د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننګرهار کې د پښتون خوځښت غونډه

پښتون خوځښت 04.07.2011 20:47

لنـــــــــــــــــډيز:
پښتون خوځښت د جمعې په ورځ د جون په ۱۷مه نېټه  چې د روان هجري شمسي کال د غبرګولي میاشتې د ۲۷ نېټې سره یې سمون خوړ په ننګرهار کې غونډه وکړه. په دغه غونډه کې ۵۵ مسلکې ځوانانو او د پوهنتون زده کړیالانو ګډون کړی وو د پښتون خوځښت د ودې په موخه جوړه شوي وه.  غونډه  د ماسپښین په دری بجو پیل او د مازديګر په شپږو بجو پای ته ورسيده.
غونډه د قران کريم په مبارکو ایاتونو پيل شوه او وروسته ګډون وال له یوه بل سره معرفي شول او بیا یي د پښتون خوځښت د جوړيدو په اړه له یوه بل  سره معلومات شریک کړل. هر ګډونوال د پښتون ژغورنې په اړه خپلې خبرې او لیدلور  وړاندي کړ او د پښتون خوځښت د فعالیتونو په اړه خبرې وشوي او له حاضرو ګډونوالو څخه وغوښتل شول تر څو ځوانان پښتون خوځښت ته راوبلل شي. په ټوله کې د غونډي ګډونوالو په لاندې موضوعګانو باندې خبرې وکړي:
۱: د پښتنو د ستونزو د حل د پاره د یو ملې سیاسې سازمان د جوړيدلو غوښتنه.
 ۲:  د فکرونو او استعدادونه روزنه او د نوي انديښنو رامنځ ته کول.
 ۳: د  پښتون د ثبات او د لوی افغانستان د جوړيدو دپاره د ډیورنډ د کرښې مسئله و نړیوالې ټولنې ته وړاندې کول
۴:  په ټولو برخو کې د پښتنو د حقه حقونو اخیستل.
۵: د پښتنو د ملې ارزښتونو او حقونو د ساتنه او دفاع.

په پای کې پورتني ټکي د پښتون خوځښت بنسټیزي غوښتنې وګڼل شوي.

تفصيل:
پښتون خوځښت  د خپلو ولایتي غونډو په لړۍ کې خپله څلورمه غونډه د تېرې جمعې  په ورځ چې د روان هجري شمسي کال د غبرګولي میاشتې د ۲۷ نېټې سره یې سمون خوړ په لوی ننګرهار کې تر سره کړه.
غونډه په جلال اباد ښار کې د ننګرهار روغتون ته مخامخ  د ماسپښین په ۰:۳۰ بجو د قران کریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه او د مازدیګر تر ۶:۰۰ بجو یې دوام و موند.
د پښتني ټولنې مادې  او معنوي جوړښت، له پښتنې ټولنې د پردیو د کلتوري یرغلونوله منځه وړل،د ټولنيز عدالت ټينګښت، پښتانه ژغورل، د پښتون وده، تر ټولو او تر هر چا د مخه د ځوانانو مسؤليت دى، ځوانانو خپل مسؤليت پېژندلى دی او د خپلو ملي او اسلامي غوښتنو څخه خبر دي. په دغه غونډه کې د ننګرهار ځوانان د پښتون ژغورنې په موخه د پښتون خوځښت سره یو ځای شول تر څو خپل رسالت په ښه ډول ترسره کړي. په نوموړې غونډه کې ځوانانو خپلې خبرې او تبصرې وکړې چې اساسي ټکي په لاندې ډول وو:
۱: د سياسي سازمان د جوړيدلو غوښتنه:
پښتانه د نړیوالو دښمنانو سره مخ دي. که له یوې خوا يې په کورونو بمونه اچوي له بلې خوا یې ګاونډیان  او په کور دننه زورواکې او سوداګرو يي تر ظلم او استبداد  تر سیورې لاندې ساتې، زاړه وژونکې، نوې سوداګر، او جاسوسي څيرې اوس هم  خپلو شومو اهدافو ته نه دي رسيدلي  او ددې سپيڅلي ملت پلورولو ته دوام ورکوي.
ددې ستونزو د له منځ وړلو د پاره، داسې خوځښت ته اړتیا لرو چې پر هغې ټول پښتون ملت باور وکړي او دا هم سمدلاسه یو سیاسي ـ ټولنيز تحریک کېدای شي، ځکه چې پښتانه اوس په سیاست او سیاسیونو بې باوره دي او په هېڅ راز ددوی په فکر او لید عقیده نه لري ، یوه داسې تحریک ته اړتیا ده چې د افغان ویښتابه لپاره ګامونه واخلي. یوازې د پښتنو په بنسټیزو ستونزو غور وکړي او د هواريدو لپار يي عملي ګامونه واخلي، یو داسې تحریک چې د پښتنو موقتې او اوږدمهالو بنسټیزو  ستونزو او مسايلو د پاره کار وکړي.

۲: د فکرونو او استعدادونه روزنه او د نوي انديښنو رامنځ ته کول:
ټولنه د خپل پرمختگ او ودي په کارکي د اوبو په شان د فکر روزنې  ته ضرورت لري، تر هغه چې خلاق فکرونه او استعدادونه و نه روزل شي د پرمختگ او بدلون په لور حرکت هم نشته دی. د فکر روزنې تر څنگ دانديښنو خپلواکي، دانديښنو اختلاف او د انديښنو تر منځ جگړه د ټولنې بنياد جوړوي. په يوه ټولنه کې د اندیښنو د جگړې دريدل د ټولنې د دريدو په معنی ده.
ټولنه په هر حالت کي د نويو انديښنو ايجاد او د استعدادونو روزنې ته ضرورت لري. په ټولنه کي ددي ضمانت نشته چې له بحرانونو دې خلاصه وي. ټولنه او ټولنيز ژوند له بحرانونو نه خلاصيږي. همدا دم د نړۍ ډېرې پرمخ تللې ټولنې له کلک بحران سره مخامخ دي. په ټولنه کي هرومرو بحرانونه منځ ته راځي. په دي هکله مهمه مسله داده چې ټولنه د بحرانونو د حل کولو وس او توان ولري او په ټولنه کې خلاق فکرونو او استعدادونه موجود وي چې بحرانونه او ستونزې له مختلفو او نويو زاويو څخه وگوري. دلته په طبعي توگه په ټولنه کي د فکرونو او استعدادونو د روزلو تر څنگ د نويو انديښنو د را منځ ته کولو ضرورت هم منځ ته راځي او دا به ټولنې ته ددې وس ورکړي چې د نويو ستونزو د حل کولو په کار کې پاتي را نشي. ( ليک:  دستګير خروټی)
۳: د  پښتون د ثبات او د لوی افغانستان د جوړيدو دپاره د ډیورنډکرښې مسئله و نړیوالې ټولنې ته وړاندې کول:
د ۱۹۱۲ او ۱۹۱۸ کلونو په منځ کې ولسې غورځنګونو د نړۍ په حالاتو کې ډیر بدلونونه راوستل،په نړۍ کې د ازادۍ غورځنګونه پياوړي شول. د افغانستان ځوان بادشاه غازې امان الله خان او د هغه ملګرو د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د  انګريزانو سره جګړه وکړه،  د خپلواکۍ څرکونه راوختل، پښتنو قبایلو هم د اوسنې افغانستان سره د پيوستون احساس څرګند کړ. انګريزانو په وروستيو کې افغانستان په رسميت و پيژنده، چې د افغانانو ستره بریا وه، خو  د افغان د لر د غاړې نه د استعمار جغ لري نه شو،  په مصنوعې او غیر فطرې سرحدونو په زريعه ویشل شوی پښتون ولس  د دواړو غاړو ته د ثبات او سوکالۍ جوګه نه شو د استعمار د چړې په واسطه یو و جود دوه ټوټې شو، چې له اندامونه څخه يي لا تر اوسه هم وينې څاڅي.
ددې دپاره چې ددې اندامومونه وينې ختمې نه شي او پښتون مړنه شي، باید د دې غیر فطري سرحد مسله نړيوال فورم کې کښيښودل شي او د پښتون وینه ودرول شي.
۴: پښتني ټولنه باید سیاسي شي:
درې لسېزې کېږې چي د افغانستان په هکله په تيره بيا د ثبات او سولې له پاره پلانونه په وار سره په مسکو، اسلام اباد، پيښور، تهران، رياض، لندن، واشنگتن ... کي جوړېږې. دي پلانونو نه يوازي بری نه درلود، بلکې افغاني غمېزه يې نوره هم ژوره کړه. له افغانستان سره د دا ډول چلندونو معني څه کېدای شي. ددې معنی داده چې افغانان په خپله ددې وس نه لري چې په خپل برخليک واکمن شي، افغانان ددې وس نه لري چې په خپله خپلې ستونزې حل کړې او په خپله خپل دولت او ملت جوړ کړي. ايا دا په خپله په افغانانو کې د سياسي پوهې د خوارې په معنی نه ده او په ځانگړې توگه ددې معنی دا نه ده چې افغانان په پراخه توگه په ځان بې باوره شوي دي او د خپل کورد جوړولو او په خپل کور د واکمن کيدلو وړتيا يې له لاسه ورکړي ده؟. هغوﺉ چې له باندې افغانستان ته د حل نسخې ورکوي افغانستان او افغاني ټولنه نه پېژني. دوی د افغاني ټولنې خوزښتونه او موجود جوړښتونه نه شي درک کولای.
د افغانستان ستونزه په خپله د افغانانو ستونزه ده او په خپله افغانان داستونزه حل کولاي شي او دا به په خپله افغانان وي چې په دې هېواد کې سوله تامين کاندي. نور په دې هکله يوازې مرسته کولای شي.
ولې په خپله افغانان له سياست سره د سياست په توگه چلند نشي کولای. ولې افغانان د خپلو ستونزو، د خپلو نيمګړتياو او د خپلې ټولنې ژوره څېړنه نه کوي. ولې دوی په خپله له يو بل سره په همکاري او پوهاوي کې د خپل هېواد د ستونزو د حل نسخې نه ورکوي. ولې په لسگونو سياسي گوندونه د قبيلې په دود له توربورگنيو او سياليو د ځان ژغورلو وس نه لري او ولي نشي کولای په ګډه د حل يوه هراړخيزه تگ لاره وړاندي کړي. له بده مرغه دلته تل د سياست په ځای په اداره کولو، د واک د ترلاس کولو اود ثروت په ټولولو تکيه شوې ده. دلته په وار سره هڅه شوي چې ټولنه سياسي نه شي او دلته هميشه د سياسي استعدادونه د روزلو مخه نيول شوي ده. په دواړو ښی او چپ کمپونو کي مشرانو، رهبرانو په څومره لويه پيمانه سره سياست ايديولوژيکي کړ او په خپله دوی هم يو په بل پسي په څومره چټکي او بې رحمي سره د پيښو قرباني شول. نن هغه مشر او سياست کوونکی څوک دی چې له سياست سره د سياست په توگه چلند کوي. په دې معنی چې سياست يې قومي،او ايديولوژيکي کړي نه وي او په دې معنی چې له سياست او واک څخه د ځان پالنې او د ثروت ټولولو د وسيلې په توگه کار وا نه خلي. سياست په بشپړه توگه د نورو علومو په شان يو خپلواک علم دی او د نورو مسلکونو په شان يو خپلواک “مسلک” دی.    ( دستګير خروټی)

۵: ملې ارزښتنونه:
پښتون خوځښت باید د پښتنو ملې ارزښتونه تعریف کړي او په ساتنه او دفاع کي يي ونډه واخلي.
 د پښتون ملي ارزښتونه: اسلام  پښتونولې او افغانيت دي . ددي دپاره چه پښتون يوې پر مخ تللي مدني کچې ته روسيږي او په نړيواله ټولنه کې خپل لوړ حيثيت ولري دا خو ځښت د ملي ارزښتونو وده او پلي کېدنه د ملي ګټو، د خاوري، ملي خپلواکي د ملي نواميسو ساتنه او د افغانستان په اوسني سياست کې د پښتنو ګډون د خپلي مبارزي بنسټیز رکنونه بولي. پښتون خو ځښت په سیمه کي د لوی افغان د حيثيت او عظمت د ساتني مفکوره تر ټولو سياسي عقيدو څخه سپیڅلي او لوړه ګڼي. ټول ملې ارزښتونه باید تعریف او د ساتنې او ودې په موخه يي باید عملي ګامونه واخيستل شي.

دپښتون خوځښت راتلونکی پلان:
دلوړو غرونو، تاريخ جوړونکې غونډیو، کلا ګانو ،څلیو،نرخونو،چیغو او جر ګو ټاټوبی کــــــــــونړ د لوی افغان د تاريخ اساسې برخه ده. کونړ د سيد جما الدين ټاټوبی ټاټوبی دی، خو په وروستیو کې يي ښکلا د پردیو ښارونو دساتنې پخاطر اور اخلي،کلي او کورونه يي ورانيږې او درې يي سوځیږي.  د کونړ جوړونې، ټول پښتون ژغورني ، د ملی هويت د ژوندې کولو په خاطر، د پښتون ژغورنې دپاره اوس هم لوی ځوانان د کونړ په کلاګانو، غونډیو، نرخونو، او درو کي پيدا کيږې، چې وطن او خپلواکې پيژني.
  د کونړ تکړه پښتانه او با احساسه ځوانان د پښتون خوځښت د ملاتړ لپاره، په کونړ کې غونډه جوړوي او د پښتون خوځښت په هر عملي ګام کې برخه اخلي.
د غونډی جوړولو چارې شروع شوې دي، په لسګونو ځوانانو په دې غونډه کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.  تمه ده چې د روان عیسوي کال د ډیسمبر په پنځمه نېټه د جرمني هېواد په بن ښار کې دویم بن غونډه جوړه شي، چې پښتون خوځښت هم په دغه غونډه کې د ګډون په اړه کار کوي، تر څو هلته د پښتنو ریښتیني استازیتوب وکړای شي.

د پښتون خوځښت غوښتنه:
پښتون خوځښت په تيرو مياشتو کې دسلګو نو پښتنو ملاتړ چې د افغانستان بهر ژوند کوي هم  تر لاسه کړی او لا  دوام لري. هرپښتون  له هر ځای څخه زموږ سره اړيکه نیولی شي خپل تلیفون شمیره مو راوليږی  او په دې هلو ځلو کې راسره برخه واخلی.  موږ پښتنو ته اړتيا لرو، نه هر پښتون ته، بلکې ریښتینو پښتنو ته.
په پوره پښتني مينه
پښتون خوځښت
موږ خپل ژوند ته پريږدی
زموږ سره اړیکه:
۰۷۷۵۹۲۱۵۵۳
برېښنالیک:
pashtonistan@yahoo.com