نن مې بيا خرڅوي
24.11.2011 18:12ويستلی يم بازار ته چې مې نن په چا خرڅوي
غوبل دی پر ما ګډ ظالمان مې چې بيا خرڅوي
چا مې لاسونه کړه آره څوک مې پښې غوڅوي
ځينې ځينې په يو نوم بل نوم مې جلا خرڅوي
زما پر مرۍ بلا روسۍ برچې شولې پڅې
بې ننګه بچی مې نن بل ته په خندا خرڅوي
د غليم ټانګونه زما پر سينه لارې کاږي
کلی ګودرونه وران شول اوس مې صحرا خرڅوي
شنه باغونه،غرونه،رغونه په اور وسوځېدل
زخمونه ژاړي دغه انګار چې ما خرڅوي
زه ټاټوبې يم مدام د شملورو پښتنو
ناځوانانو بې پته کړم ما په رښتيا خرڅوي