د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شینوارو ځینې قومي مشرانو مخورو علماؤ او ځوانانو د پښتون خوځښت ننګه وکړه.

پښتون خوځښت 12.04.2012 09:58

تېره جمعه چې د اپرېل میاشتې شپږمې نېټې سره یې سمون درلود د ننګرهار ولایت اړوند په نازیانو ولسوالۍ کې د ولسي وګړو او ځوانانو لخوا د پښتون خوځښت په ملاتړ یوه غونډه تر سره شوه.

په دغه پرتمینه غونډه کې چې د مختلفو ولسوالیو او کلیو څخه په سلګونه کسانو ګډون درلود د سهار په ۹:۰۰ بجې د قرانکریم څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه ، د تلاوت نه وروسته د سیمې علمي شخصیت مولوي نیک محمد ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې مېلمنو او برخه اخیستونکو ته تر ښه راغلاست وروسته وويل چې د پښتنو د ورسته پاتې کیدو لاملونه د زده کړو کمی او اقتصادي ستونځې دي هغوی زیاته کړه چې د پرمختګ یوازینۍ لار په زده کړو کې ده او نوی نسل باید د عبث ژوند تېرولو څخه په پرهېز د خپل ولس خدمت کولو ته پام را واړوي.
تر هغوی وروسته د کابل خڅه ورغلي پلاوي مشر او د پښتون خوځښت مرستیال ښاغلي خیرالله شينواري غونډې ته وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې د پښتنو اساسي ستونزو ته په اشاره داسې وویل

" پښتنو ته په ستونزو جوړولو کې نړیواله ټولنه، ګاونډیان او ځینې کورنۍ کړۍ ښکېل دي، او زیاته یې کړه چې د پښتنو په کلو او کورونو کې جګړه د دوی اصلي ستونزه ده او پښتانه تر هر څه د مخه په خپلو سیمو کې امن او سولې ته اړتیا لري، د دې تر څنګ هغه د نړیوالو ځواکونو لوی قومندان جان الن اوسنۍ خبرې په کلکو ټکو وغندلې چې ویلي یې وه (سږ کال به د جګړې ډېر تمرکز د ختیځ په لور وي) او زیاته یې کړه چې د نورو سیمو پښتو د ځپلو وروسته اوس جګړه دلته راوړي او دا سیمې په اور لړل غواړي چې داسې ناتار نور پښتنو ته د منلو وړ ندی، ښاغلي شینواري د سیمې په مشرانو او علماو غږ وکړ چې خپل ماشومان او ځوانان د زده کړو په لور و هڅوي او له دوی یې وغوښتل چې د پښتون خوځښت په ملاتړ کولو د خپلو ریښینو ځوانانو تر څنګ ودریږي تر څو د مبارزې لپاره د دوی حوصلې نورې هم لوړې شي او د ملت د ویښتابه لپاره په چټکۍ سره کار وکړي". هغوی خپلې خبرې د پښتنو لوی فیلسوف او شاعر خدای بښلي امیر حمزه خان شینواري په دې شعر پای ته ورسولې چې وایي:
تل به په لار د مېړنو سره ځم
یمه پښتون د پښتنو سره ځم
وایي اغیار چې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
پام کوه زه هغه نظر نه یمه
چې به په دود د سپېلنو سره ځم
څو چې راغونډ په یو مرکز یې نکړم
هرې تپې ته د جرګو سره ځم

ورسته د سیمې د جامع جومات خطیب او امام ښاغلي خیال زمان وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې په اسلامي او پښتني اصولو رڼا واچوله، هغوی وویل چې تر ډېره بریده اسلامي او پښتني اصول سره ورته دي او هغه ناروا دودونه یې په کلکه رد کړل چې په ورستیو کې د پښتنو په سیمو کې د دښمنانو د یرغلونو او ماتو وروسته مروج شوي دي، پښتانه یې د دنیا د نورو ولسونو په پرتله تکړه مسلمانان وبلل او زیاته یې کړه چې دا ولس ډېر نېکمرغه دی، الله پاک ورباندې دا خوږه ژبه پښتو پېرزو کړې نو مونږ یې باید د ساتنې لپاره مټې را ونغاړو او د پردیو یرغل څخه یې وساتو.

غونډې ته د خوځښت مرکزي جرګه ګۍ غړي ښاغلي انجنیر عبدالسمیع واحدي په خپلو څرګندونو کې د پښتنو په نسل وژنې یا جینو سایډ رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې پښتانه د یو ډېر سیستماتیک پلان له مخې وژل کېږي او له مېنځه وړل کېږي، هغوی وویل چې نه یوازې د پښتنو اوسنی نسل د ژوندانه څخه محروم دی بلکې بهرنیانو زمونږ په سیمو کې د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو په کارولو د پښتنو راتلونکی نسل هم د تباهۍ ښکار کړی چې دا د نړیوالو قوانینو په ښکاره سرغړونه ده، واحدي زیاته کړه چې پښتانه د دښمن په مکارۍ همېشه له خپلو اصلي مشرانو ګرځول شوي او په غلطو خلکو پسې روانېدل د دې لامل شوی چې نن هېڅ غمخور او پوښتونکی نه لري .

د مرکزي جرګه ګۍ بل غړي ښاغلی سید عثمان روشن په خپلو خبرو کې وویل " شینواري د پښتنو له هغو سترو قبیلو ګڼل کېږي چې همېشه یې په سیمه کې د مثبتو بدلونونو پلوي او غوښتنه کړې " ، هغه د سیمې قومي مشرانو او ځوانانو ته مبارکي ورکړه چې د خوځښت غږ یې په سیمه کې په ولسي کچه راپورته کیږي او زیاته یې کړه چې د خوځښت د پرمختګ لپاره دې قومي مشران د خپلو ځوانانو تر څنګ ودریږي تر څو د ځوانانو حوصلې لوړې او په ځان نور هم باوري شي چې دوی د بدلون لپاره په لویه کچه مبارزه کولای شي.

د سیمې یو تکړه ځوان او د غونډې کوربه خیال نبي خیال شینواري په خپلو څرګندونو کې وویل چې پښتانه ځوانان په اوسني وخت کې تر حده زیات د ظلمونو ښکار دي، هغوی د پښتنو سره توپیري چلند د نه منلو وړ وباله او زیاته یې کړه چې ځوانان باید د خپلو مسلمو حقوقو د ساتنې لپاره را منسجم شي او نور د هاغو مافیائي کړیو لاسونه لنډ کړي چې د دوی په حق خوړنه کې په ښکاره او پټه توګه ښکېل دي، ښاغلي خیال شینواري تېر کال کانکور ازموینې ته په اشاره وویل، د همدې سیمې دوه ځوانان مو چې په ډېرو لوړو نمرو بریالي او د بهر لپاره د بورسونو په لاسته راوړلو توانېدلي و خو متاسفانه چې د زورواکو لخوا یې پاسپورټونه په لاس بورسونه بل چا ته ورکړل شول، هغه دا رنګه پېښې ډېرې خواشینوونکې وبللې او د ځوانانو ناهیلي کېدو او ورسته پاتې کیدو لاملونه یې وګڼل، د خپلو خبرو په اخیر کې هغوی د رهبري شورا او مرکزي جرګه ګۍ غړو مننه وکړه چې سیمې ته په خپل راتګ سره یې د ده او نورو ځوانانو جذبې راوپارولې او د پښتنو د چوپړ لپاره یې د دوی حوصلې لوړې کړې.

د پښتون خوځښت تر پېژندګلوۍ ، د پښتنو او سیمې تر ستونزو اورېدو او د ځوانانو د سپېڅلو احساساتو له څرګندېدو وروسته د سیمې قومي مشر او ملک حاجي محمد اکبر خان وینا وکړه او د خپلو خبرو په پیل کې یې د خوځښت غړواو د غونډې برخوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې په دیرش کلن تاریخ کې د سیمې په کچه د داسې یوې غونډې شاهد دی چې د پښتنو په بنسټیزو ستونزو پکې بحث کېږي او بیا ځوانان د دې ابتکار ویاړ لري ، د دې تر څنګ هغوی وویل چې پښتانه دې نور بې اتفاقي پرېږدي د ځان ځانۍ څخه په لاس اخیستو دې یووالي ته مخه کړي، د فخر افغان باچا خان د خبرې په یادولو هغوی وویل چې زمونږ ملي مبارز په همدغه سیمه کې زمونږ ولسونو ته ویلي وه چې "پښتنو یا به یو کیږئ ګني ورکېږئ" او زیاته یې کړه چې تاسو ځوانان باید د خپلو اصلي مشرانو خبرې په ځان عملي کړئ تر څو دا قام د ښې ورځې خاوند او سوکالي مو په برخه شي، ځوانانو ته په توصیې کولو هغوی په خپله کلیواله لهجه کې څه داسې وویل " اې بچو تاسو باید علم وکړئ، د قلم او کتابچې نه کار واخلئ، د ټوپک ګوزار پرېږدئ او د قلم ګوزار ته مخه کړئ" ښاغلي ملک زیاته کړه چې زمونږ سپین ږیرو ټول عمر په جګړو او نا کراریو کې تېر شو او دا دی نن سبا درنه روان یو خو پښتونولي تاسو ته پرېږدو، د بابا شمله تاسو ته پاتې ده، جرګې او مرکې ستاسو په میراث شوې، پام چې دا هرڅه درنه ورک نشي او ډېر په عزت به یې ساتئ، خپل راتلونکی نسل د جګړې وژغورئ د پرمختګ پر لار یې روان کړئ او د نورې دنیا سره یې د سیالۍ لپاره سیال کړۍ، د خپلو خبرو په پای کې هغوی د خوځښت د کړنو ستاینه وکړه او د سیمې خلک یې وهڅول چې د پښتون خوځښت لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي تر څو دخوځښت غږ د ټولو هیوادوالو تر غوږونو ورسېږي.

ځینو ځوانانو په ښایسته شاعرۍ د خلکو احساسات راوپارول او د ژوندي دې وي پښتانه ، ژوندی دې وي افغانستان نعرو په پورته کولو غونډه د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو پای ته ورسېده.

یاده دې وي چې د رهبري شورا غړو د جمعې لمونځ د سیمې خلکو سره اداء کړ او پس له لمانځه یې د سیمې ځوان لوبغاړي د والیبال او کرکټ لوبو په سامان الاتو ونازول چې په سېمه کې د لوبو د پرمختګ لپاره یو ښه ګام ګڼل کېدی شي.

د پښتون خوځښت اړیکې
Pashtonkhwazakht@aol.com