅکېدلى و.