ظالمې ولې،ولې!
08.01.2012 15:15په ټول عمر مې ژړوې ظالمې ولې،ولې؟
په سور انګار مې سوځوې ظالمې ولې،ولې؟
چې يو ساعت مې بې له تا د زړګي کرار نشته
دهجران په درد مې کړوې ظالمې ولې،ولې؟
خوا له مې راشه وفا وکړه ای نګاره زما
د جفا په تېغ مې وژنې ظالمې ولې،ولې؟
تورې سترګې زما د یار عجبيه ښايسته دي
په باڼو مې حلالوې ظالمې ولې،ولې؟
ستا د دیدن په تمه ناست يم تل پر دې لاره!
په رقيب مې ازاروې ظالمې ولې،ولې؟
راشه نګاره چې مرم له ډېره غمه ستا
په غمو مې اخته کوې ظالمې ولې،ولې؟
احمدزی چې وژني په خپل لاسونه يې ښخ وه
د رقیب په لاس مې ښخوې ظالمې ولې،ولې؟