د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عصمت الله مايار

01.07.2012 09:40    |   عصمت الله مايار د سعيد شينواري تازه ژباړه له چاپه راووته

د ځوان ژونالېست، ليكوال او شاعر نورولي سعيد شينواري (( رشوت د اسلام له نظره )) له اردو څخه ژباړل شوى كتاب د چاپ په ګاڼه ښكلى شو.

19.03.2012 11:27    |   عصمت الله مايار كركټ هم عجيبه لوبه ده

كركټ هم عجيبه لوبه ده، او عجيبې ځانګړنې لري، يو څوك چې له دغې لوبې سره بلد نه وي نو سم له واره پرې نيوكه كوي، خو كه يو ځل دې له دغې لوبې سره بلد كړ، بيا يې د چا پلار ترې اېسارولى نه شي.

13.01.2011 19:06    |   عصمت الله مايار کانکور ځپلي او د لوړو زده کړو خصوصي موسسې

افغان ملت چې دوامدارو جګړو ډېر څه ترې اخيستې او همېشه له ګڼو ستونزو سره يو ځاى د خپل ژوند شېبې لنډوي، بې سوادي يې هم له ډېرو لويو ستونزو يوه ده. ٣٢ کلنې تپل شوې جګړې، چې اوس هم دوام لري له ډېرو افغانانو په خاص ډول له ډېرو پښتنو ژوند واخيست، ډېر يې کنډو کپر، ګوډ او مات کړل، ډېرې ميندې يې د خپلو زامنو په وير کېنولې، ډېر ماشومان يې بې سرپرسته او ډېرې کورنۍ اوس هم د خپل کور له غړو چې تري تم شوي، نه دي خبر چې مړه دي که ژوندي. ددې ټولو غمونو، ويرونو او ستونزو ترڅنګ جګړو د هېواد يوه بله لويه شتمني د (زده کړو بهير) هم په پوره ډول اغېزمن او په ټپه ودراوه.

12.12.2010 11:55    |   عصمت الله مايار په هېواد کې دکرکټ لوبې شاليد:

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د ۱۹۹۶ زېږديز کال را پدېخوا په رسمي توګه د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې په چوکاټ کې جوړ، او خپلو هڅو ته يې دوام ورکړى دى. نوموړې ډله په ۲۰۰۰ زېږديز کال کې په دې وتوانېده چې د کرکټ د نړيوالې شورى غړيتوب ترلاسه کړي. د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په ۲۰۰۳ زېږديز كال کې د آسيايي ملکونو د کرکټ د ټولنې غړى شو او په ۲۰۰۴ زېږديز کال يې د آسيايي هېوادونو د کرکټ په لوبو کې خپل ټيم د ګډون لپاره بهر ته واستاوه چې د لومړي ځل لپاره له هېواد څخه بهر په نړيواله کچه په لوبو کې د ګډون زمينه ورته برابره شوه. په همدې کال له ۱۸ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو يو ټيم هم په هندوستان کې د کرکټ په سياليو کې ګډون وکړ