مړه سبك ده نه يايم ماته مه خپله ګوړه راكړه

محمدنبي تدبير 28.06.2009 18:05

زما د شينوارو لهجه ډېره خوښېږي په ځانګړې توګه د دوى اصطلاحات او چې وايې ورم نو بيا يې تر ډېره وخته له ځان سره زمزمه كوم. يو ځل مې له يوۀ اوريدلي وو چې “خبره ليا يوه ښه وي ليا دوه ښې وي“ دا مې هيڅكله له ياده نه وځي. د مهاجرت په ورځو كې مو له شينوارو سره جومات هم شريك ؤ او ښه راشه درشه مو لرله. يوه ورځ يو شينواري په جومات كې له ملاسره قرانكريم شروع كړ او ملا ته يې د شروع په خوږه كې دوه كيلو ګوړه وركړه. شينوارى ډېر ټوكي او خوش طبع سړى ؤ ملا يوه ورځ ور ته په غوسه شو ځكه چې سبق يې نه زده كيدو نو شينواري غوښتل چې د ملا غوسه سړه كړي او لږ يې وخندوي، ملا ته يې وويل: “مړه سبك ده نه يايم ماته مه خپله ګوړه راكړه” دې خبرې د جومات ټول خلك وخندول چې د ملا ټنډه هم وغوړيده او لاحوله ولا يې ووې. ملالۍ شينوارې زما ايډيال پښتنه ملاله وه او ما به چې هر وخت د دې ايمانداري، پښتونولي او ميړانه ليده نو هغه د عبدالرحمن بابا خبره :
د ديندارې ارتينې له يوې كوښې
صدقه شه سل بې دينه نارينه”
خو چې تېره شپه مې د خپلې دې نوميالۍ وكيلې خبرې واوريدې چې په واز كومي يې كرزي ته كمپاين كاوه او ويل يې چې زما رايه د كرزي ده او تاسو هم رايه وركړئ نو نژدې مې له خولې ورته ښيرا وتلې وه خو زر مې ځان قابو كړ ځكه ما ويل كه چېرته ښيرا وكړم او ووايم چې ملالۍ خداى دې د واده په ورا بمباري وكړه نو زما نور شينواري عزيزان به په كې مړه شي، نور خواږه دوستان به مې په كې كونډ، يتيمان او يسيران شي. ځكه خو يوازې په خپله وركړې رايه پښيمان يم او لكه څنګه چې دا د رايو له اوصولو واوښته او “سري” پټې رايې يې بربنډې كړې او ويې ويل چې زما رايه د كرزي ده نو زه هم له سترې پښيمانيتا له ملالۍ نه خپله رايه بېرته اخلم او د هغه ټوكي شينواري خبره چې “مړه سبك ده نه يايم ماته مه خپله ګوړه راكړه” .


د ليکوال څو نورې لیکنې

لرغونى 12.08.2009 08:21

والکه فضلياره ! طرفدارى به ډېر نه کوې، کنه بيا دې ګوره حل وايم

ابراهيم غازي 14.07.2009 07:18

عزيزانو، له کرزي صاحب او د هغه له نامتجانسه او مکروه ټيم نه نور څه غواړئ؟! مړه ښاماران ولې په خېټه خېټه کې پسې وهئ. تاسو نه ګورئ چې د کرزي صاحب ډلې باندې سخته وبا ګډه ده. زياتره غړي يې ښايي ډېر ژر هاګ بين المللي محکمې ته وکاږل شي. ښه دا ده چې د دې پر ځای راتلونکي ولسمشر ته سر له اوسه لازمې سپارښتنې ورکړئ چې خپل پروګرام کې ورته پام وکړي، ښه به وي.
پاتې شوه ملالۍ جانه! انسان دی آخر! اشتباه ځنې کېږي. الله پاک غفور او رحيم دی معاف به يې کړي. دروغ د راوي له غاړې، هغه وايي چې په خپلې غلطۍ اوس ډېره پښېمانه ده.

لرغونى لاروى 11.07.2009 13:29

سلامونه!
درانه سمسور صيب ته يوازې همدومره وايم وروره تاسو د فردي حق خبره كړې ده خو ملالۍ اوس يو فرد نه بلكې دخلكو استازې ده. هغه هم داسې استازې چې د كابل په حوضه كې د اكثريت رايو وړونكو په كتار كې وه. اوس يې هم خپله رايه او نظر په فردي توګه نه دى څرګند كړى بلكې د ټلويزيون له لارې يې له خپلو مؤكلينو هم وغوښتل چې كرزي ته رايه وركړي. بې له دې چې له خپلو مؤكلينو سره مشوره وكړي او بې له دې چې د كرزي ظرفيت، افغانيت ، درايت او په ځانګړې توګه د ده شريف مرستيالان په پام كې ونيسي.

محمدنبي تدبير 11.07.2009 08:58

له ټولوليكوالو وروڼو مننه كوم چې زما دا لنډه ګنډه ليكنه يې په دومره ليكلنو او نظرونو و ارزوله . زما په نظر نور پرې څه نه دي پاتې چې وليكل شي له ټولو دوستانو هيله ده چې نويو موضوع گانو باندې خپل نظرونه وركړي.
په همدې هيله
تدبير

لرغونى لاروى 09.07.2009 06:33

درانه سمسور شينواري او ښاغلي لرغوني لاروي صيب ته سلامونه!
وروڼو خبره يوڅه درنه شخصي شوې او تاويلو ماويلو ته رسيدلې ده.
ما دا موضوع د يو ملي ليدلوري له مخې مطرح كړې وه. خداى دې وكړي چې ستاسو دواړو د زړه بدوالي لامل نه شي. سمسور صيب ته يوازې همدومره وايم وروره تاسو د فردي حق خبره كړې ده خو ملالۍ اوس يو فرد نه بلكې دخلكو استازې ده. هغه هم داسې استازې چې د كابل په حوضه كې د اكثريت رايو وړونكو په كتار كې وه. اوس يې هم خپله رايه او نظر په فردي توګه نه دى څرګند كړى بلكې د ټلويزيون له لارې يې له خپلو مؤكلينو هم وغوښتل چې كرزي ته رايه وركړي. بې له دې چې له خپلو مؤكلينو سره مشوره وكړي او بې له دې چې د كرزي ظرفيت، افغانيت ، درايت او په ځانګړې توګه د ده شريف مرستيالان په پام كې ونيسي.

<#%= link_to t("ta.buttons.all_comments"), comment_path(:id => @post.id), :class => "button"%>

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

12.03.2010 16:11 د اغزو څوکې =شاعر: انجينر متين

وينې د زړگي وې توى لـــــه څـوکــــو د بـــڼو شولې = اوښکې هم ياغي لـــــــه سلطنـــــته د لېـــــمو شولې

12.03.2010 14:01 ژوندی ناخوالی

بلي ! شيريني ته خبري كوي ؟

11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم