د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوروز، نوروځ، يختېر – ګروهې، انګېرنې او اندونه

محمدنبي تدبير 23.03.2009 23:19

دا چې نوروز يا نوروځ د مسلمانانو جشن دى او كه د زرتشتيانو، يا روا دى او كه ناروا په دې اړه يې هيڅ خبرې نه كوو خو دا چې په دې خاوره له كومه راهيسې په دغه ورځ خوښۍ يا ميلې كېږي ، څنګه كېږي، چېرته كېږي او ولې كېږي له دوديزو او تاريخي ريښو او بېلابېلو انګېرنو سره به پرې وغږېږو.
د نوروز ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ كې له شپږ زرو كلونو راهيسې د بېلابېلو دودونو او روايتونو له مخې لمانځل كېږي چې څوك يې د ميلې په دود، څوك يې د اختر غوندې په تحفو وړنو او مباركيو لمانځي، ځينې يې د منښتو او نذرونو او په شنو كروندو كې د (سبزه لغط) په دود لمانځي او ځينې يې د ونو او نيالګيو په كېښودو (كرلو)په خپلو قولبو د يو يا دوه كيله قولبه كولو سره لمانځي. په ځينو سيمو كې يې نارينه او ښځينه ټولې كورنۍ په ګډه لمانځي او په ځينو ځايونو كې يې نارينه لمانځي خو په ښځو كې دغه دود يو څه تت وي او ځينو ځايونو كې بيا د دې پرعكس په ښځينه وو كې تود او په نارينه وو كې سوړ وي. خو ترې خبرېږي ټول او په يو نه يو شكل يې ټول هېوادوال لمانځي او له پخوا ورته دغه لرغونى دود د ميراث په توګه پاتى دى.
استاد عبدالله جان بختانى خدمتګار وايي نوروز اصلا “نو روځ ”ده ، له تركيبه يې معلومېږي چې دا پښتو نوم دى ځكه چې روځ د نننۍ ورځې زړو شكل دى او دغه ورځ (آريايانو لومړني پاچا يما يا جمشيد دغه ورځ راپيل كړې ده.
د استاد حبيب الله رفيع په انګيرنه اختر له يختير نه اخيستل شوى او يختير همدغه نورز دى، اريايانو به د يخنۍ په تېرېدو سره د پسرلي لومړۍ ورځ لمانځله ځكه چې د دې ورځې په پيليدو هم طبعيت نوى ژوند پيلوي او هم ورسره خلك. دى وايي دا ورځ د جمشيد پاچا له وخته راپيل شوې ده هغه يو متمدن پاچا ؤ چې په نوي ډول د كورونو جوړولو، ديوالونو كې د نقاشيو او لمرينو كړكيو پرېښودو او نورو پرمختياوو سره يې زراعت او چاپيريال ته هم په نوي او متمدن نظر وكتل، بدلونونه يې په كې راوستل او نوښتونه. دى وايي آريايانو به د كال په لومړي سر كې د سامانې ميله درلوده، په دغه ميله كې به پېغلو اوزلميانو سره خپلې جوړې خوښولې او د راتلونكي ګډ ژوند له پاره به يې په همدې ميله كې يو بل خوښول. همدا راز به د مشرانو له خوا ځوانانو ته د مسؤوليت كمربندونه ورتړل كېدل. دغه ميله به ښځو او نرانو په ګډه كوله.
د پورتنيو اندونو له مخې نوروز د هېواد په تاريخ كې شپږ زره كلنه مخينه لري چې خوله په خوله تر ننه رارسېدلې او هر كال هر چا د خپل دود سره سمه لمانځلې او يا يې تش حس كړې ده.
په غالب ګومان د پاچا امان الله د واكمنۍ په وخت كې د غه ورځ په دولتي كچه ولمانځل شوه چې تر اوسه پورې بېلابېل حكومتونه دغه ورځ كال په كال لمانځي چې ځينې دولتي چارواكي او حتى ولسمشر كله كله په سمبوليكه توګه په خپلو لاسو ونه يا ګل ږدي او ورسره په مركز او ولايتونو كې د معارف او بزګر ورځ هم لمانځل كېږي چې د معارف او بزګر په ورځ د ښوونځيو ماشومان او ځوانان بېلابېلې جمناسټيكي نندارې، ورزشي لوبې او ملي ترانې وايي، ګډاوې او اتڼونه كوي. ورسره بېلابېل بزګران خپل څاروي د نندارچيانو مخې ته تېروي او دې ته ورته نورې ډېرې خوښۍ كوي او دغه ورځ په رسمي او غير رسمي توګه لمانځي. ويل كېږي چې د نيالګيو كېښودل او څارويو سيالي هم د اريايانو لرغونى او د جمشيد د وخت دود دى. د هېواد په مركز كابل او ځينو شمالي ولايتونو كې دغه ورځ تر نورو يوڅه ډېره توده وي، هغه ځوانان چې كوژده يې كړې وي د خپلې كوژده شوې كور ته جامې، جيلبۍ او كبان وړي، همدا راز دوى د هفت ميوې جوړوي چې د اخترونو دكيك او كلچو په څېر يې د ميلمنو مخې ته ږدي او همدا راز هغو خويندو ميندو چې د سمنك نذر يې منلى وي هغوى د نورو خپلوانو او ګاونډيانو ښځو په شمول شپه د سمنك په جوړولو او سمنكي سندرو ويلو رڼوي. او د نوروز په ورځ هر څوك كوښښ كوي چې زيارتونو ته لاړ شي چې تر ټولو مشهوره ميله د بلخ په ولايت كې د سخي صيب ميله ده چې په دغه ورځ هلته د جنډې پورته كولو دود دى او ورسره په دغه ولايت كې د لاله يا ګل سرخ په نامه سره ګلان وي چې تر څو اوونيو دغه ميله د هيواد تر ټولوګرمه او د ډېرو ګډونوالو لرونكې ده. همدا راز په كابل كې د شهدايى صالحينو زيارتونه، دتلويزيون دغره غربي ډډې ته سخي ته منسوب زيارت هم په دغه ورځ ښه تود وي. په ننګرهار كې د اميرشهيد زيارت ميله او نارنجګل دوديزه ميله او مشاعره هم ښه په درز كې كېږي چې اوس په همدې تقليد د هيواد په اكثرو كې پسرلنۍ مشاعرې هم پيل شوي درنه او خوندوره وي. په ننګرهار كې د شيرزادو خوږياڼو په سيمه كې يو زړو دود ؤ چې په دغه ورځ به ځوانان د لندهور بابا زيارت ته تلل هلته به يې نښې ويشتلې او په نښه ويشتلو كې به يې خپل زورازماينه كوله. دوى به كله كله په پټه توګه خپل سيال ته يا د نښې تر څنګ هينداره كېښوده چې هغه به په ډېره سختۍ ويشتل كيده او يا به چې ځينې ځوانانو ونه شو كړاى چې نښه وولي نو بيا به يې د پروپاګند په توګه وايي چې د نښې تر شاه يې كليمه ليكلې وه او يا به يې ويل تر شاه يې ډوډۍ ايښې وه ځكه ونه لګيده. دا د دوى گروهې دي چې كه د نښتې تر شاه نوموړي شيونه وي نو نه لګېږي. همدا راز دوى په قبرونو اوبه اچوي. له هر كوره خامخا يو كس كه غټ وي او كه وړوكى يوه كوزه اوبه وړي چې څه د خپلو خپلوانو په قبرونو اچوي او څه چې زياتې شي په نورو يې د ثواب له پاره اچوي.
ويل كېږي چې جمشيد پاچا به هم هر كال دغه ميله كوله ، خلكو به په دښتو، ورشوګانو، هديرواو معبدونو كې د خپلو خدايانو له پاره قربانۍ كولې مېلې به يې جوړولې اودخپلو مړو او ژوندو له پاره به يې دعاګانې غوښتې. همدا راز به يې دغه ميله له كوره د باندې د لوبو په سياليو، مذهبي سندرو او ګډاګانو رنګينوله او د كور دننه به يې د سمنك په نذرونو توده ساتله.
د مزديسنا د مذهبي كتاب اويستا په حواله چې فروهيشته (پر ځمكه د ژوند پيداكوونكى) د نوي كال په لومړيو كې د ځمكې پر مخ يو شمېر تغييرات راوړي چې ورسره نوى ژوند پيلېږي. له همدې كبله د دغه مذهب منونكو د نوي كال په لومړيو كې اهورا مزدا ته قربانۍ كولې او هديرو ته تلل چې په قبرونو به يې اوبه اچولې.
نوروځ يوازې د نوي كال يا پسرلي د پيليدو ميله نه ده بلكې دا ميله يا خوښي د ځمكې د څومياشتو مړه كيدو پس بېرته ژوندي كېدل او شنه كېدل دي چې دغه ژوند يې له نوروزه پيلېږي.
د نوروز په ورځ بېلابېلې سيمې د بېلابېلو خوړو دود لري چې ̎ هفت سين، هفت ميوه، سمنك، او ځينې نور ̎ له همغه وخته په دوديزه توګه پاتې دي. هفت سين لكه: سيب، سمنك، سير، سنځله، سكه او سمرق دي. دوى دغه اووه سينه د اوو نيكمرغيو په نيت كېښودل چې هغه هم په سين پيلېږي لكه سعادت، سيادت، سلامت، سپيدروزي يا سپينه او رڼه ورځ ميندل، سرافرازي، سخاوت او سرلوړي ده. همدارنګه به د بېلابېلو مذهبونو خلكو خپل مذهبي سپېڅلي كتابونه هم كېښودل چې مسلمانانو به قرآن، زرتشتيانو او مسيحيانو به تورات او اوستا له هفت سين او نورې مېوې او خوړو سره كېښوده. چې اوس هم په ځينو ځايونو كې دا دود ژوندى دى. په آريايانو كې دود ؤ چې نارينه به په ښكار پسې وتل او ورشوګانو ته به يې د څرولو له پاره خپلې رمې بيولې نو كرونده يې ښځينه وو ته ورپاتې وه چې له همدې لامله اوس هم د دوى ښځينه د نوروز تر راتګ مخكې غنم په يوه لوښي كې اچوي چې شنه شي بيا يې په دسترخوان د ډول او سمبول له پاره ږدي. او ښځو دغه دود تر اوسه ساتلى دى ځكه چې شينكي د پسرلي تر ټولو څرګنده نښه ده. ورسره په لرغونو فرهنګونو كې د پيداكولو او پاللو الهه له ښځو څخه ټاكل شوې ده له همدې لامله د نوروز د دسترخوان له پاره د سبزۍ يا شينكي شنه كول ښځو ته د تاريخي ميراث د سمبول په توګه پاتى دى. كه څه هم د هېواد په ځينو سيمو كې اوس هم ښځې په كښت او كر كې پوره ونډه لري چې هلته بيا دغه د نوروځ د دسترخوان سمبوليك دود نشته.
زرتشتيان له هفت سين سره هفت شين يا اووه (ش) هم ږدي چې په هغو كې شمعه، شراب، شمشاد (سروه) شيريني، شيدې، شاهدانه (بنګدانې) او شربت ږدي ورسره د دسترخوان په څلورو كونجونو كې اويشن ، سنځلې او سپېلني هم ږدي چې د دوى په مذهب كې ژورې ريښې لري. (اويشن يا سعتر ، يو بوټى دى چې خوشبويه پاڼې لري په خوړو كې استعماليږي) كه څه هم په افغانستان كې د هفت ميوې يا اووه ډوله ميوې دود شته خو د هفت سين، هفت شين او نورو دود تت شوى دى.
دا ټولې خوښۍ د پسرلي د راتګ په هركلي كې كوي، د هغه يختير يا پسرلي چې ځمكې په كې خپله سپيره بڼه شنه كوي، ګلونه ټوكېږي او غوړېږي، ونې شنې جامې اغوندي، هره ځوانه پاڼه او شكوفه د هغو شمعو په څېر دي چې د نوي كال د راتلو يا د طبعيت د پيدايښت په جشن كې بلېږي. ډاكټر نيكنام ايرانى ليكوال او څيړونكى په مېلمستيا كې د ښځو د نقش په اړه ليكي چې : زرتشتيان له دې كبله نوروز خوښوي چې دوى په دې عقيده دي چې تر نوروز مخكې ورځو كې د ټولو پخوانيو تېرو شويو انسانانو ارواوې د دوى مېلمنې وي، د زرتشتيانو ښځېنه له همدې كبله كورونه څنډوهي، ښه خواړه چمتو كوي او اولادونو او د كورنۍ نورو غړو ته نوې جامې كوي او تر هغې وروسته د مېلمنو هركلى هم همدا ښځينه كوي. دا چى دا دندې ښځو ته له كومه ټاكل شوي دي وايي: ̎ د زرتشتيانو په ديني كتاب اوستا كې دندې مشخصې شوې دي. په ځانګړې توګه دا چې اوس هم مونږ ښځو ته د كورمېرمن وايو له همغه ځايه سرچينه نيسي په اوستا كې ښځه د كور ملكه بلل شوې ده او تر اوسه دا نقش ساتل شوى دى.

 

نوروز د تمدن له عناصرو څخه يو دى ځكه د ده په راتګ سره هم يخ تېرېږي زراعت او كروندې پيلېږي، وده كوي، د كورپاكوالي ته ځانګړې پاملرنه كېږي، هم د طبيعت ښكلا څرګندېږي او ورسره د نوي پسرلي پيلېدل رامنځته كېږي.
البيروني وايي: اهرمن له اوبو او وښو بركت وړى ؤ ، باد يې له لګيدو بند كړى ؤ، ونې وچې شوې او نږدې وه چې نړۍ ونړېږي، نو جم د خداى په امر د اهرمن او پيروانو د منزل د مزل په لور لاړ او هلته ډېر پاتې شو، كله چې راوګرځېدو، نړۍ پريمانۍ او ورښت او خلك اعتدال ته ورسېدل. په هغه ورځ چې جمشيد پر كټ كېناست څرنګه چې د لمر رڼا د هغه پر تخت څرخېده، جمشيد د لمر په څېر وځلېد خلكو په هغه ورځ دوه لمره وليدل او هغه يې نوې ورځ وګڼله او جشن يې ونيو.
البيروني همدا راز وايي: د نوروز تر ټولو غوره شيبې هغه دي چې له لمر سره تړلې دي او د دې ورځ د سباوون سپيده چاود د امكان تر حده له افق سره نژدې دى او سپيده دم ته په كتو خلك د تبرك شخوند وهي (د تبرك له پاره خوله د شخوند په څېر ښوروي) ځكه چې د هغې ورځې نوم ارمزد دى او هغه د خداى نوم دى، د نړۍ د خلكو د پيدا كوونكي، جوړوونكي او پالونكي.
نوروز نامه : د دې ورځې په نوروز نومولو لامل دا دى چې لمر دوه دورې لري يوه يې هغه چې درې سوه او پنځه شپيته ورځې او د نوروز د شپې په لومړۍ څلورمه كې د وري يا حمل برج په دقيقه پرانيستل شوه خو په وروستيو كلونو كې بيا دغه ورځ په دې دقيقه رانغله او څرنګه چې جمشيد هغه ورځ درك كړه او ويې شمېرله نو نوروځ يې ونوموله او جشن يې ونيو.
فارسنامه ابن بلخي كې راغلي چې: جمشيد وغوښتل څو چې د نړۍ ټول پاچاهان او ملګري په راوتلو حاضر شي، او جشن يې ونيو او هغه شيبه لمر څلورمې ته رسيدلى ؤ .
د پهلوي په متنونو كې راغلي چې: (جمشيد دوزخ ته لاړو او څه موده هلته پاتې شو، هغه ژمنه چې اهرمن ترې وړې وه بېرته يې ترې واخيسته او ځمكې ته راستون شو.
بيروني: څنګه چې د جمشيد په زمانه كې ځناور نه مړه كېدل، ځكه خداى د هغو خدمتونو په بدل كې چې جمشيد كړي وو د هغه خلك يې له زړښت، بيمارۍ، درد او غمه خلاص كړي وو چې له دې سره انسانان او ځناور دومره ډېر شوو چې نور په ځمكه كې نه ځاييدل هغه وخت جمشيد د خداى په امر درې وارې ځمكه درې برابره كړه، جمشيد خلكو ته امر وكړ چې په دې ورځ ولامبي څو يې ګناهونه وبښل شي. د بيروني روايت د ونديداد د روايت پر بنسټ دى چې جمشيد د دوو زرينو لوښو په مرسته چې خداى وركړي وو ځمكه پراخوله.)

پورته انګېرنې د نوروز د نوم د نومونې په اړې وې . دا هم ويل كېږي چې د نوروز جشن په اصل كې د زردشتيانو نه دى. زردشتيان په خپلو ديني جشنونو ډېر كلك ولاړ خلك وو خو دا چې نورو آريايانو ته د نوروځ جشن ډېر ګران ؤ او په ښه توګه يې لمانځلو نو پر دوى يې هم اغېز وكړ او د نوروز لمانځل يې پيل كړل.
همدا راز بيروني وايي د نړۍ پيداكيدل په شپږو ورځو كې تر سره شوو ، د نوروز لومړۍ ورځ د (هرمزد) خداى او شپږمه ورځ يې د خرداد (امشاسپند) په نامه شوه.

د ډېرو په انګيرنه اسمان، ځمكه، لمر او ستوري مخكې پيداشوي دي. د وخت پيدايښت په نوروز كې شوى، په هغه وخت كې چې لمر د وري (حمل) په برج كې ؤ خداى په خوځښت راووست او له هماغه ځايه وخت يا زمان پيل شو او خلكو د نوروز جشن جوړ كړ. په ځينو روايتونو كې د انسان پيدايښت هم په نوروز كې شوى نو نوروز پر طبعيت سربېره د انسان د پيدايښت جشن هم كيدلى شي.

ځينې خلك وايي نوروز د كال پيل دى او په دې عقيده دي چې نوروز د زمان د پيلېدو لومړۍ ورځ ده نو نيكمرغۍ او بدمرغۍ هم په همدغه ورځ وېشل كېږي.

نوروز د مدني فرهنګ ځلا ده
كله چې مونږ د لومړيو اسلامي پيړيو د پوهانو نظرونو ته ګورو نو وينو چې د مدني ټولنې او ښارمېشتۍ د فرهنګ ډېر بنسټونه په نوروز كې اېښودل شوي دي او د دې فرهنګ اتل او رامنځته كوونكى جمشيد دى.

ورشو يا څړځى : جمشيد د څارويو په ځانګړې توګه اسونو ساتونكى يا رام كوونكى ؤ.... ( بيروني ... )

كركيله او اوبه خور : جمشيد كوهيان و ايستل او د ځمكې په جوړولو يې پيل وكړ( ثعالبي ) او د ګنيو كاشف ؤ ، هغه د نوروز په ورځ امر وكړ چې ګوړه او شكره جوړه كړي ، تر هغې وروسته په خلكو كې دود شو چې په نوروز كې يو بل ته شكره يا ګوړه ډالۍ كوي ( بيروني ) او نن شيريني ، نقل او نور دود دي. )

كورجوړونه (معماري) : جمشيد امر وكړ چې غرونه او ډبرې ونړوي او د مرمرو له ډبرو او ګچ نه يې كورونه او ماڼۍ جوړې كړي. ( طبري ، بيروني ) همدا راز يې فلزات، سيم او زر او قيمتي كاڼي (ګوهر) را وويستل .

روغتياساتنه: جمشيد حمام جوړ كړ او خلكو ته يې وويل چې په نوروز كې پرې خپل ځانونه ومينځي ترڅو يې خيرې او ګناهونه ووينځل شي( بيروني او نور ماخذونه )

راكړه وركړه : جمشيد تولكاڼي او اندازې وضع كړې او خلكو به كارول.

نساجي او درزيتوب (خياطي) : جمشيد د نخيو، وريښمو او وړينو رختونو اوبدل او ګنډل خلكو ته وروښودل ( بيروني ، طبري )

طبابت او درملنه : جمشيد درمل جوړ كړل او د بيمارانو درملنه يې وكړه.

د حرفه يي كارونو له پاره د خلكو ډلبندي كول:
جمشيد خلك په څلورو ډلو وويشل لكه: جنګياليان، مذهبيان، بزګران او سوداګران.

معدنونه او صنعتونه : جمشيد اور كشف كړ ( مسعودي ) فلزات يې را وويستل او اوسپنيز شيونه يې جوړ كړل. ( بيروني ) زر او سيم يې ويلي كړل، د سيمو زر تختې يې جوړې كړې او غمي يې په كې ولګول ( فردوسي ) له ښيښې يا بلور نه او په ځينو روايتونو كې د فيل له غاښونو نه يې الوتونكى مشين جوړ كړ او پرواز يې وكړ ( بيروني ، طبري) بابل ته ورسېد (دا كيدى شي د اسطوره يي بشر په ذهن كې د صنعتګيرۍ او فن اوج ؤ)

تبر، ترښځ ، يوې او كركۍ (سسپار) ، د وسلې او زين افزار يې جوړ كړل ( طبري )
همدا راز جمشيد جام جوړ كړ چې په هغه كې يې كولى شول نړۍ وويني او په ادبياتو كې د جم په جام مشهور شو.

ښار جوړونه: جمشيد څو ښارونه جوړ كړل، او د تيسفون ښار چې د مدين له اوو مشهورو ښارونو څخه دى د دې بنسټ هم جمشيد ايښى دى ( حمزه اصفهاني ) جمشيد په دجله يو پل جوړ كړ چې د سكندر تره وخته ؤ او سكندر بيا هغه ونړوه ( ابن بلخي )

بيړۍ چلونه : بيړۍ يې جوړه كړه، په اوبو كې يې خوشې كړه او وطن په وطن وګرځېدو ( فردوسي )

ستوري پېژندنه او د ځمكې او اسمان پېژندنه ( ابن نديم د ابو سهل نوبختي څخه نقل كړي دي )

عدالت او نياو غوښتنه : جمشيد عدالت ته كېناست او دې دود د ساساني پاچاهانو تر وخته دوام وكړ او د نظام الملك له وينا سره سم د ساساني پاچاهانو سياستنامه به د نوروز په ورځ عدالت ته وړاندې كيده. او لومړى به يې له خپله ځانه پيلوله. په دې كې شك نشته چې مدني ټولنه له عدالت او نياوغوښتنې پرته پايښت نه لري.

خط ليكنه : جمشيد لوحې او ډبرليكونه وليكل او خپلو اطرافو ته يې واستول، ډېرو ماخذونو دا تاييد كړې چې د خط كشف د جمشيد په وسيله د نوروز په ورځ وشو.او په حقيقت كې دا كشف د بشر د فرهنګ او تاريخ، تاريخي بنسټ دى. ( بيروني ، فردوسي ، ابن نديم او نور ...)

كولى شو ووايو چې نوروز پر دې سربېره چې د طبيعت او پيدايښت جشن دى،بلكې د رڼا پر تيارې د بري او د مدنيت د عناصرو د رامنځته كيدنې او ودې جشن هم دى.
هره ورځ مو اختير او اختر مو بختور اوسه

په دې ليكنه كې د ليكوال د خپلو معلوماتو، د ځينو پوهانو او د ټولنې د دودونو ترڅنګ له نړيجال څخه هم استفاده شوې لكه د استاد عبدالله بختاني خدمتګار ، استاد حبيب الله رفيع ، په تبيان بريښناپاڼه كې د ډاكټر بدرالزمان قريب لكنه،د سي ايج اين نيوز د ©CHN(Cultural Heritage News Agency - خبرګزاري ميراث فرهنګي.