د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملاسميع الله دپاملرنې وړ (حبيب الله رفيع)

محمدنبي تدبير 07.01.2012 13:12

استاد د ملا سميع الله په نامه کوم چا ستاسو په يوې مرکې نيوکه کړې چې تاسو ګوندې د طالبانو له خوا د ولور کمولو مخالف يئ؟
ده په خپله هم طالبانو ته کوم داد نه دی ورکړی او نه يې د طالبانو دغه کار کوم ابتکار بللی، بلکې د ځينو سيمو نومونه يې اخيستي او ويلي يې دي چې تر طالبانو پخوا هلته ولسي خلکو د ولور کمولو لپاره مثبت ګامونه اخيستي دي څه ځواب ورته وايئ؟

استاد حبيب الله رفيع: زه د ولور سره له هغې ورځې مخالف يم چې قلم مې په لاس کې اخيستی دی. پنځوس کاله وړاندې ما د ولور په اړه شعر ليکلی دی:
په ولور لور خرڅوې ای د لور پلاره
دا د تا عدل او انصاف دی انصافداره
يا د همغه وخت يو بل منظوم ډيالوګ دی:
پلاره زه خبره شوم چې چاته دې ورکړې يم
زه دې خرڅه کړې يم
پوه مې کړه په دې چې دا دروغ دي که رښتيا پلاره
کړه مې پرې اګاه پلاره
او...
زما دا دواړه شعرونه زما په لومړۍ شعري ټولګه (سکروټې) کې په ۱۳۴۵کال کې چاپ شوې هم دي .
همدا راز مې د ولور په اړه يوه ډرامه هم ليکلې چې نوم يې (ولور) دی او ولور په کې غندل شوی دی. زه همغه وخت له سرروضې نه هم خبر وم چې هلته ولور محدود شوی ؤ او که چا به له سر روضې د باندې خپله خور لور ودوله نو ولور به يې ولس اخيست او که په سر روضه کې به يې ودوله نو تر لس زرو زياتې افغانۍ يې نه شوې اخيستلی.
نو ما له پژواک سره په مرکه کې د ولور په کمېدلو خوښي ښودلې او زه د هيچا له مثبت کار سره مخالف نه يم.

استاده ! که ولور شرعاً ناروا وي نو کمول يعنې څه دا په خپله يو سياست نه دی؟
استاد رفيع: ولور د مهر ځای نه شي نيولی خو که کمېږي نو د زوم د کورنۍ بار سپکېږي او د بنديدو په لور يوه هڅه ده!

استاد د اکثرو افغان ليکوالو ستونزه دا ده چې يا خو ترې موضوع ګډوډېږي او يا غواړي په يوه ليکنه کې ګڼ موضوعات وڅېړي چې لوستونکی لارورکی کوي ، سميع الله اخوند هم د ولور له موضوع سره شل نورې ورتړلي او د طالبانو د تېرې واکمنۍ په اړه يې ستاسو يو شعر راوړی چې هلته مو ملاتړ کړی ؟
دمحمود او داشرف بچو تیار شئ
بیا راغلی دی لښکر دصفوي
دګورګین په څنګ کې قبر ورته جوړ کړئ
که راواوښت کوم افسر دصفوي

استاد رفيع: زه فکر کوم چې له سميع الله اخوند نه نه يوازې دا چې موضوع ګډوډه شوې، بلکې ده غوښتي چې زما په مقابل کې جبهه ونيسي او زما ښې خبرې هم بدې توجيه کړي. ما هيڅکله هم د طالبانو داسې کوم کار نه دی غندلی چې ملي ګټې په کې نغښتې وي. که هغه وخت د طالبانو پر ځای بل چا د ايرانيانو د يرغل پر وړاندې ملي اقدام کړی وای نو هغوی ته به هم ما همداسې شعر ليکلی وای. ماته اسلامي او ملي ګټې معتبرې دي او د همدې لپاره مې مبارزه کړې ده. کله چې امريکا لا په طالبانو بريد نه ؤ کړی او د بريد اعلان يې وکړ نو ما يې اهدف له انګريزانو او روسانو سره ورته وبلل او کله يې چې په افغانستان بريد وکړ نو په پرلپسې توګه مې پرې ليکنې کړي چې زياتې يې په ګوربت مجله کې خپرې شوې دي. دا مې هم روښانه کړې چې لکه څنګه چې انګليس او روس په افغانستان کې مات شوی نو امريکا به هم ماتېږي. اوس هم له بېلابېلو رسنيو سره په دې ټينګار کوم چې طالب بايد د افغانستان په سياست کې شامل وي او په عين حال کې د دوی د دورې امنيت په خپلو مرکو کې په ډاګه ستايم.

استاده ملا صيب دا هم ويلي چې تاسو په پخلاينه اوونيزه کې د طالبانو سره سخته دښمني ښودلې دا رښتياده؟
استاد رفيع: ملا صيب ته او خدای چې په پخلاينه اوونيزه کې چې زما پوره سل ليکنې خپرې شوي ايا يوه يې هم د امريکا او د کرزي د حکومت له غندلو تشه ده؟ نو که څوک په واک کې وي او که بې واکه وي زه يې غير ملي حرکات غندم او د ملت په ګټه ګامونه يې تاييدوم .

پوښتنه: سميع الله د (سرچوک) اصطلاح په کارولو سره يوه بله نيوکه هم کړې چې تاسو بې سنده طالبان تورن کړي چې دوی ګوندې دپاکستان دخارجه وزیر معین حیدر دخوشالۍ لپاره د باميانو بوتان مات کړل څه په کې وايئ؟

استاد رفيع: ما چې په دې اړه کومه خبره کړې قراين او اسناد لري. مخکې تر دې چې پاکستانی وزير معين الدين حيدر کابل ته راشي، د طالبانو مشر ملامحمدعمر اعلان وکړ چې بوتان له منځه نه وړو ځکه چې عبادت يې نه کېږي او دين ته ترې کوم ضرر متصور نه دی. خو کله چې معين الدين حيدر راغی نو يو په يو د بوتانو ماتولو اقدام وشو او په ډېره بيړه له منځه يوړول شول. نو دا د سرچوک خبره نه بلکې يوه قرينه ده او يو ملي زيان ؤ چې افغانستان ته واوښت. دا خبره ما د اوسني حکومت په وخت لا څه چې همغه د طالبانو د واکمنۍ پر وخت مې هم کړې، خپل غبرګون مې ښودلی او (د بوتانو هنګامه) په نامه مې کتاب هم پرې ليکلی چې د طالب واکمنۍ پر وخت مې يو شمېر طالب مشرانو ته ورکړی هم دی .

استاده لکه چې وويل شول ملا سميع الله اخوند موضوعات سره لړلي نو د استاد الفت په اړه يې ستاسو د ليکنې يوه برخه ياده کړې چې (ګل پاچا سره له دې چې په کوچنیوالۍ یې دضرب یضرب په قهرآمیزو (!) ګردانونو سر خوږولی وو ، خو وروسته دعلم او هنر لوی الفت ترې جوړ شو) په دې اړه څه وايئ؟

استاد رفيع: له دې نه ښکاري چې محترم ملا سميع الله له ادبي فنونو سره هيڅ اشنا نه دی. ځکه هغه مقاله ما په ادبي ژبه ليکلې، په هغې کې متضاد صفتونه د ژبې د خوږلنۍ، ښکلا او هنريت لپاره راغلي او هغه د ارواښاد علامه استاد الفت په ستاينه کې ليکل شوې مقاله ده چې هيڅ د توهين او تحقير تفسير نه په کې ځايېږي. ما ليکلي: ( که څه هم د ضرب، ضربو قهر اميز ګردانونه يې ډېر وکړل خو د نرمو اوبو، شنو شنيليو، نازکو ګلونو تر څنګ لوبېدونکي او د وريښمو په پسته لار تلونکي ماشوم د نرم طبيعت، زړه سواند زړه ، عاطفې او الفت په غېږه کې وده کوله او د درس د محدودو کتابونو تر څنګ يې د طبيعت ويړ کتاب مخې ته پرانيستل شو).
په دې کې توهين چېرې دی ؟ سميع الله اخوند لکه چې د ضرب ضربو په معنی هم نه پوهېږي چې معنی يې وهل دي او وهلو ته قهر اميزه ويل کومه ګناه نه ده. بله دا چې دا خو کوم ديني متن نه دی بلکې د ژبې د صرف يو ګردان ته اشاره ده او دلته ښودل شوي چې د صرف د سختو ګردانونو سره سره استاد الفت د طبيعت نرمې لارې او ښکلا ته ډېره پاملرنه کړې ده.

استاده ادبي ليکنې په مبالغه او نورو ادبي صنعتونو خوږېږي او دود هم دی خو سميع الله په سياسي ليکنه کې د ادبي ليکنو مثالونه راوړي او پر هغو يې تکيه کړې ده چې دا کوم دود دی؟

استاد رفيع: د ادبي ژبې ښکلا په همدې کې ده چې په هغې کې تشبيه، استعاره، تمثيل، تضاد او طباق، تجنيس او نور صنايع او بدايع راشي چې دا د ژبې د ادبي توب شرطونه دي که نه وي نو بيا خو عادي ژبه وي نه ادبي، خو نه پوهېږم چې نوموړی اخوند انتقاد ته ولې دومره بګړۍ نيولی ؤ چې د تکفير ټاپه ترې جوړه کړي؟

استاده سميع الله ليکلي دي: ( زما په باور که الفت ، رشاد ، حبیبي ، رښتین ، خادم اونورو په کوچنیوالي همدا قهرآمیز ګردانونه نه وای شرنګولي ( دیني عربي علوم یې نه وای زده کړي ) اوس به یوهم دافغاني ادب او لیکوالۍ اسمان ته نه وو ختلي اونه به چا ستوري بللي وو)
ايا دا کوم شرط دی؟ که شرط وي نو مونږ ډېر ديني عالمان لرو خو د پښتو ژبې د ادب ستوري نه دي ؟
شرط نه دی خو د پښتو ژبې د ګرامر او ادبياتو سره مرسته کوي. بله دا چې دوی پياړوی استعداد درلود چې ستوري شول هرڅوک نه ستوری کېږي.
استاد رفيع: سميع الله وايي تاسو ته هم د تحقيق، تدقيق او شننې استعداد د ديني زده کړې له برکته حاصل شوی دی رښتيا ده؟
زه خو څه منکر نه يم، بلکې وياړم او په خپله سوانح کې يې په وياړ يادوم!

سميع الله نيوکه لري چې په ټوله کې همدا اوس بالفعله چې دامریکایي یرغل په وړاندې دروان جهاد داستازو یا طالبانو په وړاندې چې تاسو کوم دریځ خپل کړی دی ، فکر نه کوم چې په اسلامي او افغاني ترازو دې موجه وخیږي دا ورسره منئ؟

استاد رفيع: ګرانه ما نو کله ورته هرکلی ويلی؟
ما لکه څنګه چې پخواني تېري غندلي همداسې مې د امريکايانو تېری هم غندلی او غندم يې.

رفيع صيب ملا سميع الله وايي تاسو په یوه لیکنه کې دامیرعبدالرحمن او امیر حبیب الله حکومتونه یوازې په دې وجه لاسپوڅي او دهیواد دخپلواکۍ سوداګر بللي وو چې په بهرنۍ رابطه پاللو کې دانګریز تر اغیز لاندې وو ، که ستاسو هغه قضاوت منصفانه وبولو نو اوسنی حکومت خوباید په طریق اولی سره مزدور او غلام وبلل شي ، هغه چې تاسو هره ورځ په عامه بحثونو ، لیکنو او مرکو کې ترې دفاع کوئ

استاد رفيع: ملا صيب ته ووايه چې دروغ ګناه ده، ستا غوږونو غلط اوريدلي دي. ما دفاع نه ده کړې بلکې په هر بحث او ليکنه کې مې مخالفت کړی دی! ما هيڅکله د ورځې په نرخ ژوند نه دی کړی. له کومې ورځې مې چې قلم راخيستی له حکومتونو سره مې ملي مبارزه کړې ده. حتی د داوودخان حکومت چې زما د تاييد وړ ؤ هم مې پرې انتقادونه کړې دي. دخپلې ملي مبارزې پر سر د ظاهرشاه او کمونستانو په حکومتونو کې بندي شوی هم يم. زما شعار همدا دی چې:
(دا ښکاره ظلمونه پټوی نه شم
څه وکړم ضمير لرم، وجدان لرم)
ما چې څه ليکلي او ويلي، شمېرلي مې ويلي او د ملي مسؤوليت په نظر کې نيولو سره مې ويلي چې هم زه پرې وياړم او هم به ملي احساس او ضمير لرونکي افغانان پرې وياړي. دا چې تاسو ترې غلط تعبير کوئ دا ستاسو تصور دی او په ما اړه نه لري.