د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما هېواده

جاويد احمدزی 30.11.2011 03:17

چې مې رایاد شی خپل وطن سوکه سوکه ژاړمه
لکه بلبل دبل ګلشن سوکه سوکه ژاړمه
د بلتون تناره کې په رنګ د ډوډۍ سوزم
اوس لوغړن يم پر سوختن سوکه سوکه ژاړمه
د يعقوب په شان تل يوسف،يوسف چيغې کړمه
بخت کې مو نشته دی ديدن سوکه سوکه ژاړمه
وریځو زما پر هېواد خيټې تشې نکړي
سپيره پاتې شو خوار چمن سوکه سوکه ژاړمه
سپينې واورې د سالنګ په قبر انبار غواړم
شنختې ته هم سپين کفن سوکه سوکه ژاړمه
نمرود لره ابراهيم، فرعون لره موسی وو
داسې به مات شی هر دښمن سوکه سوکه ژاړمه
که زما وینا ستا زړه کې مينه زياته نګړه
بيا نه پښتون يم نه تورزن سوکه سوکه ژاړمه
29/11/2011