د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د زهرو جامونه

نجیب منلی 27.08.2011 16:12

عجیبه افغنستان دی. د تاریخ په اوږدو کې، په ټوله دنیا کې، ښادۍ او غمونه د شرابو او شربتونو د جامونو په کړنګولو لمانځل کېږي. پخوا به کله په پېړۍ، دوو کې یو تن پیدا شو چې د سقراط په څېر به یې د حق د اظهار په نامه د زهرو جام پر سر راواړاوه. خو دلته، بیا حالات بل ډول دي، هر څوک چې لږ خوا بدی شي، د زهرو جامونه تشوي او دوه ورځې وروسته بیا نور د زهرو جامونه پسې ګوري. دوه کاله وړاندې، عبدالله عبدالله چې غوښتل یې د څو نړۍوالو دلالانو په مرسته په دېرش سلنه رایو د افغانستان ولسمشر شي، که څه هم د ده سیال د «ملي ګټو» په خاطر (په افغاني سیاسي ادبیاتو کې کله د سیاسي شهامت نه درلودل په دې نامه یادېږي) حاضر شو چې خپله ګټلې پاچاهي بېرته د جوارۍ میدان ته واچوي، د زهرو جام تر تله و ګوټه او د کرزي ولسمشرۍ ته یې تن کښېښود. د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال بیا د ټاکنو غبرګو کمیسیونونو پیالې له زهرو ډکې کړې، د شهزاده سرای په ټاکنیزو مرکزونو کې د پارلمان د پلورل شویو څوکیو شرعي قبالې یې د ملي ګټو د خوندي کولو له پاره ووېشلې. د درغلیو په وړاندې د راپورته شوو احتجاجونو له امله، ولسمشر بیا خپله پیاله له زهرو ډکه کړه، د دې پر ځای چې پرېږدي چې د هېواد عدلي نظام په طبیعي ډول په قانون کې د تثبیت شوو جرمونو په هکله قانوني اجراآت وکړي، ځانګړې محکمه یې جوړه کړه. د محکمې قاضیانو به هم د زهرو څو منګي تش کړي وي چې په سلګونو قضیو کې یې وروستۍ فیصله د دوه شپېتو بړېڅو د بري اعلان و. د ځانګړې، یو پړاویزې محکمې فیصله بیا د زهرو په ډنډ کې واچول شوه، نهایي حکم استیناف ته وړاندې شو. د استیناف محکمې هم د ځانګړې محکمې، چې اوس نو د ولسمشر له معجزو ډکې ادارې په لومړنۍ محکمه بدله کړې وه، پرېکړه تایید کړه خو ولسمشر بیا، سره له دې چې د اساسي قانون د حکم پر اساس د عدلي نظام ساتونکی دی، مولوي معنوي ته په خواره خوله سوال وکړ چې د دوه ګونو محکمو پر پرېکړو د صحت مهر ولګوي. مولوي صاحب هم د زهرو منګوټي ته دد شو، د مسخ شوې محمکې حکم یې د زهرو په جام کې مسخ کړ او دوه شپېته بړېڅي یې نهو ته راکم کړل.
له بده مرغه خبره په همدې ځای نه ختمېږي. له هرې خوا د قیامت جوړولو ګواښونه کېږي. د هېواد په سقاخانو کې لا د زهرو خمونه ډک پراته دي. دا ځل به وار د چا وي؟
د لېږد په زهرو لړلې پروسه روانه ده. له امریکا سره د ستراتېژیکو اړیکو له پاره ولسمشر نیت کړی دی چې د «عنعنوي لویې جرګې» عنعنوي مېلمانه د سنکتیا ښانکونو ته کښېنوي. ولسي جرګې خو لا د وخته ویلي دي چې دغه د غم جرګه په رسمیت نه پېژني. د بن دویم کنفرانس ته تیاري نيول کېږي. د تل په څېر د افغانستان او نړۍ درنې سټې د خبرو پر جزییاتو غږېږي خو دا لا چا نه ده ګڼلې چې د افغانستان ولسونه هم په دې موضوع کې شاید د ویلو څه ولري.
که دا وار هم سیاسي بې زړه توب ته د ملي ګټو نوم ورکړ شي، نه به د هېښتیا خبره وي او نه به د افغانستان له ناورینونو د ډک تاریخ لوری په جدي توګه بدل کړي. دا به هم د نانځکو یو بل واده وي چې د «خوټنکې» د اور لرګي به یې افغان ماشومان وي. هغه مشران چې د زهرو په جامونو روږدي دي، دې ته چمتو دي چې یو ځل بیا دوه درې خمونه وشومي.
ملت مو هم دا دېرش، څلوېښت کاله کېږي چې د باروتو، زهري ګازونو، نشه یي توکیو، د اور د لمبو پر دسترخوان مېلمه دی.
څه به وشي که دا ځل په مدني ټولنه کې یو څو تنه لېونیان را پاڅېږي، د معنوي په لاس ډک شوی د زهرو جام په خوښۍ وغړپي او بیا د نوي افغانستان د نوي نسل د راتلونکې له پاره، د کرغېړنو، په جوړجاړیو او معاملو بنا سیاستونو ښانکونه پر ځای پرېږدي، او د زړو، سولېدلو شعارونو او ایډیالوژیکي اپلتو پر ځای پر نوو طرحو فکر وکړي؟ آیا دا به د نه منلو خبره وي چې د دغو ازادو، خپلواکو او د ملت له نبضه خبرو خلکو له ټولي دې د افغانستان د تورتمونو د پای دریڅې ته د لارې نخچه راووځي؟