د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هېواد کې دکرکټ لوبې شاليد:

عصمت الله مايار 12.12.2010 13:55

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د ۱۹۹۶ زېږديز کال را پدېخوا په رسمي توګه د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې په چوکاټ کې جوړ، او خپلو هڅو ته يې دوام ورکړى دى. نوموړې ډله په ۲۰۰۰ زېږديز کال کې په دې وتوانېده چې د کرکټ د نړيوالې شورى غړيتوب ترلاسه کړي. د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په ۲۰۰۳ زېږديز كال کې د آسيايي ملکونو د کرکټ د ټولنې غړى شو او په ۲۰۰۴ زېږديز کال يې د آسيايي هېوادونو د کرکټ په لوبو کې خپل ټيم د ګډون لپاره بهر ته واستاوه چې د لومړي ځل لپاره له هېواد څخه بهر په نړيواله کچه په لوبو کې د ګډون زمينه ورته برابره شوه. په همدې کال له ۱۸ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو يو ټيم هم په هندوستان کې د کرکټ په سياليو کې ګډون وکړ
د ٢٠٠٥ کال د اپرېل په مياشت کې افغانستان دکم عمرو دکرکټ په آسيايى لوبوکې دويم مقام ترلاسه کړ د ٢٠٠٥ کال د اګست په مياشت کې د ملي ټيم د ټاکلو په موخه د ٢٠ کورنيو ټيمونو ترمنځ په پلازمېنه کابل کې سيالۍ ترسره شوې، چې په پايله کې يې پير بابا لوبډله پدې وتوانېده چې اتلولي ترلاسه کړي .
د ٢٠٠٦ کال په فبرورۍ مياشت کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د خليج کرکټ په سياليو کې دوهم مقام ترلاسه کړ. د ٢٠٠٦ کال د مارچ په مياشت کې د افغانستان کرکټ ملي ټيم په هند کې د بمبيي ښار د سياليو اتلولي تر لاسه کړه، چې په دې سياليو کې د هند او انګلستان ځينو لوبډلو ګډون کړى وو.
د ٢٠٠٦ کال په جون مياشت کې د افغانستان ملي لوبډلې په انګلستان کې سيالۍ ترسره کړې چې په دې سيالو کې افغان ټيم خپلو شپږ واړو سيالو ټيمونو ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ کپ يې خپل هېواد ته راوړ، د ٢٠٠٦ کال په اګسټ مياشت کې په اسيايي لوبو کې چې په مالېزيا کې ترسره شوې افغانستان د ١٧ هېوادونو په منځ کې ٣ مقام خپل کړ.
د ٢٠٠٧ کال په جنورۍ مياشت کې د کرکټ اسيايي شورا د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره په رسمي توګه يو بهرنى روزونکى اعلان کړ دغه روزونکى فرخ زمان نومېده د پاکستان اوسېدونکى و او د همدې هېواد د ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى وو چې د ٢٠٠٧ کال په اپرېل مياشت کې يې خپله دنده پيل کړه .د ٢٠٠٧ کال په مې مياشت کې په هېواد کې د شپږو ولايتونو تر منځ د کرکټ سيالۍ ترسره شوې چې د لوګرولايت د کرکټ ټيم يې اتل شو. د ٢٠٠٧ کال په مې مياشت کې په کندوز ولايت کې هم د لسو ولايتونو ترمنځ دکرکټ سيالۍ ترسره شوې چې وردګو يې اتلولي وګټله.
د ٢٠٠٧ کال په اګسټ مياشت کې افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو په آسيايي سياليو کې د لسو هېوادونو په منځ کې دويم مقام ترلاسه کړ. د ٢٠٠٧ کال په نومبر مياشت کې افغانستان د آسيا په کچه د کرکټ د شل اووريزو سياليو د اتلولۍ کپ وګاټۀ په دې لوبو کې چې افغان ټيم يې اتل شو ، نيپال، ماليزيا، قطر، عمان، امارات، کويټ، سينګارپور، هانګ کانګ،افغانستان او سعودي عربستان برخه اخيستې وه په دې لوبو کې داماراتو په شان قوي لوبډلې هم وې چې له دې مخکې يې په نړيوال جام کې هم برخه اخېستې وه.
د ٢٠٠٨ کال په مې مياشت کې افغان ټيم يو ځل بيا اتل شو د غه سيالۍ چې له څلورو لويو وچو څخه ١٢هېوادونو پکې برخه اخيستې وه په انګستان کې ترسره شوې چې افغان شازلمو يې اتلولي وگټله. د ٢٠٠٨ کال په اکسټ مياشت کې افغانستان دکرکټ په آسيايي سياليوکې چې په مالېزيا کې د لسو هېوادونو ترمنځ تر سره شوې درېيم مقام لاس ته راوړ.
د ٢٠٠٨ کال په سپټمبر مياشت کې دکرکټ د فدراسيون مشر شهزاده مسعود استعفاورکړه او پر ځاى الله داد نوري ددې فدراسيون مشر وټاکل شو.
د ٢٠٠٨ کال په اکټوبر مياشت کې افغانستان دتانزانيا دسياليو اتل شو دغه سيالۍ د ٢٠٠١١کال د کرکټ دنړيوال جام لپاره د غوراوي د سياليو د لړۍ لومړۍ سيالي وه چې افغانستان يې اتلولي وګټله.
د ٢٠٠٨ کال په نومبر مياشت کې د کرکټ افغان تنکيو ځوانانو هم نړيواله اتلولي ترلاسه کړه دغه لوبې په تايلند کې داسيا ددوهمې درجې هېوادونو ترمنځ ترسره شوې چې افغان تنکيو ځوانانو يې اتلولي وګټله.
د ٢٠٠٩ کال په جنوري مياشت کې د ٢٠١١ زېږديزکال د کرکټ د نړيوال جام د تياريو په لړ کې ، افغانستان ددرېيم پړاو په وروستۍ لوبه کې د کيمان ټاپوګانو ته ماته ورکړه ، ددې پړاو د سياليو اتل شو او لومړي پړاو ته يې لاره پيدا کړه. د ٢٠٠٩ کال په سپټمبر مياشت کې د افغان کرکټ د ځوانانو ملي لوبډلې د کاناډا په سياليوکې دوهم مقام ترلاسه کړ دغه سيالۍ چې د ځوانانو نړيوال جام لپاره د غوراوي په موخه ترسره شوه لسو هېوادونو پکې ګډون کړى وو چې افغانستان پکې دوهم مقام وګاټه او ياد جام ته يې لاره پيدا کړه. د ٢٠٠٩کال په نومبر مياشت کې افغانستان يو ځل بيا د کرکټ په ډګر کې نړيوالو ته خپله مېړانه وښوده او د اسيا د شل اورېزو سياليو اتلولي يې ترلاسه کړه.
په دغو سياليو کې د اسيا ١٢هېوادونو ګډون کړى و او په دوبۍ ښار کې ترسره شوې. د ٢٠٠٩ کال په ډېسمبر مياشت کې حميد حسن د کال غوره لوبغاړى اعلان شو د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړى حميد حسن، د کرکټ يورپ په نامه د يوې اروپايي سپورټي وېبپاڼې لخوا، د ټول پوښتنې پربنسټ د کال غوره لوبغاړى وټاکل شو په دې ټول پوښتنه کې د ايرلينډ، سکاټلينډ، هالينډ، افغانستان، کينيا او برموډا لس لوبغاړي شامل کړى شوي وو، چې د افغانستان لخوا په کې حميد حسن او محمد نبي عيسى خېل شامل وو چې افغان لوبغاړى حميد حسن د ٣٧ سلنه رايو په ګټلو سره د کال غوره لوبغاړى ونومول شو په دې ټول پوښتنه کې دوهم ځاى د ايرلنډ د ملي لوبډلې کپتان پورټر فايلډ او دريم ځاى د افغانستان دملي لوبډلې د يو ورځنيو لوبو اوسني کپتان محمد نبي عيسى خېل لاسته راوړى وو.
د ٢٠١٠ کال په فبرورۍ مياشت کې د کرکټ شل اوريز جام دغوراوي په سياليو کې چې په اماراتو کې ترسره شوې افغانستان اتلولي وګټله او دغه راز يې د کرکټ شل اوريز جام ته لاره پيدا کړه په دې سياليو کې اتو هېوادو ګډون کړى و او په شل اوريز جام کې يې د لوبو کولو خوبونه ليدل خو افغان شازلمو په پرله پسې توګه ايرلينډ، کاناډا، کينيا، متحده عربي امارات، امريکا ، هالينډ او سکاټلينډ له مخې لېرې کړل اتلولۍ کپ يې وګاټه او په نړيوال شل اوريز جام کې د لوبه کولو امتياز يې لاس ته راوړ.
د٢٠١٠ کال په په فبرورۍ مياشت کې د شارجې لوبغالى د افغانستان دکرکټ لپاره کوربه لوبغالى اعلان شو دغه ګام د اماراتو دکرکټ بورډ د مشر عبد الحمن بخاطر لخوا د افغانستان کرکټ سره د مرستې په موخه واخيستل شو ښاغلي بخاطر په دې اړه په خبري غونډه کې وويل: موږ بايد په افغانستان کې شته ستونزې ومنو، افغان لوبغاړي بايد د نړيوالو سياليو او تمرينونو لپاره په يوه بله خوندي سيمه کې داسې ځاى ولري ، چې دوى هلته ځان پخپل هېواد کې وګڼي هغه زياته کړې : (( افغانستان يوه داسې ټيم لري، چې لوبغاړي يې له حده زياته وړتيا لري.)) د ٢٠١٠کال په اپرېل مياشت کې افغانستان د کوېټ د اسيايي سياليو اتلولي وګټله. په دې سياليو کې ٩ هېوادونو ګډون کړى وو چې افغان لوبغاړو يې د اتلولۍ کپ خپل هېواد ته راوړ. د ٢٠١٠ کال په مې مياشت کې افغانستان د کرکټ د نړيوال شل اوريز جام په لوبو کې لمړى له هند او بيا له سويلي افريقا سره مخ شو که څه هم افغان ملي لوبډلې دغه دواړه لوبې وبايللې خو د کرکټ ماهرين وايي چې له دوه نړيوالو پياوړو ټيمونو سره د افغانستان مقابله بې سارې وه او د داسې يوه هېواد لوبډله چې تراوسه په کرکټ لوبه کې د اتو کالو تجربه هم نه لري د داسې هېوادونو لوبډلې وارخطا کړې چې له پنځوسو کالو راهيسې په کرکټ لوبه بوخت دي. د ٢٠١٠ کال په جون مياشت کې د کرکټ ولايتي سيالۍ ترسره شوې چې کابل يې اتلولي وګټله. د ٢٠١٠ کال د جون په مياشت کې د هالنډ په سياليو کې افغانستان درېيم او ايرلينډ لومړى مقام ترلاسه کړ. د روان کال په جولاى کې افغانستان د ماليزيا د کرکټ په سياليو کې درېيم مقام خپل کړ. درې مياشتې وړاندې افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې په کراچۍ ښار کې د رمضان کپ سياليو اتلولي وګټله په دغو لوبو کې افغان لوبغاړو يو سوزکى الټو موټر دوه موټر سايکلونه او دوه مبايلونه د انعام په توګه لاس ته راوړل. شاوخوا دوه مياشتې مخکې په کابل کې يو ځل بيا ولايتي سيالۍ ترسره شوې چې دا ځل اتل يې ننګرهار ټيم و.
د روان کال د اکتوبر په مياشت کې د ملي لوبډلې د پخواني پاکستاني روزونکي کبير خان هغه څرګندونې د پام وړ وې چې د افغان لوبغاړو په اړه يې وکړې کبير خان وويل (افغان لوبډلې په تېرو دوو دريو کلونو کې هغه واټن وواهه ، چې د نړۍ نورو هېوادونو په پنځوسو کلونو کې ونه شواى ، زه په افغان کرکټ لوبغاړو وياړم، دوى زما مينه او زما وينه دي.)
همدا راز يوه مياشت وړاندې د افغان لوبډلې اوسني نړيوال پاکستاني روزونکي ددې لوبډلې په اړه وويل د افغان لوبډلې د برياوو ترشا د دوى په خپل ځان باور او ماتې ته نه تسليمېدل دي.راشد لطيف په دغه مرکه کې چې د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي په وېبپاڼه خپره شوه وړاندې وويل: ((افغان لوبغاړي له ماتې څخه کرکه لري، د دوى اعصاب ډېر قوي او سخت دي، دوى جارحانه، خو مثبته لوبه کوي.))
د روان کال دنومبر په ٢٣ نېټه د کرکټ لوبې لپاره د کابل په نړيوال لوبغالي کار پيل شو دغه لوبغالى چمن حضوري ته مخامخ موقېعت لري او دوه مياشتې وړاندې په ياد لوبغالي کې ولايتي سيالۍ ترسره شوې په دغه لوبغالي کار د لېندۍ په دوهمه نېټه پيل شو هڅه داده چې د واورې تر ورېدو مخکې ددې لوبغالي لومړنۍ اړينې چارې بشپړې شي د روان کال دنومبر مياشتې په ٢٥ نېټه افغان ټيم دچين په اسيايي سياليو کې په خپله لومړۍ لوبه کې هانک کانک د ٨ وېکټو په توپير له ډګره پورته کړ د نومبر مياشتې په ٢٥ نېټه افغان ټيم په نيمه پايلوبه کې پاکستان له مخې لېرې کړ او په همدې لومړي ځل يې خپله مېړانه وروښوده. په پايلوبه کې افغان ټيم له بنګلدېش هېواد څخه په ډېر کم توپير لوبه وبايلله او د چين له اسيايي لوبو يې د سپينو زرو مډال خپل هېواد ته ډالۍ کړ. د افغانستان کرکټ ملي ټيم يو ځل بيا د روانې مياشتې په ٤ نېټه د دوبۍ په نړيوال لوبغالي کې د خپل هېواد بيرغ اوچت کړ او د لويو وچو دسياليو اتلولي يې وګټله.