د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښځو نړیواله ورځ - د پښتون خوځښت اعلامیه

پښتون خوځښت 10.03.2012 12:06

سم الله الرحمن الرحیم
د پښتون خوځښت اعلامیه
۸ مارچ د ښځو نړیواله ورځ

ښځه د بشریت او انسانیت هغه برخه ده چې په ټولنه کې د ډېر اهمیت او ځانګړتیا خاونده ده. زمونږ په ټولنه کې ښځه هغه څوک ده چې دنیا ته راشي نو د مور او پلار خدمت کوي چې واده شي دخاوند او چې عمر وخوري نو بیا د اولادونو په خدمت کولو همداسې له دې فاني نړۍ پناه شي.

ښځه هغه څوک ده چې مور کیدای شي او د مور مرتبه په اسلام کې دومره لوړه ده چې وایي جنت د مور او (پلار) تر پښولاندې دی. د دومره لویې مرتبې خاونده نن ولې د نړیوالو د پروپاګندې، او سوداګریزو اعلاناتو لوبغاړې ګرځيدلې؟

۸ مارچ یو ځلې بیا په داسې حالت کې را راسیږي چې د ژوندانه دغه اړینه څانګه مو لا هم نه یواځې د تاوتریخوالي ښکار ده بلکې د ژوندانه د بنسټیزو حقوقو څخه اصلا محرومه پاتې ده.

د دیموکراسۍ هغو دروغجنو دعوی کونکو زمونږ په سیمه کې ښځو ته څه ور په برخه کړل؟ آیا هغه حقوق چې د اسلام مبارک دین او پښتونولي یې ښځو ته ورکوي دې درواغجنو ورکړل؟ نه هېڅکله نه بلکه دوی خو د ښځو په بې حرمتۍ لاس پورې کړ دوی خو د ښځو په وژنې لاس پورې کړ، په پښتنو سیمو کې زمونږ د کورونو تالاشي او ناروا بمبارونه زمونږ ښځو ته څه پیغام ورکولای شي؟ تېره میاشت په کونړ کې د نجونو په یو ښوونځي د ناټو ځواکونو بمبار زمونږ تنکیو ماشومانو ته څه پیغام لرلای شي؟ ایا همدا د ښځو حقوق دي چې دیموکراتان یې ورکوي؟

زمونږ په کلو کې ښځې دسړو سره یو ځای ورځني کارونه سر ته رسوې. د پښتنو افغانانو په کلیوال ژوند کې ښځې تر پولې او پټي هم زمونږ سره ملګرې دي، که چېرته هلته د ښوونځي او پوهنتون جوړونه پیل شي نو آیا مونږ به یې مخنیوی وکړو ؟ نه هېڅکله نه، کله چې هغوی زمونږ سره د ژوندانه په کار اوبار کې را ګډې دي نو مونږ به یې د ښوونې او پوهنې د اسلامي حق څخه هېڅکله هم محرومې نکړو خو پدې شرط چې د ښوونې بڼه د اسلام او پښتونولۍ په اصولو باندې برابره وي

ټول پښتون ځوان نسل او ويښ اولس باید پدې پوه شې، چې د پښتونولۍ اصولو ښځې د نړئ تر ټولو سترو حقوقو څخه برخمنې کړي دي، ولې د کلیو او کورنو په بدۍ کې د ښځو واده کول، د ښځو خرڅول یا ولور اخيستل، ښځو ته د اشرف المخلوقات په سترګه نه کتل، او دهغوی سره ظلم کول د اسلام او پښتنولی ارزښت نه دئ، بلکې دا څو منفې دود شوې پروپاګندې دي چې پدې وروستیو کې مروج شوي دي، دغه خبرې هيڅکله هم د پښتنې ټولنې دود نه وو، او نه زموږ د ارزښتونو سره پرتله کېدای شي.

پښتون خوځښت د لوی افغانستان ټولې زړورې او پتمنې ښځې د میوند ملالی ،د کابل ناهید او د کندهار نازو انا بلي، پدې برخه کې پښتون خوځښت د الاهې احکامو او د پښتنې دودونو ننګه کوې.

مننه 
پښتون خوځښت
د خپرونو څانګه
Pashtonistan@yahoo.com