د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلجيم میشتو افغانانو د خپلواکي ورځ ولمانځله

جاويد احمدزی 22.08.2011 06:30

بلجيم میشتو افغانانو د خپلواکۍ92 کلیزه په يوه پرتمينه غونډه ولمانځله٠
غونډه په 16:00 د قاری صاحب شاکر لخوانه د قران شریف د څو اياتونو په لوستلو پېل شوه ، د ملي سرود په غږيدلو ټولو ګډونوالو پر خپلو، خپلو ځايونو ودريدل٠
لمړۍ ويناوال : ښاغلی امان الله ساپي ټولو ميلمنو ته ښه راغلاست ویل او د افغانستان د خپلواکي په اړه پوره معلومات ورکړل،او د نامتو غازيانو نمونه يې چه د ازادي په جنګ کې کډون کړی وو واخيست ، د ملي شعرونو په ويلو د حاضرینو لخوا په تودو هرکلیو بدرکه کيده٠
د غونډې دوهم ويناوال : ښاغلی نورالحق نور يوه اوږده خو خوندوره مقاله ولوسته او د افغان انګليس د درې جنګونو تاريخچه سره د بشپړ معلومات وړاندی کړ٠
درېم ويناوال : ښاغلی غلام حضرت صالح زوی صاحب د (ډاکتر روستار تره کی ) يوه مقاله ګډونوالو ته چه د ډیورند کرښې په اړه ليکل شوی وو ولوسته او ورسره ، ورسره په زړه پوری معلومات هم وړاندی کړل٠
څلورم ويناوال : ښاغلی امام جان احمدزی يوه خوږه مقاله ولوسته او د خوشال بابا يو شعر ناستو ميلمنو ته وړاندی کړه ٠
د مشاعرې په برخه کې ښاغلی شاکر په ترنم کې د وطن په ياد يو ښکلی شعر، ښاغلی احمدزی څو څلورېزې او يو نظم ، ښاغلی وحید الله شينواری يو ازاد نظم چه د سوال ځواب په بڼه او سرليک لاندې وو وړاندې کړل او د ټولو ناستو ميلمنو لخوانه په تاوده هرکلیو مخ شول٠
په اخره کې د ټولو شهيدانو او غازيانو روح ته دوعا وشوه ، او غونډه 18:30 پای ته ورسیده ٠
په درناوی