د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلجیم کې د فاتحې خبرتیا!

جاويد احمدزی 11.08.2015 14:12

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام جان احمدزي خور ، د علي خان احمدزي د تره لور او د جاوید احمدزي ترور(عمه) د ورپیښې شوې ناروغۍ له امــله په افغــــانستان کې وفات شوې ده ، چې جنازه یې پخوا په خپلې پلرنۍ هدیره ـ د کابل په خاکېجبار ولسوالۍ د ملنګ په کلي کې خاورو ته سپارل شوې ده.
ټولو قدرمنو دوستانو ته خبر ورکول کېږي چې د مرحومې فاتحه د شنبې (پیلنۍ) په ورځ د اګست په(۱۵) نېټه د بلجیم په انتورپن ښار کې د افغــانانو په جامع جومات کې د ماسپښین له دوه بجو څخه ترڅلورو( ۲- ۴ ) بجو پورې اخیستل کېږي .
إنا لله وإنا إليه راجعون
دوستان دې خبر وي.
د اړیکو شمیرې:
0032498491492
0032486253388
0032494722818

پتـــه: 
Jan Palfijnstraat 25
2060 Antwerpen
Belgium