د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

كركټ هم عجيبه لوبه ده

عصمت الله مايار 19.03.2012 13:27

كركټ هم عجيبه لوبه ده
كركټ هم عجيبه لوبه ده، او عجيبې ځانګړنې لري، يو څوك چې له دغې لوبې سره بلد نه وي نو سم له واره پرې نيوكه كوي، خو كه يو ځل دې له دغې لوبې سره بلد كړ، بيا يې د چا پلار ترې اېسارولى نه شي.
د كاكا زوى مې راته ويل، چې په ليليه كې له يوه ساتونكي له دې امله په تنگ راغلي و، چې تل به يې له كركټ سره د ډېرې مينې له كبله ځورول،(( دې ماما به چې كله مونږ وليدو چې كركټ ګورو په كړس كړس به يې راته خندل، او راته ويل به يې تاسې په دې يوه لرګي او پنډوسكي كې څه ليدلي دي، چې تل مو تلوېزون ته نېغې سترګې نيولې وي)) د كاكا زوى مې ويل چې بالاخره مو په ورو ورو نوموړى له كركټ سره بلد كړ ، سم د واره د كركټ دومره شوقي شو، چې شپه او ورځ به تلوېزون ته ناست او لوبې به يې كتلې، كه به نه وو، نو همدا مونږ و او دده پوښتنې چې څه وخت لوبه ده او څنګه لوبه ده؟
يو بل دوست مې چې تل به يې راته ويل دا د انګريزانو لوبه پرېږده، دا هسې ده او دا داسې ده. اوس يې چې وينم بېټ يې په لاس كې او د نورو كركټي ملګرو په لټه كې وي.
خو په وروستيو كې د افغان كركت پرمختګ په هېواد كې ددغه لوبې مينه وال يو په دوه كړل، اوس نو چې هر ځاى ګورې ماشومان او ځوانان په كركټ بوخت دي. ځوانان خو پرېږده چې اوس يې د پاخه عمر لرونكي او سپين ږيري هم په ډېر شوق د كركټ خبرونه تعقيبوي او په تلوېزونونو كې يې ګوري. ويل كېږي په هغه ورځ چې د افغانستان او پاكستان د ملي لوبډلو تر منځ د كركټ لوبه وه، د جنراتورونو د مستريانو بازار ښه ګرم و، ځكه د پلازمېنې پرقونه مو هم چندان د مزې نه دي. لس دقيقي وي او لس دقيقي يې بيا په سالنګ كې هم درك نه وي، له همدې امله هر چا خپل جنراتورونه په اوږو كړي و.
اوسني اوږده ژمي ماشومان او ځوانان په كورونو كې په تنګ كړي دي، د دوى لوبغالي يې وربند كړي دي او له لوبو يې ايستلي دي. له خاورو او دوړو په ډكو ميدانونو كې تنكي زلميان په خورا مينه كركټ كوي، كه څه هم بې له شكه چې دغلته دوړې او خاورې د دوى په روغتيا ناوړه اغېزې لري، خو دوى فقط لكه په نړيوالو ميدانونو كې، داسې ګرم پرې راغلي وي. عجيبه لا داده چې په هغو ځايونو او اطرافي سيمو كې چې كركټ پكې دود نه و اوس ټول ځوانان او ماشومان په كركټ بوخت وي. دې اړخ ته مې هغه وخت پام شو، چې د وردګو په لرې پرتو كليو كې مې د كركټ لوبې وليدې، چې ځوانان پرې بوخت دي، وردك هغه ولايت و چې وړاندې پكې ۹۰ سلنه د واليبال لوبه كېده خو اوس ورو ورو دغه ځاى ترې كركټ نيسي. ډېرى هغه ځوانان چې په وروستيو كې يې كركټ ته مخه كړې، په دې نظر دي چې د كركټ لوبه يې له وړاندې نه خوښېده، خو اوس چې په دغه لوبه پوه شوي دي ډېره يې خوښه شوې ده له همدې امله يې پخوانۍ لوبه پرېښې او كركت ته يې مخه كړې ده. له بل لوري د پوهنې وزارت هغه ګام چې غواړي دغه لوبه د ښوونځيو ښوونيز نصاب ته شامله كړي بې له شكه چې مينه وال به يې خورا زيات كړي.
له دې خاطره په ټولو چارواكو غږ كوو چې ددغه لوبې او تر څنګ يې د نورو لوبو د غوړېدو په موخه كوټلي ګامونه واخلي، به بېلا بېلو سيمو كې لوبغالي جوړ او اسانتياوې رامنځ ته كړي. حد اقل كه نه شي كولاى په لوړه سطحه سټډيمونه ورغوي، دا خو كولاى شي چې عادي لوبغالي ورغوي او د كركټ د مينه والو په واك كې يې وركړي په وروستيو كې په دې برخه كې د كركټ بورډ د هڅو ستاينه كوو خو كافي يې نه شو بللى له دغې ادارې مو غوښتنه داده چې ژر تر ژره لږ تر لږه په هر ولايت كې يو يو لوبغالى ورغوي. په دې هيلې چې د كركټ بورډ اداره په ولايتونو كې هم د كركټ پرمختګ ته پام واړوي او د كركټ د مينه والو هيلې پوره كړي.
مننه