د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ته خو دا وارې وار وكړه

محمدنبي تدبير 15.07.2008 17:29
زمونږ په كلي كې يو عجيب رواج ؤ كله به چې د چا واده يا خيرات ؤ نو تر خيرات خوړلو وروسته به يو څو مشران د كلي د مخې په كوم شودياره پټي يا ميدان كې ولاړ وو او همزولي ځوانان به يې سره په غېږه وروستل . ګل حبيب د كلي تر ټولو كمزورى خو ډېر لاپو سړى ؤ. له مشرانو پټ به يې ماشومانو ته ډېرې لاپې وهلې او د ده د وخت د كلي ټول مشران او همزولي به يې ښودل چې ده څملولي دي. خو كله به چې د ده په اړه مشرانو خبرې كولې نو ويل به يې چې د هيچا له زوره هم نه ؤ او نه دى. دى خو به له وېرې د چا خيرات ته هم نه تلو چې هسې نه څوك يې خپل همزولي ته په غېږ ور ولي.
د ګل حبيب تشې لاپې زده وې نه يې د پولې پټي كارونه كولى شول او نه يې د ښار بازار مزودوري له لاسه كيده. ليك لوست خو يې هسې هم نه ؤ زده. په ټول كلي ولس كې د ده ژوند خراب ؤ. كه ګاونډيانو او چا يار دوست، خپل خپلوان به څه وركړل خوړل يې كنه نود كلي د خلكو خبره د پلار هډوكو ته ناست ؤ. د ځمكې په ګروولو او خرڅولو يې عمر تېراوه لاپې شاپې يې ډېرې وې ، په كينه او ګوندۍ كې ښه تګړه ؤ خو زور په كې هيڅ نه ؤ.د ډېرو لاپو شاپو او غورو دربو له لاسه په كلي كور كې د غورو په ګوډي مشهور ؤ. د ده نوم دومره بد ؤ چې كه د چا ماشوم به بې ځايه لاپې وكړې نو مور پلار به ورته ويل ( هسې به له ځانه لاپو ګل حبيب نه جوړوې) هيڅ دې هم له لاسه نه كېږي .
ښه مې په ياد دي يوه ورځ په يو شودياره پټي كې د ګل حبيب او مټكوركاكا سره د ځمكې په سر جګړه وه مټكور له ونې ټيټ منډلى خو غښتلى سړى ؤ، ګل حبيب يې په سوكانو سوكانو واهه خو مټكور به چې هر وار وركړ ګل حبيب به من دربله راواخيسته او مټكور ته به يې وويل ( كه ته نر وې دا وارې وار وكړه ) مټكور به بيا په تشي كې سوك وركړ، ګل حبيب به يو خوږ واخ وكړ او هغه دربله به يې وغورځوله بله به يې راواخيسته او بيا به يې مټكور ته وويل ( كه ته نر وې داوارې وار وكړه) بس مټكور همدا سوكان وارول او ګل حبيب به يوه دربله كېښوده او بله به يې راخيسته او ويل به يې كه ته نر وې دا وارې وار وكړه!!! په همدې غورو دربو يې په مټكور ځان په سوكانو شين كړ.
اوس چې زمونږ هېواد ته ګورم همغه د ګل حبيب كيسه په مونږ هم شوې ده.هم خپلو كورنيو مټكورانو راپسې سوباړي راخيستي او پرديو او بهرنيو ټول مو وهي خو مونږ همدا وايو ته خو دا وارې وار وكړه!
په دهراوود كې په واده بمبارد وشو، په غزني كې ماشومان ووژل شول، په پكتيكا او كاپيسا كې ښځې ،ماشومان ووژل شول عام وژنه وشوه، هلمند او كندهار خو نور په وهلو او وژلو ستړي شوه، د دېرشكلنې جګړې د سولې كور ننګرهار ته هم سوباړي ونيول شول په كورونو ورواوښتل، په عام بازار كې پرې مرمۍ وورول شوې، په نورستان كې عاموژنې وشوې، د هسكو شملو په هسكه مېنه كې يې هم څوك هسك پرې نه ښودل چې خپله خيښي او خوښي وكړي؟!
ورسره كورنيو لنډغرانو هم ځانونه ليونيان كړي څوك يې له خپلو كورونو د سمت او ژبې په نامه شړلي او ځورولي او څوك د خپل مال او شتمنۍ په نوم تښتوي او پيسې ترې غواړي. خو زمونږ ګل حبيب لكه خپل زور چې هيڅ ورته معلوم نه وي ، تل لاپې شاپې وهي او تر هرې پېښې وروسته همدا وايي : كه نر وې ته خو دا وارې وار وكړه!