د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کانکور ځپلي او د لوړو زده کړو خصوصي موسسې

عصمت الله مايار 13.01.2011 21:06

افغان ملت چې دوامدارو جګړو ډېر څه ترې اخيستې او همېشه له ګڼو ستونزو سره يو ځاى د خپل ژوند شېبې لنډوي، بې سوادي يې هم له ډېرو لويو ستونزو يوه ده. ٣٢ کلنې تپل شوې جګړې، چې اوس هم دوام لري له ډېرو افغانانو په خاص ډول له ډېرو پښتنو ژوند واخيست، ډېر يې کنډو کپر، ګوډ او مات کړل، ډېرې ميندې يې د خپلو زامنو په وير کېنولې، ډېر ماشومان يې بې سرپرسته او ډېرې کورنۍ اوس هم د خپل کور له غړو چې تري تم شوي، نه دي خبر چې مړه دي که ژوندي. ددې ټولو غمونو، ويرونو او ستونزو ترڅنګ جګړو د هېواد يوه بله لويه شتمني د (زده کړو بهير) هم په پوره ډول اغېزمن او په ټپه ودراوه. له ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو ښوونيزو مرکزونو څخه د وسلوالو ډلو سنګرونه جوړ شول. د (الف الله الله يو دى) په ځاى په يادو مرکزونو کې د کلانشينکوفو، راکټ، پيکا او نورو ماشيندارو غږونه پورته شول، له کتابخانو باروت خانې او د وسلو ډيپوګاڼې جوړې شوې، د قلم په ځاى د سټايل، موډ او ځوانۍ نښه کلاشينکوف او تر هغې هم ور وړاندې راکټ او پيکا وګڼل شول. د ١٣٨١ کال د دروغجنې ډيموکراسۍ په راتلو يو ځل بيا له جګړو ستړي افغانان د ښوونځيو او پوهنتونونو په لوري وخوځېدل او د يوې ښې زده کړې، غوره راتلونکې او يوه ودان افغانستان په هيله يې زده کړو ته مخه کړه، خو افغان دولت چې د مرستو، وعدو او پيسو له شمېرلو يې د حساب ماشين هم عاجز دى، ونه شو وکولاى چې ټولو له دوولسم ټولګيو فارغو شوو زده کوونکو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي. ها خوا که د علم بهير جګړو اغېزمن کړ، دې خوا حاکم فاسد نظام هم په خپله اندازه د لوړو زده کړو بهير وننګاوه، هغه زده کوونکي چې د يوې ښې راتلونکې په موخه ١٢ کاله پر له پسې د ډول ډول ستونزو سره يو ځاى ښوونځيو ته تللي ول او کورنيو يې د رنګا رنګ ستونزو په زغملو دوى تر دې ځايه رارسولي وو، کانکور داسې ټکانونه ورکړل چې ٧٠ سلنو يې له کتاب او قلم سره مخه ښه وکړه دوى د کور او کلي پېغور شول. ډېرى يې نشه يي توکو ته پنا وروړه او ډېرى نور يې د ايران په لارو په بې رحمۍ سره ووژل شول، چې ښه بېلګه يې په يوه خصوصي ټلوېزون کې، د تېرې اونۍ تصويرونه وو، چې د ميړني احمدشاه زوى د ګيدړ ګرگين په پښو کې په وينو کې لت پت پروت دى، هغوى بايد ايران ته تللي وى، ځکه چې دوى ته په خپله مېنه نور د پاتې کېدو ځاى نه دى پاتې. د غرب په مېليادونو ډالرو چې پوهنتون جوړېږي ولې پرې زندان جوړ نه شي، چې د نړۍ محکوم او مظلوم ملت نور هم وټکول شي، په دې پيسو چې روزنيز مرکز جوړيږي، ولې يې دا د ديموکراسۍ ټيکه داران دوبۍ ته نه وړي، چې خپل بزنېس يې وده وکړي؟ په دې ډالرو چې پوهنتون جوړېږي ولې پرې لودېځ پال سترخېټي په بهرنيو هېوادونو کې عياشي او فحاشي نه کوي؟ او هغه ولس ته چې د بېګا لپاره يوه مړۍ ډوډۍ په ټوله ورځ مزدورۍ ګټي د شخصي پوهتنونو په نامه د پيسو شکولو مرکزونه جوړ شول. خپله دولتي چارواکو شخصي پوهنتونونه جوړ کړل، تر څو په دې ناولې لاره کې هم څوک ترې مخکې نه شي. نور هېوادونه که لوړې زده کړې موسسې لري هغوى قانون ورته لري د هغوى خلک له اقتصادي پلوه پوره ددې توان لري چې خپل ځوانان خصوصي پوهتنونو ته ولېږي او څومره چې زه خبر يم، د لوړو زده کړو د موسسو فيس يې د وړو کورسونو هومره دى.خو زمونږ د پوهتنونو د يوې مياشتې فيس د يوه دولتي مامور يا ښوونکي د معاش دوه چنده کېږي نو دوى که خپل زوى خصوصي پوهنتون ته لېږي، د يوې مياشتې فيس لپاره بايد دوه ٣ مياشتې ټول کور داسې روژه ونيسي چې روژه ماتى او پېشنمى ونه لري تر څو يې زوى لوړې زده کړې وکړي، له بله پلوه ددې پوهنتونونو ډېرى محصلين د استعداد له پلوه هم په صفر کې ضرب دي. ځکه چې لمړى خو ډېرى دغه پوهنتونونه په انګليسي ژبه دي، يو يو د نر زوى چې انګريزي يې له مخکې نه زده کړې وي کولاى شي يو څه زده کړي مګر نورو هغو بيا په ټولګي کې وازې خولې نيولې وي استاد چې ورته لکچر ورکوي، لکه ګونګى په هېڅ يې نه پوهېږي او نه څه پوښتنه کولاى شي. په دې ځاى کې د شخصي پوهنتونو د ادارو ستونزه داده چې دوى له خپلو محصلينو ددې ارزونه نه کوي چې څوک څومره په انګرېزۍ پوهيږي او څوک څومره. زما په اند يادې موسسې چې کله نوي محصلين جذبوي بايد له دوى د انګرېزي ژبې او ساينسي علومو ازموينه واخلي تر څو په دې ډول د هر زده کړيال استعداد او سويه معلومه کړى شي او له خپلو وړتياوو سره سم هغوى ته په لومړي سر کې د انګليسي ژبې او ساينسي علومو کورسونه دائر شي تر څو له دې لارې وکولاى شي د پوهنتون پروګرامونه پرمخ يوړلاى شي. په خصوصي پوهنتنونو کې د ژبې ستونزه لويه ده او دا وړه نه شي بلل کېداى يوه اونۍ وړاندې مې له يوه ملګري سره همدا خبره کوله هغه په ډېره خواشينۍ راته وويل چې : (( زه يو کال کېږي په همداسې يوه خصوصي موسسه کې زده کړې کوم خو قسم يادوم چې تراوسه پورې مې هېڅ هم نه دي زده کړي يعنې يوازې يو تعريف هم. په داسې حال کې چې دوه سمستره مې لوستي او ٧٣ سلنه نومرې مې اخيستې.ځکه چې زه په انګريزي ژبه نه پوهېږم مګر له ټولو هغو سره په يوه ټولګي کې ناست يم چې پوره په انګرېزۍ پوهېږي. زما او زما په څېر د نورو لپاره بايد د انګليسې ژبې ځانګړى کورس تنظيم شوى وى ځکه تر هر چا او هر کورس نه دوى (خصوصي لوړې زده کړې موسسې) تکړه بهرني استادان لري. ))