د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سعيد شينواري تازه ژباړه له چاپه راووته

عصمت الله مايار 01.07.2012 12:40

د ځوان ژونالېست، ليكوال او شاعر نورولي سعيد شينواري (( رشوت د اسلام له نظره )) له اردو څخه ژباړل شوى كتاب د چاپ په ګاڼه ښكلى شو.

دا اثر د تركي ليكوال شيخ عبدالله المحسن التركي لخوا په عربي ليكل شوى او بيا اردو ژبې ته ژباړل شوى و چى اوس اوس د ښاغلي سعيد لخوا پښتو ته ژباړل شوى دى.

كتاب ۲۹۰ مخونه لري، ډيزاين يې د ښاغلي عبدالهادي اثر لخوا شوى دى او ګودر خپرندويه ټولنې په خپل مالي لګښت په ۲۰۰۰ ټوكه كې په ښكلي جلد او صحافت كې چاپ او خپور كړى دى.

كتاب د ژباړن لخوا داسې ډالۍ شوى دى: (( هغو رنځورو او خوږمنو سترګو ته چې له مخلوقه ستړې شوې، خو د څښتن تعالى د عدالت په طمعه غړېږي.))

شينواري په دوهم قدم كې دغه ارزښتناكه ډالۍ د نړۍ ستر نعمت ته داسې ډالۍ كړى دى: (( خپلې خوږې مور ته چې هيڅ يې په مساپرۍ نه پېرزو كېږم.))

په كتاب لومړۍ سريزه پوهندوى فضل ولي ناګار ليكلې، او دوهمه سريزه پرې پوهندوى لعل پاچا ازمون كښلې ده.

تر دغو سريزو وروسته د ژباړن خپلې خبرې او د ليكوال تر مقدمې وروسته په مستقيم ډول د محتوا لمنې ته لوستونكى بيايي.

د كتاب منځ پانگه څلور بابه لري، د جرم د اركانو تر پېژندلو وروسته لومړى باب د رشوت په حقيقت راپېلېږي.

دوهم باب درۍ څپركي لري او د رشوت په اړه اسلامي احكام بيانوي، دريم باب د بډو د جرم پايلې او اغېزې په علمي او سيستماتيك ډول څېړي.

په څلورم باب كې د رشوت د مخنيوي لارې چارې سنجول شوې او پاى يې بيا د ليكوال ځانګړې پايليزې باندې پاى مومي.

كتاب په خوږه او روانه پښتو ژباړل شوى، چې لوستونكى تر پايه له خپل ځان سره ساتي.

كتاب په خپله موضوع باندې لومړنى ليكل شوى پشپړ علمي اثر دى چې ليكوال پرې پي اچ ډي سند اخيستى دى او د افغانستان په اوسني نظام كې د پراخ فساد شتون دا اړتيا لا ډېروله چى دغسې يو اثر دې د پښتو ژبې په مشال كې د لاروښوونې وياړ راوړي.