د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هسکې مېنې

نجیب منلی 20.09.2011 00:15

له څو کالو راهیسې د کابل د سین پر غاړه، د زړو او نوو مکروریانونو تر منځ یوه لوړه نیمه کاره ودانۍ ولاړه ده. که د بام له سره یې وزرماتې کوتره خوشې کړې نو د سترګو په رپ کې د ملي امنیت دفترونو ته رسېږي، دوه وارې یې چې وزرې ښکته پورته کړې، د معادنو وزارت به له اسمانه څاري، که یو ګام نوره هم مخکې ولاړه د دفاع وزارت به یې تر نظر لاندې وي، که لږه ډېره متره په کې وه نو د ولسمشرۍ ماڼۍ، د امریکا، فرانسې، انګستان، کاناډا سفارتونه، د ملګرو ملتونو نماینده ګي او په لسګونو نور رسمي او دیپلوماتیک حساس ځایونه ګز او پل کولای شي.
که یو څو متره د لوېدیځ په لور وړاندې نظر واچوو، دوه نورې دنګې، دنګې ودانۍ د ملک اصغر په څلور لارې کې سر له ورېځو او دوړو سره جنګوي چې د ولسمشر د خوب د کوټې منځ هم ترې ښکاري. یو دوه قدمه شمال لوري ته بله همداسې لوړه وداني ده چې پر دې نورو د رخې کولو له پاره هېڅ بهانه نه لري.
افغانستان جنګ ځپلی هېواد دیلندن او پاریس خو څه کوې، هغه خو تاریخي ښارونه دي، خو په ډېرو نوو، خوندي ښارونو کې به هم څوک د قدرت مرکز ته دومره نېږدې په دې شمېر پاخه سنګرونه پرې نه ږدي. . په افغانستان کې لا د جنګ لمبې غړانګې وهي خو د کابل د ښار مسوولین په دې کې هېڅ ستونزه نه ویني چې د ډالرو خاوندانو ته د ښار په زړه کې د دې ډول ودانیو د جوړولو اجازه ورکړي.  دا چې بیا څو تنه ټوپکوال کولای شي د پلازمېنې امنیت شل یا دېرش ساعته وګواښوي، دا خو وړې خبرې دي.
داسې بد ژبي کسان هم شته چې وایي د ولسمشرۍ د مانۍ له یوې څنډې د کابل له پاره یو ښاروال، د ولسمشر په غیاب کې وټاکل شو، یو کال یې څوکۍ وساتله او کله یې چې د ولسمشر د خونې کړکۍ ته څېرمه د یوې لوړې تجارتي ودانۍ پر ساختماني جواز لاسلیک وکړ او ټاپه یې پرې ووهله، ښاروالي یې بل «مستحق کس» ته وروسپارله. د همدې ودانیو تر څنګه د تاریخي آبداتو ریاست د باغبان باشي تاریخي جومات د زړه په وینو له ړنګېدو (د ماڼۍوالو په وینا له «عصري کېدو») و ژغوره خو د کابل د عامه کتابتون د تاداوونو د وهل کېدو مخه یې و نه شوه نیولای. دا ټولې ودانۍ چې په رغولو کې به یې خامخا خورا پرمختللي تخنیکي معیارونه په نظر کې نیول شوي وي، په ډېره بې شرمۍ د ښارجوړونې ډېر لومړني اصول په کې تر پښو لاندې شوي دي.
د نه کولو پوښتنه دا ده چې دغه ودانۍ چې د هېواد د خورا حساسو، حیاتي مرکزونو د امنیت له پاره دایمي ګواښ دی، د چا ملکیت دی؟ باور مې نه شي چې هغه ټکسي چلوونکی چې ترهګرو د عبدالحق څلورلارې د نیمه کاره ماڼۍ له هسکو څنډو د مرګ کومي ته وغورځاوه په دغو ځایونو کې د یوې شپې تېرولو امکانات هم درلودلي وي.
په مطبوعاتو کې ډېرې داسې پوښتنې مطرح شوې چې څنګه او د کومو ځرو په مرسته ترهګر وتوانېدل چې د ولسمشرۍ د مانۍ او د سي.آی.اې. د قرارګاه په څو متره واټن کې داسې پاخه سنګرونه جوړ کړي، خو لږو خلکو دا پوښتنه وکړه چې د کابل د ښار په زړه کې د داسې فوق العاده مورچلو د جوړولو نوښت د چا و؟
امریکا وایي چې د کابل د بریدونو غچ به په وزیرستان کې اخلي. «په تا مې زور نه رسي، مړ به دې پلار کړم!». د کابل ښاروالي وایي چې په کابل کې اسمان څکو مېنو ته یې د جوړېدو اجازه نه وه ورکړې. ګوندې خدای د افغانستان د حکومت په رپاند زړه کې دومره جرأت پیدا کړي، چې دغه درې څلور سترې، سترې ودانۍ چې د ملیونونو تنو ژوند او د یو هېواد د حساسو تصمیم نیوونکو مرکزونو امنیت ته ګواښ دی، د وزیرانو د شورا په یوې مصوبې یا د ولسمشر  په یوه فرمان سرکاري کړي. خو لکه چې دا هیله به د عبدالحق څلورلارې د ټکسي چلوونکي په څېر په زرګونو نور هم ګور ته یوسي. خدای دې هغوی ته په بله دنیا کې اجرونه ورکړي.